د لوبغاړو قومي تخلصونه ویاړ او که قومي سپکاوی؟ لیکنه: محمدرحیم سکندر

له کله نه چې افغان کرکټ لوبډله مشهوره شوې ده، د لوبغاړو د قومي تخلصونو لۀ امله لویو، لویو قومونو ته سپکاوی کېږي.

څومره چې قومونه په لوبغاړو ننګه کوي، کاااش همدومره لوبغاړو هم د خپل قوم احترام ساتلی وی او لکه د راشد ارمان او مجیب الرحمن غوندې یې ځان پسې قومي تخلصونه نه وی تړلي او یا یې باید لرې کړي.

او اوس هم وخت شته لرې دې یې کړي.
ولسمشر اشرف غني هم دا یو ستر هوښیارتوب وکړ چې لۀ ځانه یې د (احمدزي) تخلص لرې کړ.
ګني اوس چې غني پسې څومره بد ویلی کېږي، نیمایي به د احمدزیو لوی قوم پسې ویلی کېدلی.
که وایئ چې اوس مشهور دي نۀ کېږي، نو ولسمشر ولې اوس یوازې په اشرف غني مشهور دی؟

دا هیله باید د کرکټ بورډ لۀ ادارې وشي چې د لوبغاړو قومي تخلصونه لرې کړي، ځکه کله چې لوبغاړی خرابه کارکردګي کوي، نو خلک د وطني احساساتو لۀ امله لوبغاړي ته سخت الفاظ کاروي، خو بیا یې په غبرګون کې د دوی قومواله پسې راپورته شي، نو لوبغاړی بیا پر ځای پاتې وي او د هغوی قوم ته خلک ښکنځلې کوي.

ځینو خلکو د بد معرفي شویو قومونو پر سر لوبغاړي بد ایسي او ځینو د بداخلاقه او بد کارکردګيو لوبغاړي پر سر د هغه قوم بد ایسي.
هیڅ قومي تخلص په دې نۀ ارزي چې سلامت قوم ته پرې سپکاوی وشي.

خپل قوم ته سپکاوی پخپله قومپرستان هم کوي، زۀ یې وینم/سکرین شاټې یې رالېږل کېږي، فسبوک کې یې ګرپونه جوړ دي، هغه کسان هم په کې اډ دي او ځوانان قومپرستۍ ته تشویقوي چې په ښکاره د قومپرستۍ خلاف دي، خو د پردې تر شاه منافقت کوي/ خپل ځان او استعداد سپک او په قوم پسې محدود معرفي کوي.

څۀ موده وړاندې جوته شوه چې مجیب الرحمن ځدراڼ نه بلکې په قوم د خوست تڼی دی، ځکه کوچنیوالي کې د یو څۀ شخصي ستونزو لۀ امله لۀ تڼیو ولسوالي راغلل او د خپلو ماماګانو/مشهور کرکټر نورعلي ځدراڼ دوی کره یې ګډه واړوله او هلته یې پخپل سر تخلص هم ورته ځدراڼ ایښی و.

یره چې ټولنیزو رسنیو کې دې په تڼیو او ځدراڼو پسې دا سپکې سپورې لېدلې وی نو بیخي به دې لۀ کرکټه زړۀ تور وی.

خو ښه وه، نۀ ځدراڼ پاتې شو او نۀ یې د خپل قوم تڼي تخلص غوره کړ، اوس یوازې مجیب الرحمن دی او جنجال حل دی.

د اوسني کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل زمونږ قوم واله دی، د ډېر خلکو شاید ښۀ ونۀ ایسي، خو قوم ته یې ځکه سپکاوی نۀ کېږي چې تخلص یې قومي نۀ دی.

که د کرکټ بورډ اداره غواړي چې لږ مخالفتونه راکم شي، نو لۀ لوبغاړو دې، شینواری، عیسی خېل، زرمتی، ځدراڼ، ځاځی، منګل، ستانکزی، تره کی او نور تخلصونه لرې کړي.

لوبغاړي په لوی لاس مه په یو قوم پورې تړئ، لوبغاړی، شاعر، عالم، مخترع او … د هر چا دي او هر څوک حق لري چې په اړه یې یو څۀ ووایي، حتی که بهرني مینوال هم وي، ګني احساساتي خلک شته او درته وبه وایي تاسو په خیر شي سره د لوبغاړي، چې دومره درته ګران وي درته پوخ یې کړئ زمونږ نۀ دی په کار.

دلته چې په لوبغاړي څوک لږ انتقاد وکړي، قوم واله یې را پورته شي د منطق پر ځای یې په ښکنځلو ځواب ورکوي، نو فسبوک کې هم ملایکې نۀ اوسي، بس قوم ته یې دومره شرموونکې خبرې او ښکنځلې وکړي، وکړي چې لۀ شرمه به فسبوک ته نۀ شې ننوتلی.

قومي تخلصونه په نوره نړۍ کې هم پرېمان دي، خو په افغانستان کې یې پایلې ښيې نۀ دي او شرخوټوونکي تمام شوي.

مونږ او لوبغاړي په ملي مسایلو کې د یو څۀ ویلو حق سره لرو خو په یو او بل احسان نۀ سره اړوو، ځکه مونږ یې نندارې ته وخت ورکوو، تشویقوو یې او دعاګانې ورته کوو، او دوی لوبه راته ګټي، ویاړونه راوړي او د خوښۍ یوازېنۍ وسیله بلل کېږي/بس خیرخلاص.

دا څه معنا چې یو ووایي چې پلانی قوم به منې او بل بیا ولیکي چې نه! پلانی قوم به منې. یغې چه؟

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

سکندره وروره د برکت سې څه ښکلی او اړین بحث دی رامنځته کړ. هم ډاکټران او هم مُلایان او هم عارفان او هم حتی باغداران او تجاران د انګورو د میوې د کیفیت ډېر توصیف کوی خو همدا ښکلی او خوندور انګور د شکری د ناروغانو لپاره دوستم غوندی مُضر دی. کیسه داسی ده چه: هر قوم ښکلی دی هر قوم محترم دی هر قوم شریف دی خو د بده مرغه زموږ اکثره باسوادان د څلوېښت کلن لَغَتَکْ راوروسته د شکری په ناروغۍ اخته شویدی بناً فکر کوم چه قوم ته انتساب او ځانته قومی تخلص غوره کول به دې… نور لوستل »