fbpx

نړیوال جام: د اسپانیا او پرتګال ترمنځ په زړه پورې سیالۍ درې-درې مساوي شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام دویمه ورځ د نړۍ مشهور ستوري کریستیانو رونالډو په زړه پورې لوبه ترسره کړه او ۳ ګولونه یې ووهل.

د تکړه لوبډلې اسپانیا پر وړاندې په دغه سیالۍ کې چې تېره شپه ترسره شوه د رونالډو په هیټرک کولو سیالۍ درې درې مساوي شوه.

اسپانیا چې ددغې سیالۍ له سترو او ډېرو خوښونکو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، د رونالډو په مخنیوي کې پاتې راغله، چې نوموړي لومړی ګول د لوبې په ۴مه دقیقه په پینالتي شاټ وواهه.

د لوبې په ۲۴مه دقیقه د اسپانیا تکړه حمله کونکي لوبغاړي ډیاګو کوسټا ځوابي او مساوي کونکی ګول وواهه، چې رونالډو په ۴۴مه دقیقه کې بل ګول وواهه او د لومړۍ پاڼۍ په پای ته رسېدو یې لوبه ۲-۱ مخکې کړه.

په دویمه پاڼۍ کې اسپانیا ښه ځوابي لوبه وکړه او دوه ګولونه یې ووهل، چې ډیاګو کوسټا په ۵۵مه او ناچو په ۵۷ دقیقه ګولونه ووهل، او لوبه یې ۳-۲ مخکې کړه.

د لوبې په وروستي وخت (۸۸مه دقیقه کې) رونالډو په فري کیک وهلو په زړه پورې ګول وواهه او لوبه یې ۳-۳ مساوي کړه، خو په ښکلي کیک وهلو نوموړي ته یو اضافي پواینټ ورکړل شو.

د لوبې پایله که څه هم درې-درې مساوي شوه خو له بل اړخه د پرتګال په ګټه تمامه شوه، ، ځکه چې د رونالډو په زړه پورې فري کیک وهلو دوی ته اضافي پواینټ ورکړل شو.

رونالډو په خپل تاریخ کې ۵۱م هیټریک وواهه، او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۴م ګول وواهه.

د یادونې وړ ده چې په فوټبال نړیوال جام کې نن ورځ درې لوبې ترسره کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې به استرالیا د فرانس پر وړاندې په ۲:۳۰ بجې، ارجنټینا د آیسلینډ بر وړاندې په ۵:۳۰ بجې، پیرو د ډینمارک پر وړاندې د شپې په ۹ بجې او کروشیا د نایجیریا پر وړاندې د شپې په ۱۱:۳۰ بجې سیالۍ ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د