ورزش

نړیوال جام: روسیې په افتتاحي سیالۍ کې سعودي ته ستره ماتې ورکړه/ ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په افتتاحي سیالۍ کې روسیې لوبډلې سعودي عرب لوبډلې ته په پنځه صفر ماتې ورکړه.

د یو شمېر شاندارو افتتاحي مراسمو نه وروسته بیګا ماښام د نړیوال جام لومړۍ سیالۍ د روسیې هېواد په ستره بریا پېل شوه.

په دغه مراسمو کې د روسیې هېواد ولسمشر ولادیمر پوتین او د سعودي شهزاده وليعهد محمد بن سلمان هم موجود وو او په ګډه یې د لوبې ننداره هم وکړه.

سعودي عرب لوبډله په دغه سیالیو کې یوازینۍ خلیجي لوبډله ده، دغه لوبډله له پخوا یوه کمزورې لوبډله بلل شوې، چې نن یې یو ځل بیا د روسیې لوبډلې (یو له کمزورو لوبډلو څخه ده) پر وړاندې ستره ماتې وخوړه.

روسیې لوبډلې له پېله ښه لوبه ترسره کړه، او د لوبې په ۱۲مه دقیقه کې روسي لوبغاړي غازینسګي لومړی ګول، او په ۴۳مه دقیقه کې چیري شیف دویم ګول وواهه، چې لومړی نیمايي په دوه صفر پای ته ورسېده.

په دویمه نیمایي کې روسیې لوبډلې یو ځل بیا پر سعودي ګوزارونه وکړل، او په ۷۱مه دقیقه کې یې درېیم، ۹۱مه دقیقه کې څلورم او په ۹۴مه دقیقه کې يې پنځم ګول وواهه، چې همدا ډول یې په پنځه صفر ستره ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال جام په دویمه ورځ به درې سیالۍ ترسره کیږي، لومړۍ سیالۍ د ګروپ ای لوبډلو یورګوای او مصر، دویمه په ګروپ بي کې د ایران او مراکش ترمنځ، او درېیمه او ستره سیالۍ د رونالډو لوبډلې «پرتګال» او اسپانیا ترمنځ د شپې په ۱۰:۳۰ بجې ترسره کیږي.

https://www.youtube.com/watch?v=CInv6IS-mtg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

اوس خو ئې د سعودی په هغې کی د چپه لاس د ګوتو په تعداد ګولونه ور دننه کړه چه د دواړو لاسو د ګوتو په اندازه ئې ور ننه ایستلی وای نو به ئې ښه مزه کړې وای. د فلک ګردش په انسان عجب کانې کوی؛ په ۱۹۸۸ کال د جولای په میاشت کی د شوروی او هالنډ تر منځ د اروپائي کپ فاینال لوبه د آلمان په سټوټګارټ کی تر سره شوه، هالنډیانو د دوو هیڅ په حساب لوبه وګټله، موږ د شوروی سره د دښمنۍ پخاطر د خوښۍ څخه دومره پورته پورته غورځېدو چه نژدې ؤ پر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx