fbpx

امریکا د طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی ښودلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸غبرګولي ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په نوم یوه خبرپاڼه د اختر پر دوهمه نشر کړه او په هغه کې يې د حکومت او طالبانو له لوري اوربند ته هر کلی ویلی.

نوموړي په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د اشرف غني له لوري د اوربند غځول او د سولې د پروسې پیلول تاییدوي.

مایک پمپیو وویل چې د اشرف غني د خبرو په تایید دا مهمه ده چې د سولې په مذاکراتو کې د بهرنیو ځواکونو پر پاته کېدو او سرنوشت به هم خبري کیږي.

دا په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امادګي ښودلې چې دوی په دغه سي مذاکراتو کې نه یوازي همکاري او اسانتیا برابرولو ته چمتو دي بلکې د ګډون کوونکو په توګه یې هم امادګي ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان په سوله کې نه یوازي د حکومت سره همکاري ته تیاره ده بلکې د طالبانو او د افغانستان د ټولو خلکو سره خبرو او همکاري ته اماده ده تر څو په افغانستان کې سوله او امنیت راشي.

د کتونکو په باور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په نامه دغه سي یوه خبرپاڼه کې د طالبانو سره د خبرو او همکاریو اشارې په دې مانا دي چې هغوی د طالبانو د غوښتنې سره سم مخامخ خبرو ته اماده دي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې غواړي د خپل سیاسي دفتر له لارې لومړی خبرې د امریکا سره وکړي ځکه چې د افغانستان اصلي واکمن همدوي دي، هیواد یې اشغال کړی او د سولې او امنیت په وړاندي همدوی لوی خنډ دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

دا چه امریکا مستقیم خبری کولو ته تیاری ښودلی دی.او همدا هم ستاسو غوښتنه وه.نو دا فعلی جنګ ته څه حاجت دی؟خبره خلاصه ده،زر تر زره د خبری ځای او نیټه وټاکی،بسم الله کړی خبری وکړی،که له خبری څه راووتل نو ښه په ښه.که خبری نتیجه ورنکړه ،نو بیا جنګ ته مخه کړی،که کوم بل څه مو په زړه کی وی هغه هم راو باسی.

افغان
میلمه
افغان

اسلامی حکم دا دی چه کفارو ته سولی وړاندیز له خدی امله مه کوی چه ستاسی مورال په راښکته او د هغوی لوړیږی، خو که هغوی درته د سولی رشتونی وړاندیز وکړو ویی منۍ مګر په احتیاط ورسره چلند لری هغوی چه د خبل خالق سره دروغچن او درغلی کوی د تاسی سره یی هم کوی کفار ډیر ځله هغه څه چه په جنګ کی یی نه شی ترلاسه کولای په سولو او روغو جوړو کی یی ترلاسه کوی . دا چه د پورتنی تبصری افغان ورور لیکی چه امریکایان سولی ته تیاری ښودلی طالبان دی بی له ارزونو او… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

افغان صیب خبره دې نه يواځې ددین له نظره درسته او صحیح ده، بلکې د زمانې د چل ول له کبله هم درسته ده ! اور بند يانې څه ؟؟ په زور راغلي دي بیرته د لاړ شي ! دا منافقین په ( توده کې سړه جوړوي چې بیخي غلط کاردی ) او د طالبانو جنګي اخلاق ضعیفه وي او اشغالګرو ته په دې موده کې نور وخت ورکوي چې د فاسد رژیم پښې ټینګې کړي او اشغالګر دراتلونکي پلان لپاره نورې لارې جوړې کړي !! طالبان باید اشغالګرو او مذدورانو ته یې وخت ور نکړي چې په ارام بستر… نور لوستل »

ایمل
میلمه
ایمل

ښه پوښتنه ده. وان جنحوا للسلم فاجنح لها، و توکل علی الله.
دا اوس چلنج دی طالبانو ته، چې څه کوي.‌

