fbpx

د طالبانو اوربند کوم حقائق رابرسیره کړل؟

جاوید علي خیل

د طالبانو مشرتابه د کوچني اختر د دریو ورځو په مخه په ټول هیواد کې اوربند اعلام کړی دی. د دې لیکنې تر مهال د اوربند دوه ورځې پوره کیدونکې دي. هغه څه چې له دې اوربند سره ثابت او په ډاګه شول په دې لیکنه کې ورته په لنډو اشاره کوو.

اسلامي امارت واحد او متحد صف دی

دا ډیر کلونه رسنۍ تبلیغات کوي چې طالبان واحده ډله نه ده، بلکې په دې کې د پلانۍ او پلانۍ شورا ګانو په نوم جلا ډلې او ګروپونه دي. یو وخت مې د یوې حکومتي ورځپاڼې مقاله په یاد ده چې لیکلي یې و، یوازې په نورستان کې لس مختلفې ډلې جنګیږي. امریکایانو او ملګرو یې هم د سولې په اړه بهانه کوله چې طالبان متحده ډله نه ده چې دوی ورسره مذاکرات وکړي.

اما دې اوسني اوربند ثابته کړه چې دلته له بدخشان تر نیمروزه او له هرات تر  خوسته د اسلامي امارت په نوم یوازې یوه ډله ده چې د امریکایي اشغال په مقابل کې جهاد کوي. په دې صف کې نه خو متعدد قیادتونه شته او نه هم د فرمان او قومندې بیلابیل مراجع . همدا یو اسلامي امارت دی، یو یې امیر دی، یو یې قیادت دی، یو یې حکم او فرمان دی او چې کله یې د اوربند په اړه فرمان صادر کړ، نو موږ ولیدل چې د هیواد په ۳۴ ولایاتو کې په متحد ډول سنګرونه خاموش او د ټوپکو خولې بندې شوې، نه خو چا سرغړونه وکړه او نه هم د کوم شخص، ډلې یا ګروپ په عنوان دا خبره وشوه چې موږ  جلا ډله یو او دغه د اوربند فرمان نه منو. مطلب دا چې له دې وروسته هیڅوک حق نلري چې ووایي طالبان بیلابیل ډلې دي، یا دلته د طالب تر عنوان لاندې بهرني او د مختلفو هیوادونو ګروپونه جګړه کوي. طالبان متحد صف دی چې یوه یې تګلاره او یو یې قیادت دی او دا خبره اوسني اوربند په ښه ډول ثابته کړه.

اوربند او د عامو طالبانو بې ساری اطاعت

د افغانستان په سیاسي تاریخ کې داسې ډلې خورا کمې پیدا شوې چې قیادت دې په پیروانو بشپړ تسلط او واکمني ولري. همدا اوس موږ وینو چې د ولسمشرۍ له عنوان سره سره د اشرف غني فرمان په څو سوه متره آخوا سپیدار ماڼۍ کې نه چلیږي. مګر د طالبانو مشر شیخ هیبت الله صاحب چې یوازې د کاغذ پر مخ د اوربند امر صادر کړ  نو د هیواد په لر اوبر کې له کشره تر مشره، له نظامي تر ملکي، له قومندان تر عامو افرادو ټولو ورته لبیک ووایه او په سر سترګو یې قبول کړ.

داسې یوه ډله چې د خپل دوه نیمي لسیزې عمر ډیره برخه یې په جنګونو کې تېره شوې، د اوربند هیڅ سابقه او تجربه نلري.  اومجاهدین یې همدا اوس له مخالف اړخ سره د جګړې په سنګر کې واقع دي. خو کله چې د خپل مشر لیکلی فرمان ورته رسیږي نو د سنګر مجاهدین یې خپل جنګي مزاج یوې خوا ته ږدي او په ټول اخلاص سره د خپل امیر د اوربند امر پر ځای کوي.

دا کومه وړه خبره نه ده، دا وړ نظم نه خو د دنیا د معاصرو پوځي ستراتيژیو په وس پوره دی او نه هم د مخالف اړخ له ادعاء سره سم کوم استخباراتي لاس داسې نظم را پنځولی شي. دا نظم یوازې په روحي او معنوي تړاو، اخلاص، للهیت او د قرآن کریم د دې آیت په مفهوم باندې بنا دی چې مسلمانانو ته وایي( و اطیعوا الله و اطیعوا الرسول و اولی الامر منکم….) دې بي ساري اطاعت د طالبانو دیني او معنوي حقانیت نور هم ثابت کړ.په دې سره ولیدل شول چې د اسلامي امارت مجاهدین د مادیاتو، اشخاصو، شخصي انګیزو او نورو دنیوي تړاوونو لپاره نه جنګیږي. بلکې یوازې د الله تعالی د دین لپاره جنګیږي، یوازې د دین په هدایاتو عمل کوي، د دین له لارښوونو سره سم د خپل قیادت امر منل پر ځان واجب بولي او پرته له ځنډه یې په ټول اخلاص مني.

طالبان سپین سپیڅلي متدین خلک دي

دا شل کاله د غرب رسنۍ د خپلو راډیویي تبلیغاتو، فلمي اصداراتو، کتابونو، ټیلویزوني راپورونو او حتی ناولونو او د ادب او ژورنالیزم د بیلابیلو ژانرونو په توسط همدا تبلیغات کوي چې طالبان د افغانستان او نړۍ خلکو ته له انسانیت ماوراء د بل وړ موجوداتو په حیث وروپيژني.

