نظــر

اختریز اوربند او طالب جان ته مشورې

قاري حبیب

طالب جانه! کوچنی اختر دې مبارک شه، الله تعالی دې دغه بې مثله قرباني او بې ساری جهاد قبول کړه. د معاصر امریکایي فرعون په مقابل کې ستا جهاد چې عام تفکر او او عقلونه یې له  درک او محاسبې عاجز دي، دتاریخ هغه کارنامه ده چې تر تا وروسته به د قیامت تر ورځې ټول د اسلام زامن ورباندې وویاړي. تا عجیب کار وکړ. په داسې حال چې د شرق او غرب ټول ملتونه د یکه تاز امریکایي طاغوت په وړاندې د تسلیمۍ په سجده پراته وو. ته را ولاړ شوې، پرته له اتوم او بالستیک توغندویو، پرته له بیړیو، اوبتلونو، سپوږمکیو او نورو وسلو. یوازې د ایمان او توکل محض له وسلې سره د وخت د ستر اټومي طاغوت مقابلې ته ورووتې.

تا په خپل زاړه ماشیندار، د بوشکې په بم او د خپل لاس جوړ کړي ریموټ باندې د امریکایي خردجال تر ټولو وروستی ماډل جنګي ټکنالوژي رانسکوره او له برم څخه وغورځوله. تا د خپل تن په قربانۍ او د تودو وینو په څپانده سیلاب د بوش، بلیر او ټرمپ غرور لاهو کړ. اوس هاغه دی د بوش او بلیر پاته شوني درپسې د سولې ځولۍ ګرځوي او په جینګه خوله درته زارۍ او جیګۍ کوي.

طالب جانه! ستا د د اوولس کلن جهادي سرګذشت په شکل کې الله تعالی موږ ته د خپل قدرت او نصرت عجائب راولیدل. زمو ایمانونه یو ځل بیا په دې خبره تاند او پاخه شول چې د عروج او زوال یوازینی واکمن الله تعالی دی. بې له شکه  هماغه ذات دی چې فرعونیان د موسی کلیم الله په لاس راچپه کوي او د ابوجهل معاصر زوذات د محمد صلی الله علیه وسلم د واقعي پیروانو په توسط دنړۍ لپاره عبرت ګرځوي.

نو طالب جانه راځم اصلي خبرې ته!

نن د اختر ورځ ده. خبر شوی یم چې په دې اختر کې د جهادي زعامت لخوا د اولس د هوساینې لپاره درې ورځنی اوربند اعلان شوی. تا چې په تیرو څو کلونو کې ټول اخترونه په جهادي سنګر او د اشغالګرو خلاف په معرکو کې تېر کړي په دې اختر کې به نه پوهیږې چې څه وکړې.

طالب جانه! راځه له دې فرصت نه په استفاده دا څو ورځې د مسلح جهاد په ځای نامسلح جهاد ته وقف کړه.

دا فکر مه کوه چې زما وظیفه یوازې مسلح جهاد او په دښمن ډزې کول دي. دلته ډیر نور مسؤلیتونه شته چې ترسره کیدل غواړي. هو کې اسلام یوازې له  مسلح جهاد څخه عبارت نه دی او نه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یوازې مسلح جهاد کړی و. ډیر نور حقوق شته چې باید پر ځای شي. ډیر نور فرائض او واجبات شته چې باید سرته ورسیږي.

طالب جانه! د اختر په دې درې ورځنۍ رخصتۍ کې د خپلو والدینو ښه خدمت وکړه، د هغوی زړه را خپل کړه ځکه د الله تعالی رضاء د مور او پلار په خوښۍ کې نغښتې ده. والدین له اولاد سره طبعي مینه لري، دا خوند ورکوي چې اولاد یې ورسره وي، نو د مور او پلار زړه او مزاج ساتلو ته ډیر پام لره.

صله رحمي یوه بله ستره فریضه ده. د خپلو وروڼو، خویندو، اکاګانو، ماماخیلو، ترندو ، ګاونډیانو ، جوماتوالو، کلیوالو او نورو خپلوانو او اقاربو پوښتنه کول، له هغوی سره د اختر مبارکي ، یوه پیاله چای نوش کول، له هغوی سره مینه، مجلس او د خپلوۍ احساس ورکول، د هغوی د مریضانو او مسافرو پوښتنه او په خوښیو کې یې شرکت هغه ستره وجیبه ده چې د بل هر مسلمان په شان په تا هم لازمه ده. د اختر له دې فرصت نه په استفاده خپلو خپلوانو او کلیوالو ته دومره مینه ورکړه چې دټول کال د نه لیدلو او غیاب جبیره ورباندې وشي. هغوی ته ثابته کړه چې هر مسلمان د طالب جان په زړه کې ځانګړی مقام لري او طالب له عامو خلکو پردی نه دی.