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ایمل صاحب ! طالبان د الله ج بندګان او د الهی نظام پتنګان دی ، د خالق لایزال رضا د مظلوم مخلوق د اوښکو په وچولو او د فاع کی لټوی ، ازادی د ټولو انسانانو حتی حیواناتو حق دی طالبان د دی خاوری خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره په مالو او ځآنو د قربانی ډګر کی جنګیږی او د امریکا په مشری د تولی نړی د غلامانو او بادارانو سره په جنګ کی دی که د الله نصرت او ملتیا نه وی د دغه لوی نړیوال استعمار سره یوه ګړۍ مقاومت هم قهرمانی ده او طالبانو ورسره… نور لوستل »

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

افغان صاحب.زما نوم وګوره.سوله او اوربند دی.طالیب می زړه دی،ملی پولیس می ځیګر دی،ملی اردو عسکر می سر دی،زه د یو وژل هم نه غواړم،هیڅ یوه ته چکچکی او شعار هم نه ورکوم،سوله غږ امریکا (کافر)را باندی کړی ،او سوله غږ ته د یو مسلمان په صفت هو وایم.د سولی خبری که امریکا او بل سره وی کړم،په سوله کی کومه ورکه ،سپکه،نشته.په جنګ کی هم ورکه هم سپکه ده،لکه ته چه د جنګ د لاسه لندن ته مسافر او کفارو ته د پناه وروړه،فکر کوم د خبری کړل درول.دا هر څه د هغه افغانانو ونډه ده ،څوک چه دلته… نور لوستل »

ااقبال
میلمه
ااقبال

سوله، اوربند صاحبه، اوسنی تپل شوی حکومت کوم ګوند یا تنظیم نه وو چه په انقلاب ، ټاکنو او لا په کودتا یی سیاسی قدرت ترلاسه کړی او طالبان یی په حقه او یا ناحقه په ضد وسلوال پاڅون کړی وی. تر دی اداری برونی کمونستی اداری هم څه ناڅه مشروعیت درلود له روسانو غیره ی کودتا وکړه او بیا ورسره روسانو مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ جاری کړو . مګر دغه اوسنی اداره له اوله له حمهور ریسه نیولی تر وزیرانو له امریکا او اروپا راوړل شول ( سکولریستان ) او هیواد کی پرونی غوښی او چاړه اخوانیان، کمونستان… نور لوستل »

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

اقبال صاحب. طالیبانو هم په زور سره قدرت ونیو،اوسنی حکومت د امریکا په زور راغی ،او پخوانی حکومت د پاکستان په زور،فرق یی څه شی دی؟زموږ د کلی کمونستان چا په خیرات کی نه پریښودل،کله چه طالیبان پیدا شول ټول یی په خپله ډله کی شامل کړل،کمونستانو هم اوږدی اوږدی ګیری پریښودی او په پوره صداقت سره د طالیبانو ملاتړ وکړ،په زور راغلی حکومت په زور چپه شو.مهمه نه ده چه چا چپه کړ،په زور حکومت نه کیږی،تیر تاریخ ته وګوره ،فقط او فقط سوله افغانستان کی ارمغان راوړلی شی،د ټولی ډلی په خوښه.جنګ جګړی ته خوشحالی مه کوه.پناه به… نور لوستل »

ااقبال
میلمه
ااقبال

اوربند صاحب ! تاسی د کره معلومات تر لاسه کولو هڅی وکړی . مفسدین او مجرمین خلع کول جهاد او هر چیری اړینه خبره ده تاسی داتیاوومی لسیزی د اخوانیانو او کمونستانو کړنو ته لږ څیړنه او پلټنه وکړی چه هیواد یی په شمال او جنوب ویشلی وو . طالبانو هیواد له ملوک الطوایفی او مجرمینو ووژغورو د ادی په ځای چه ورته شاباس ووایاست ولټه خبره کوی وحدان به مو ملامته کړی. طالبان مجرم نه جرم سره نفرت لری کمونستان مجرمین او جرم یی کمونیزم وو ، هغه کمونستان طالبانو په ټیټو پوستو کی پریښی وو چه له کمونیزم… نور لوستل »