تر درې ورځني کامیابه اوربند وروسته د طالبانو خبرپاڼه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددوی اوربند د کابل حکومت د اوربند په مقابل کې نه بلکې د ولس د هوساینې په خاطر وو چې نن ماښام به پایته ورسیږي.

په خبرپاڼه کې طالب جنګالیو ته د پخوا په شان د «بهرنیو اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو» پر ضد د بریدونو امر شوی دی.

دا اوربند چې د افغانستان په اوږده جګړه کې لومړۍ تجربه وه، د هیواد په سرتاسرۍ کې يې د امنیت یوه بې سارې فضا جوړه کړه او په ډیرو ځایونو کې وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونه سره ولیدل او یو ځای یې اختر ولمانځه.

د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني له خپلې لوري اوربند تمدید کړ او د ۴۶ بندیانو د خوشي کولو ژمنه یې وکړه.

د کتونکو په باور که حکومت پر خپله وعده ودریږي او له خپله اړخه اوربند ته ادامه ورکړي نو بیا به هم د ملکي تلفاتو کچه ډېره را ټیټه شي او د طالبانو تر لیکو شاته به چاپې او بمبارۍ ودریږي چې په مجموع کې به ملکي تلفات او د جګړو توندي را ټیټه شي.

طالبانو په خپلې خبرپاڼې کې لاندي ټکو ته هم اشاره کړې: (کټ مټ متن):

په تیرو دریو ورځو کې د اوربند په ښه توګه تطبیق لاندې ټکي ښکاره او په ګوته کړل:

ــ دا خبره ثابته شوه چې اسلامي امارت د روان جهاد او مبارزې واک او قوت په اختیار کې لري، هیڅ بهرنی لاس نشته ورسره، صف يې متحد او یو موټی دی، چې د اوربند په څیر مهمو موضوعاتو په اړه هم پریکړه کولی او عملي کولای شي.

ــ اسلامي امارت د کابل ادارې ټولو نظامي او غیر نظامي افرادو ته یو ښه فرصت ورکړ چې د اسلامي امارت مجاهدین په صحیح معنا وپيژني او د امریکايي ملاتړ څخه لاس واخلي، ترڅو مو هېواد د بهرني اشغال له شر څخه وژغورل شي او په ټول هېواد د اسلامي نظام اقامې ته لاره پرانستل شي.

ــ په تیر کې زموږ دښمنانو تبلیغات کړی وو چې په افغانستان له دوی سره شل ډلې جګړه کوي او یاداچې اسلامي امارت یوه خوله او یو صف نه دی، مګر اوس ټولو ته د لمر په ډول څرګنده شوه چې دا ادعا غلطه وه او دجهاد په صف کي متعددي ډلي نشته، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د جهاد رهبري په لاس کې لري او افراد يې کلک اطاعت کوي.

ــ د اسلامي امارت لخوا د اوربند اعلان، عملي کیدو، له مجاهدینو څخه پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي دا خبره ښکاره کړه چې د اسلامي امارت او ځوریدلي اولس داعیه یوه ده، ټول د بهرني اشغالګرو وتل او د اسلامي نظام اقامه غواړي.

ــ د اسلامي امارت لخوا ټولې پریکړې د شریعت په اساس او د اولس په ګټه ترسره کیږي، د هېواد بشپړه آزادي او دلته د سوچه اسلامي نظام اقامه زموږ د شریعت حکم او د ملیونونو شهیدانو، یتیمانو، ګونډو او بورو تر ټولو لوړ آرمان دی چې په هيڅ ډول او د هیڅ امتیاز په بدل کې به پرې معامله ونشي.

ــ امریکايي اشغالګر جهت نور باید حقائق درک او ومني، له بې ځایه سرتمبګۍ څخه دي لاس واخلي، د روانې معضلې د هواري لپاره دې مخامخ له اسلامي امارت سره د دیالوګ لاره غوره کړي اوخپل اشغالګر ځواکونه دي له افغانستان څخه وباسي.

ــ ټول هیوادوال او مجاهدین دې خبر وي چي د کابل له ګوډاګۍ ادارې سره هیڅ راز ښکاره او پټ مذاکرات جریان نه لري، په دې اړه چې مخالف لوری څومره بي اساسه تبلیغات او دعامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، هغه نور هم روان بهران پیچلی کوي او د سولې په اړه د ګټي په ځای تاوان کوي.

8
تبصره وکړئ

avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

السلام عليکم ورحمة الله ! دغه خبري مي په نورو رسنیو کې ولوستلې، خو باور مي نه په کېدی، خو اوس چې مي دلته ولوستلې سخت يې وزورولم. په غه خبر پاڼه کې سوي خبري د منطق او اسلامي غرا شريعت سره سر نه خوري. په دغسي مهال او حالت کې دغسي تصميم د اسلام لارښوونو او د هيواد لوړو ګټو او د هيواد د رښتينو خاوندانو(خلکو) هيلو او غوښتنو ته د پام نه کولو معنا لري. ستاسو له دغي خبرپاڼې څخه څرګندېږي چي ستاسو له دغو درو ورځو څخه زيات پر ولس باندې هوسايي نه ده پېرزو. عجيبه ده… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