کوښښ وکړه چې د عامو خلکو په منځ کې له سخت ضرورت پرته له ټوپک سره ونه ګرځې، ټوپک یوازې د دښمن لپاره دی، د خپلو کلیوالو او اقاربو تر منځ د وسلې نمایش ښه کار نه دی،په خبرو، چلند، روغبړ او مجلس کې د فوقیت له احساس څخه په کلکه ځان وژغوره. الله تعالی ته له هرڅه کبر او لویي ډیره منفوره ده. له تواضع، عاجزي او نرمي څخه کار اخله. په هیچا ځان لوړ مه بوله. که د خبرې یا وینا کوله په ډیره نرمي، پرته له جذباتو او توندۍ یې کوه او د الله تعالی دغه امري حکم همیشه په یاد لره چې: واخفض جناحک للمؤمنین ۸۸ الحجر.  او مؤمنانو ته دې وزر ښکته کړه. یعني په تواضع ورسره چلند کوه.

طالب جانه د اختر په دې فرصت کې د هغو بیچاره ګانو پوښتنه هم ستا کار دی چې په روان جهاد کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. د کورنۍ خلک یې شهیدان شوي او یا هم معیوب شوي، زخمیان شوي او یا هم بندیان دي. د خپلو شهیدو ملګرو د خپلوانو پوښتنه وکړه،د یتیمانو له حاله یې ځان خبر کړه، د وس په اندازه ورسره مرسته وکړه، ستا دشهیدو ملګرو والدین او خپلوان به ستا په لیدو ځکه خوشالیږي چې ورسره به خپل شهید ور یادیږي او د هغه تنده به یې ستا په لیدو ماتیږي. نو دغه خوشالي د شهیدانو له خپلوانو مه دریغوه. هغوی لکه سکني دوستان داسې وپاله او په اختر کې یې ورشریک شه.

د اختر له فرصت نه په استفاده دخپلې سیمې د علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو مبارکۍ ته هم ضرور ورشه، دوی که له یوې خوا پر تا د مشرتوب حق لري بله دا چې علماء او مشران زموږ په جهادي مبارزه کې اساسي رول لري. همدوی دې چې اولسونه په حرکت راولي. عامه خوځښتونو ته رُخ ورکوي چې ملاتړ خپلول یې خورا اړین دي. له علماء کرامو او قومي مشرانو سره په مجالسو کې باید په ډیره سنګینۍ او هوښیارۍ هغوی ته جهادي داعیه تشریح کړې. دجهاد د اهدافو، د یرغل بلوا او نور ورځنيو جریاناتو په اړه معلومات ورکړې او په خپل قول او کردار سره باید ورته ثابته کړې چې زموږ یوازینۍ هدف د همدې اولس دنیوي او اخروي سعادت  او له ګمراهیو او ذلت څخه خلاصون دی.

او په پای کې دا وایم چې طالب جانه! داختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند رعایت ته پوره توجه ولره. دغه اوربند په حقیقت کې د ټولو مجاهدینو لپاره د اطاعت امتحان دی. واقعي مجاهدین یوازې هغه دي چې د اوربند په بشپړ رعایت سره په دې امتحان کې کامیاب شي. اطاعت د جهاد له مهمو اصولو شمیرل کیږي نو خدای دې موږ او تاسو ټول له بې اطاعتۍ څخه وساتي.آمین یا رب العلمین

د هغې ورځې په هیله چې د سوله ییز اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ډاډ او استقرار ژوند ولرو. نور دې په الله تعالی سپارم .

اختر دې مبارک شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zadran

قاری صاحب سلامونه او اختر مبارک.د مشوری ورکولو څخه د یوه مشوره هیره کړی ده او هغه مشوره به زه ورکړم،طالیب جانه،اختر ورځ ده،یو ځل هغه یتمانو ،کونډی،بوری میندی ته چه### د ستا د لاسه قتل شوی هم یو کله کشک ور وکړه،چه په څه حال دی؟خواړه،کالی،لری او کنه؟ژاړی که اختر نمانځی،یتیمان د د والدینو په انتظار دی کنه؟بوری میاندی زامنو په انتظار دی کنه؟کونډی د خپل میړه په انتظار دی کنه؟او له یتیمانو نه هم پوښتنه وکړه چه لاسونه مو سره دی کنه؟طالیب جانه هدیره ته هم زر سر ور ښکاره کړه.ویی ګوره او حساب یی کړه چه څو… نور لوستل »

ارمان

### هغه احمقي فيصلي او سرتمبګی هم اسلامي نظام ړنګ کړ هم یی د لسيزو اشغال او قتل عامونو ته لاره هواره کړ دا بدمعاشي کي دی کوله هغه ښځه دې چې امريکا بوتله هغه غيرت و که دا سرتمبګی،دا خرکري په يو نفر لک نفره قتلول د الله ددين او حکمت خلاف دی ###.