دا شل کاله رسنیو همدا ویل چې طالبان سړي خواره دي. له ځان پرته بل چا ته د ژوند حق نه ورکوي. په مینه، محبت، انساني تعامل او خبرو نه پوهیږي.  له ښاري انسانانو یې کرکه کیږي. که د ښار شیک پوشه ځوانان د طالبانو سیمو ته لاړ شي نو سمدستي وژل کیږي حتی ځینو راډیو ګانو خو د طالبانو د شهرت مسخ کولو لپاره داسې القاب هم جوړ کړل چې دغه ډله خلکو ته له عادي انسانانو جلا د یو بل وړ مخلوق په حیث ورمعرفي کړي.

مګر په تیرو ورځو کې چې په افغانستان کې اوربند و په بیلابیلو سیمو کې د ښارونو خلک د طالبانو سیمو ته لاړل، دغه راز ځیني طالبان د ښارونو څنډو ته لاړل او د اختر لمونځونه یې له ښاریانو سره اداء کړل. د ښار خلکو ولیدل چې طالبان د دې هیواد تر ټولو سوچه او د اسلام او افغانیت په ترازو تر ټولو پوره ختلي خلک دي.

هغوی د بیاباني غاټولو په څیر د هیواد په کلیوالي طبعي چاپیریال کې د سوچه فرهنګ، سوچه ژبې، سوچه آب و هوا او صفا چاپیریال په غیږ کې پیدا او رالوی شوي دي. هغوی د نسب او حسب دواړو په لحاظ اصل دي.د هغوی خټه د اسلام او افغانیت له سوچه عاداتو جوړه ده. د هغوی ګلورینې ځوانۍ په سیمه او نړۍ کې بې سیاله دي.د هغوی اخلاق د اسلام له سپیڅلو هدایاتو سرچینه اخلي. هغوی د مینې، وفا، غیرت، میلمه پالنې او اخلاص سمبولونه دي. د اختر د ورځو اوربند په حقیقت کې د غرب په ټولو تبلیغاتو د بطلان کرښه راتیره کړه. خلکو په خپلو سترګو ولیدل چې طالبان تر کومه حده معیاري انسانان او مخلص مؤمنان دي.له دې وروسته به د هیچا زړه ته د غربي رسنیو هغه تبلیغات ونه لویږي چې طالبان بې تهذیبه خلک بولي او د اروپا دقرون وسطی  له ځنګلي انسانانو سره یې تشبیه کوي.نور باید د ازادۍ راډیو نطاقانو د طالب د بدنامولو لپاره ستوني ونه شلوي ځکه افغانان پوه شول چې طالبان څوک او څنګه خلک دي.

د آی ایس آی او پنجابي توب الزام

رښتیا، هغه پنجابیان څه شول چې دا اوولس کاله یې رسنیو او دطالبانو مخالفینو حکایت کاوه؟ هغوی د اختر په ورځو کې په ځمکه ننوتل او که په هوا والوتل؟ ځمکه او فضا  خو د امریکایي څارګرو تر پوښښ لاندې ده. د اختر په شپو کې خو د هیواد بیلابیلو سیمو خلک د طالبانو تر واک لاندې ساحو ته لاړل. مګر نه کوم چا چیرته پنجابی ولید او نه یې د آی ایس آی د جنرال یا ډګروال په اړه راپور ورکړ. خلکو ولیدل چې طالبان د همدې وطن خلک دي. د وطن په ژبو خبرې کوي. وطني عادات، رنګ او فرهنګ لري. نه خو په کې چا د پردیتوب یوه علامه کشف کړه او نه یې هم د طالبانو په منځ کې د بهرنیو مشاورینو او جنګیالیو د شتون په اړه خبر ورکړ.

اوس چې دغه خبره هم ثابته شوه چې طالبان پنجابیان نه بلکې سوچه افغانان دي. نه پوهیږو طالب ضد مطبوعات چې یوازې د خپل احمقانه ضد او عقدې په ټټو سپاره دي. د خپلو تیرو شل کلنو تبلیغاتو توجیه او جبیره به څنګه کوي؟ خپلو لیدونکو او اوریدونکو ته به په کوم مخ او پوزه ورمخ کیږي. دا چې اوریدونکې یې پوه شول چې د طالبانو په اړه شل کاله ورته دروغ ویل شوي، آیا دغه رسنۍ به په راتلونکې کې هم ددغسې دروغو جرئت وکړي؟

دغو مطبوعاتو ته مشوره دا ده چې نور له دغسې بې بنیاده او خندوونکو تبلیغاتو لاس واخلي. طالبان چې په نن عصر کې د استقلال او خپلواکۍ امامان بلل کیږي، عقل یې نه مني چې د کوم بل چا( هغه هم د پنجاپي) د غلامۍ کړۍ دې په غاړه قبوله کړي. طالبان چې د حریت او خپلواکۍ مینې ته یې دنړۍ جنرالان تسلیم شوي په دغسې پوچو تبلیغاتو یې هیڅوک نه شي بدنامولای، نوځکه باید له دغسې بې اساسه تبلیغاتو اجتناب وشي.

 

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

علی خیل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ډیرو ښو ټکو ته مو اشاره کړی، د طالبانو له خوا اوربند ځانته سپیڅلتیا او د خپل اولس سره د سولی د سنګر د یووالی په ماهیت او د کابل د غلامی اداری اوربند فتنه او اشغالګرو په قومانده تر سره شوی زړه یی وو که طالبان هم ورته غبرګون یا شین سیګنال ونه ښایی دوی به له خپل اوربند د طالبانو په ضد د یوی تبلیغاتی مانوری په حیثیت کار واخلی او اولس [ چه د طالبانو سره د هډوکی او پوستکی یا د نوک او اورۍ حیثیت او ماهیت… نور لوستل »