محترم مولوی عبدالمالک همت صاحب السلام علیکم .له سلام څخه روسته ،نیکی هیلی.او د تیرشوی اختر درته مبارکی وایم،د ستا سو تبصره سره کاملا زه موفق یم.او د ستاسو دا خبره می بل ځای ولوستله،چه غوټه په لاس خلاصیږی ،خوله ته دغوټی وړل ضرورت نشته.دبیلکل تاسو حق په جانب یاستی.کوم هدف چه په اسانه تر لاسه کیږی ولی اوږده او خطر ناکه لاره غوری شی؟هره لیکنه او هره تبصره د د عام ولس غږ دی.له الله ج څخه درته اجرونه،روغ صورت.اوږد عمر.او کامیابی درته غواړم،والسلام

حکمت او شهامت
میلمه
حکمت او شهامت

د دجالی ظهوری پیړۍ کی طالبان د الله ج خوښ کړی شوی، پیاوړی او سپیڅلی لښکر دی د دوی د هر اړخیزو کړنو په اړه چه څوک ارزونی کوی هغوی باید پوره پوهه او تقوی ولری، د نړی تر ټولو لوی او اخری دجال که ورته سجده نه کوی دغه انسانی شیطان د هغه جنی شیطان ( ابلیس ) سره ورته دی چه ادم ع ته یی دالله ج په امر دتعظیم سر ښکته نه کړو . خو جنی شیطان ( ابلیس ) زمونږ دانسانانو له جنسه نه وو او نه یی مونږ سره ګډه او ګډ مخرجونه درلودل خو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

کاش چې طالبانو خپل کامیابه اوربند د لوی اختر تر څلورمې پورې په مشروط ډول غزولی وای:

اول شرط: د طالبانو ټول اسیران به د اوربند په اوږدو کې ازادیژي.
دوهم شرط: له امریکایانو سره شوی امنیتي تړون به لغوه اعلانیژي
دریم شرط: امریکایان به د ملګرو ملتونو په ضمانت د یوې میاشتې په اوږدو کې د خپلو یرغلګرو عسکرو د بشپړ وتلو اعلان کوي او د وتلو د پای نېټه به له طالبانو سره د مذاکراتو په جریان او موافقې سره ټاکي.

نکته: د وتلو د پیل نېټه کله هم د بشپړ وتلو په معنی نه شي تعبیریدلای.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب سلامونه می ومنۍ ! ستاسی ستاسی لوی اختر ته د طالبانو د اوربند د غځیدو وړاندیز می هم خوش شو او معقول شرایط دی ورته وړاندیز کړی اوس هم ناوخته نه دی زه وایم که همدا وړاندیز مو د طالبانو رسمی رسنیو یا ذبیح الله مجاهد په واسطه ورسوی کیدی شی چه خوښ یی شی او لا ورباندی فکر وکړی چه عملی بڼه کی څومره ممکنه ده . خو طالبان به ورسره ممکن یوه ستونزه ولری او هغه دا چه د طالبانو یووالی په یو عقیدوی او احساساتی محور څرخی یعنی د یو حکومت په حیثیت زور ورسره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په هغه کچه چه همیت صاحب څه لیکلی تر ډیره کچی ورسره توافق نه لرم همت صاحب عالم شخصیت او ښه عقیده لری مګر کله کله پوره حوصله نه لری ډير ژر سور خط کاږی زما نظر دا دی چه خپلی نیوکی د طالبانو سره د هغوی د قناعت د پاره سری شریکی کړی او لا به همت صاحب قانع کړی په دی ډول به د اسلام دشمنان د همت صاحب له دی نیوکو د مجاهدینو په ضد ناوړه استفاده ونه کړی شی الله ج دی وکړی چه همت صاحب خوابدی نه شی که خوابدی کیږی مخکی له مخکی تری… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

درنو دوستانو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ! زما پر ليکنه باندې ستاسو تعليقات مي ولوستل. لوی څښتن سبحانه د هر چا په سر کې د درک او پوهي بېل بېل ماغزه او استعدادونه ايښي دي او هر يو له خبرو او په تېره له ليکنو څخه د خپل خدای ورکړي استعداد سره سم اخيستنه کوي. او بيا دغه اخذ د خپل استعداد سره سم يا په آساني او سمه توګه، يا په مشکله، يا په نيګړي ډول څرګندوي او يا يې ليکي. بله خبره هم ده. منطقي او د تعقل سره سمه خبره هم آسانه بيانېږي او هم په… نور لوستل »

عماد
میلمه

خدای ج ښه پوهیږي خو زما په نظر طالبانو امریکا څملولې وه چې بیرته ېې پریښوده، طالبانو باید اور بند په مشروط ډول غزولی وای، امریکا پلوي وايي طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو د پاتې کیدو لامل شوي ،طالبانو د اور بند په غزولو سره له امریکا او امریکا پلوو دا پلمه اخیستلی شوی، نن که جګړه کیږي ټول طالبان ملامتوي ځکه له سولې وروسته ېې بیا حکړه پیل کړه خو که د بهرنیانو د وتلو د مهال ویش د اغلان په شرط طالبانو اور بند غزولای وای د نه اعلان په صوزت کې ېې د جکړې د پیل… نور لوستل »