راشد

انصاف ما ویل دجال که د څرګندو نښو سره چه په خره به سپور او په نندی به یی ( ک ف ر ) لیکل شوی او …. او خلکو ته به د خپلی خدایی اظهار کوی او ډیر خلک به یی منی. د نه منلو خبره وه چه خلک به یی د دی ټولو شواهدو سره سره بیا هم خدایی منی او ناولتیا به یی په ډیره مینه اوویاړنه خوری. او دلیل تراشی به ورته کوی. هغه وخت ته پاتی شو چه هغه تیوری عملی بڼه کی په ډاګه شوه. دجال یا دجالی سیستم مو په خپلو سترګو ولید… نور لوستل »

ذاکرالله

حکومتی رسنۍ او دجالی وایروس هڅه لری چه د مجاهدینو جهادی ګرمه وینه او احسس مختل او مظلوم اولس ته یی د دوستانو په ځای دشمنان وروپیژنی چه تر اوسه یی وژنه کوله او د کابل غلامان او باداران لاس د زنی لاندی ناست وو دا ړندی بمبارۍ مجاهدینو ترسره کولی کوم چه په انسانانو سربیره د حیوانات ژوند یی هم اخستلو او د مظلوم اولس خاورین او دغریبی ټاټوبی یی په کندوالو بدل کړل او بدلوی جنازی ، ودونه، مساجد مدرسی او داسی نوره ګڼه ګوڼه له دوی خوندی نه ده او دا چه د غلامانو دتسلط لاندی سیمو… نور لوستل »

سوله،اوربند

طالیب جانه ،ټولی یی مښوری درکړی،زما یوه مشوره ومنه،هغه دا چه.مولوی شیخ الحدیث هبت الله ته.چه ورځی،زما له خوا سلامونه او عید مبارکی ورته ووایه.او ورسته یی لاسونه ښکل کړه.ورته ووایه.چه عام ولس ،سوله.غواړی.نور نو جنګ بس دی.مسله د خبری لاری حل کړه،والسلام

ذاکرالله

کفر څه چه مسلمانان دی په ټاټوبی اشغال، بچیان دی وژنی او میرمنی دی بی عفته کوی د زمکی لاندی او باندی زیرمی دی لوټ کوی ، ځوانان دی په نشه توکو روږد کوی ، خپلواکی به ځای بلواکی درکوی وچه ، لمده او هوا دی د اشغالګرو په ټانکو او الوتکو پټه او ناوړه ، فاسد داړه ماران کاکا زامن چه پښی یی ستا او سرونه یی د هغوی سره وی د هغه ټآټوبی چارواکی کړی . خو ستا د ټاټوبی د احمدشاه او میرویس په شان میړنی ځوانان به د قربانی ډګر ته ورودانګی په ځانو ، مالو… نور لوستل »

سوله،اوربند

ذاکرلله(###)صاحب. تا یو خل بیا ثابته کړه چه تبصره د د ورڼو ترمنځ نفاق او ډار اچونه ده.زما په تبصره او طالیب ته وړاندیز کی، کومه بی ادبی.او بی غیرتی ده؟ایا زه طالیب او دولت ته د عریضه او وړاندیز حق نه لرم؟ایا زه د سولی غوښتونکی نه شم؟سوله کی ژوند زما حق نه دی؟طالیب او دولت ته د سولی عرض او وړاندیز ونه کړم نو یی چا ته وکړم؟زما په زړه کی اور بلیږی،ټول بدن می وریت شو،او ته د ګنج الفساد (لندن)څخه د بی غیرتی او بی ادبی پیغورونه راکوی؟ که ته غیرتی او ښه مسلمان وای ولی… نور لوستل »

ذاکرالله

سوله اوربند صاحب ! سره ددی چه تاسی کنځل او یا توهین کړی خو زه درته سلامونه اونیکی هیلی ډالی کوم. مونږ تاسی بی غیرته نه یی ګڼلی مونږ لیکلی که ځواب مو ( نه ) وی نو طالبان به ستاسی دا بی غیرته خبره ملا هیبت الله ته ونه رسوی طالبان چه د هیبت الله په قومانده د کابل د غلامانو او اشغالګرو سره جنګیږی قانع دی چه د څه د پاره جنګیږی نو تاسی ته تر هیبت الله د مخه معقول او قرانی ځواب درکولی شی اړه نشته چه ملاهیبت الله ستا ځوابونه ویسی . هغه ستا وړاندیز… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx