سعودي: د اختر میاشت ولیدل شوه، سبا اختر دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د میاشتي لیدنې لپاره ټاکل شویو کمیټو اعلان کړی چې د اختر میاشت یې لیدلی او سبا اختر دی.

د سعودي محکمو امر کړی وو چې د میاشتنې لیدنې لپاره دي نن تیاری ونیول شي چې له مخې يې د سعودي په لسو ښارونو کې د میاشتنې لیدني لپاره مراکز ټاکل شوي وه.

د حوطة سدیر په نامه ښار چې اکثره د میاشتنې لیدني مراسم ځیني تر سره کیږي، نن هم خلک را ټول شوي وه چې په هغه کې د سعودي مشهور میاشت لیدونکی عبدالله الخضیري هم وو.

وروستي راپورونه وايي چې میاشت لیدل شوې او سبا اختر دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه عمان، مالیزیا، انډونیزیا، برونای، جاپان او سنګاپور کې د اختر اعلان شوی دی.
همداسي متحده عرب امارات، مصر، لبنان، مغرب، عراق او سوریه کې هم سبا اختر دی.

که څه هم د پاکستان د رؤیت هلال کمیټې نن ناسته وکړه خو تر اوسه پوري يې د میاشتي د لیدو اعلان نه دی کړی.

ځکه چې افغانستان هر کال د سعودي سره اختر او روژه کوي، نو سبا به په افغانستان کې هم اختر وی.

ټولو مسلمانانو او افغانانو ته دي مبارک وی، الله تعالی دی هر اختر او هره ورځ د افغانانو لپاره د سولې، خوښیو او نیکمرغیو ورځ وګرځوي او الله تعالی دی د ټولو مسلمانانو د روژې میاشتي عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د