اوربند او غبرګونونه

انعام الله احمدزی

د اوربند په اعلان سره طالبانو څه ثابت کړل؟

د طالبانو له لوري اعلان شوی اوربند هغه شکونه، ابهامات او تورونه غلط ثابت کړل چې د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې به د دوی په خلاف د مختلفو جهتونو له لوري تبلیغ کیدل. د طالبانو اوربند لاندې ټکي واضح کړل.

• د طالبانو یووالی، نظم او د خپل امیر اطاعت

• د واقعي سولې لپاره د طالبانو لیوالتیا

• د خپل ولس او هیواد سره مینه

• استقلالیت

• واضح موقف او پالیسي (د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قیام)

اوربند ته څوک صادق پاتې شول؟

که څه هم په مطبوعاتو کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرل نیکولسن د ولسمشر غني د اوربند څخه ملاتړ ښکاره کړ او ژمنه یې کړې وه چې دوی به په طالبانو بریدونه نه کوي لاکن د راپورنو په اساس د اوربند پدې موده کې د ګډو ځواکونو له لوري د افغانستان په مختلفو برخو کې په طالبانو شپني عملیات، چاپې او بمبارونه تر شوي دي.

د اختر په لومړی ورځ آزادی رادیو د دفاع وزارت د ویاند محمد رادمنش په حواله لیکلي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا اعلان شوی اوربند تردې مهاله په کامل ډول مراعت شوی دی. همدارنګه د طالبانو له خوا د اوربند نه یوه ورځ مخکې د جون په ۱۳مه نیټه نوموړي طلوع تلویزون ته ویلی و چې په مجموع کې په ټول هیواد کې د مخالفینو له لوري په تهدیدونو کې ۷۰ فیصده کموالی راغلی دی. دا ددې ښکارندوی هم کوي چې په افغانستان کې روان جهادي بهیر تر یو قیادت لاندې روان دی او د ۲۰ مخالفو ډلو خبره محض تبلیغات دي چې هدف یې د بهرنیانو شتون لپاره زمینه سازي ده.

په اوربند څوک خوشحاله او څوک خفه دي؟

افغان ولس له دې اوربند څخه خوښي څرګنده کړی او دوی ته پکښې د دایمي سولې د لمر وړانګې ښکاري. لاکن د هیواد دننه او بهر بعضې داسې کړی شته چې هغوی پدې درې ورځني اوربند خفه دي. د اختر په لومړی ورځ استاد عبدالرب سیاف ویلی چې په اوربند خفه دی، روانه جګړه حرامه ده او طالبان باید خپلې وسلې پرځمکه کښیږدي. په هر صورت پکار دا وه چې د پخواني جهادي او غیر جهادي مشرانو له لوري ددې درې ورځني اوربند پراخ ملاتړ اعلان شوی ځکه چې سوله د ولس غوښتنه ده او پدې کې د ټولو ګټه نغښتې. که ژور فکر وشي نو په سوله کې د هغو کسانو ګټه هم ده چې د دوی په ګمان سوله به د دوی ګټو ته تاوان ورسوي.

د هیواد نه بهر هم د سولې مخالفین وجود لري. د جون په ۱۶مه نیټه د نیدرلینډ هیواد اعلان وکړ چې په مالي کې د دوی ماموریت پای ته رسیدلی او غواړي چې دغه عسکر افغانستان ته واستوی. همدارنګه د ناټو د نورو غړو هیوادونو له لوري هم افغانستان ته د اضافي عسکرو په استولو سره افغان ولس د دوی په ژمنو او خبرو لا بې باوره شوی دی.

وروستۍ خبره:

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له موقت صدراعظم نصیر الملک او د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره ټلیفوني خبرې کړی دي او د پاکستان د طالبانو د مشر ملا فضل الله وژنه یې تائید کړی. نوموړي پدې خبرو کې یو ځل بیا پدې ټینګار کړی چې پاکستان باید د مذاکراتو میز ته د طالبانو حاضرولو لپاره عملي اقدامات تر سره کړي. دداسې تکراري غوښتنو په اساس حکومت یو ځل بیا کوشش کوي ترڅو د خلکو ذهنونه بل خوا واړوي او د سولې د مسئلې د حل لاره نوره هم پیچلې کړي. طبعي خبره ده چې د سولې په برخه کې به د پرمختګ په ځای بیرته شاتګ کوو. اوس بهتره دا ده چې بهرنیان د خپلو عسکرو وتلو لپاره مهال ویش اعلان کړي ترڅو مخامخ خبرو او دایمي سولې لپاره لاره هواره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د