د کامیابه اوربند وروسته را ټوکېدلي مهمې پوښتنې

لیکوال: اسد افغان

۱- د اختر اوله د اوربند په برکت د افغانانو د خوښۍ په دومره زیات شمیر عکسو او ویډیوګانو کي ولي کوم پنجابی روسی، ایرانی چا ونه لیده؟

۲- مطبوعاتو ویل چي د طالبانو په لیکو کي دروس، ایران او پاکستان فوځیان موجود دي، قومنده یې هم د هغوی په غاړه ده او دا اوربند خو د هغوۍ د ګټو خلاف ده ولي په دا اوربند کي داسي بې مزاحمته پاته شول؟

۳- ښه! داخارجیان خو مه ښوروئ موږ خو له ازادي، بي بي سي اوریدل چي طالبان په څو ډلو ویشلي لکه د نیازي، محمد رسول، او داسي نور سخت دریځي او نرم دریځي طالبان، نو بیا ولي په دا اوربند کي ټول په یوه خوله شول او د یو امیر شیخ هبة الله صاحب په امر یې په ټول افغانستان کي د اوربند پابندي په ښه نظم وکړه؟

۴- او دا مو هم اوریدل چي طالبان دسولې مخالف دي او اوسنۍ اداره موافق. نو که د سولي مخالف واي، نو نن ورځ خو به اقلا دوئ په خپلو کورو ناست واي او د اشرف غني چارواکي او پولیس به پسي ورتلل چي اختر مبارکي ورکړي خو برعکس طالبان ډیر ډاډه راغلل او داشرف غني په ساحه کي یې وطنوالو اوچارواکو ته د اختر مبارکي ورکړه لکه چي په عکسونو کي مو ولیدل.

۵- بل مو اوریدل چي طالبان ورور وژنه کوي او په ملکي خلګو او ملکي تآسیساتو بریدونه کوي نو نن خو د اختر ورځ وه ښه چانس یې درلود ولي یې دا کار ونکړ؟

۶- دحامد کرزي له وخته بیا تر دغه اوس پوري چارواکي داخبره کوي چي دطالبانو ادرس ندی معلوم چي موږ مذاکرات ورسره وکړو، نو دغه په ډلو ډلو طالبان چي موږ د اوربند په ورځو کي ولیدل دا له کوم ادرس نه را پیدا شول؟

۷- ښه دا سیاف او هم فکره مخلوق چي یې داڅلویښت کاله نعرې وهلې چي موږ سوله غواړو او ازاد افغانستان. نو نن یې ولي د سولي په اول قدم چي اوربند وو اعتراضونه وکړل او د راغلیو خارجي قواوو په ضد یې مقاومت نا مشروع عمل وباله ؟

۸- دا چي دامریکایانو له راتک سره سم دا اتلس کاله د راغلیو یرغلګرو په تلویزونو او راډیوګانو موږ ملت ته یوڅه بل څه دخپل حقانیت لپاره ویل د اوربند شپو موږ ته هرڅه برعکس ښکاره کړل نو د دوئ دا پروپاګند ټوله عبث نه شو؟

۹- ایا په اوربند کي دطالبانو او جانب مقابل اخلاص او محبت ددې ښکارندویی نه کوي چي افغانان په خپل منځ کي سره جوړیدای شي خو چي خارجیان ووځي؟

۱۰- داچي امریکایانو دافغانستان داشغال او د ولس د تفرقې لپاره په ټریلینونو ډالرو لګول خو بیا هم د افغانانو په خپل منځ کي دغه د اوربند په موده کي محبت او خوشحالي ته په کتلو سره کومه لاسته راوړنه ولرله ماسیوا د زرګونو افغانانو له شهادته او د وطن له ورانولو پرته؟

۱۱- ایا که افغانستان ته امریکایان نه وای راغلي او طالبان چي هغه وخت په افغانستان یې ۹۵ سلنه حاکمیت درلود له دومره مالي او بدني ضایعاتو سره به موږ مخ شوي وای؟

۱۲- که په اوسني وخت کي وګورو چي طالبان په ۸۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او دا ټول افغانان یی بې له کوم مادي ګټو ملاتړ کوي اوپه تش لاس یعني بې هوايی او زمیني ټکنالوجي دامریکا او ملاتړو مقابله کوي دا موږ ته څه سبق راکوي؟

۱۳- که چیري موږ دا ووایو چي د طالبانو له حاکمیت سره به افغانستان له فلان فلان بشري، مادي، سیاسي رکودونو سره مخ شي نو ایا هغه رکود موژ اوس په دا اتیا سلنه خاوره باندي وینو؟

۱۴- که داشرف غني اداره اوطالبان سره مقایسه شي په سیاسي ، اداري، دیپلوماسي چارو کي. نو په اوسني وخت کي کومه خوا دنظم ډسپلین، وحدت او د یو امیر امر په تحمیل کي پر مخ ده؟

۱۵- دا چي دافغانستان ۹۹ سلنه خلګ مسلمانان دي نو دافغانانو دسوچه اسلامي افکارو، کلتور او د نوامیسو ښه ساتنه کوم طرف کولای شي؟

۱۶- د اوربند په شیبو کي دافغانانو خپل منځي محبت او میني ته په کتلو سره ایا نور په افغانستان د خارجیانو ځای اوضرورت شته؟

۱۷- که امریکا سالم فکر او اډیالوجي ولري او رشتیا هم له مسلمانانو سره بنیادي دښمني نه لري نور باید دلته پاته شي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د