جاپان: زلزلي دروند مالي او ځاني زیان اړولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸غبرګولي ۱۳۹۷ل): نن سهار د جاپان هېواد ځیني ښارونه زلزلې ولړزول چې په ترڅ کې يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د رويټرز آژانس د خبر له مخي، د ياد هېواد په اوساکا ښار کې د زلزلې له کبله دا مهال د څلورو کسانو مړي موندل شوي او تر دوه سوه زيات ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د زلزلې د شدت له کبله لسګونه ودانۍ نړېدلي او د څه کم دوه سوه زره کورونو برېښنا او نوري آسانتیاوي پارچاو شوې دي.

د جاپان د هوا پيژندنې ادارې ويلي، د زلزلې شدت د ریختر په حساب 5.3 درجې اټکل شوی او مرکز يې د یاد هېواد جنوبي ولايت ګونما کې د ځمکې لاندې په شل کيلو مترۍ کې ښودل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې مسئولان وايي، د جاپان د پلازمينې په شمول په ديارلس ولايتونو کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

جاپاني چارواکو ویلي، د زلزله ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستو لپاره بيړنۍ مرستې پيل شوي دي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د