پاکستان پر مبایل کارتونو مالیه ختمه کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سترې محکمې پریکړه کړې چې د مبایل کارتونو مالیه د موقت وخت لپاره ختمه کړي.

د مبایل کارتونو څخه د پوره مالیې ختمولو دغه پریکړه د دوه اوونیو لپاره د پاکستان سترې محکمې درې قاضیانو کړې ده، چې له نن (۱۴ جون) څخه تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې به مشتریان هیڅ ډوله مالیه نه ورکوي.

اوس به د ۱۰۰ روپیو کارت اچولو سره مبایل ته پوره ۱۰۰ روپۍ انتقالیږي، دغه پریکړه یوازې د دوه اوونیو لپاره ده چې له هغې وروسته به وروستۍ پریکړه اعلان شي.

سترې محکمې پریکړه کې راغلي چې د مبایل شرکتونو له خوا د خدماتو مالیه اخیستل قانوني نه دي او په دې اړه وروستۍ پریکړه به محکمه وروسته وکړي .

د یادونې وړ ده چې اوسمهال پاکستان کې نیږدې ۲۴ سلنه مالیه په مبایل کارتونو اخیستل کیدله او پر دې سربېره ۱۵ سلنه نوره مالیه د حکومت له خوا د خرڅلاو او خدماتو مالیې په توګه اخیستل کیده چې له کبله به یې مشتریانو په ۱۰۰ روپیو کارت کې یواځې ۶۴ روپۍ استعمالولې.