طالبانو په اوربند د عسکرو جنګي انګیزه وننګوله

عاصم مومند

تېره ورځ د طالبانو اختریز اوربند پای ته ورسېد، هغه طالبان چې له دې اوربند څخه په استفادې ښارونو او ولسوالیو ته ورکوز شوي وو، قضا مازدیګر په داسې حال کې له ښارونو څخه ووتل او خپلو سنګرونو ته ورغونډ شول چې په افغان عسکرو یې د خپل ترحم او زړه سوي یوه بې ساري عملي ننداره وړاندې کړه. خو اوس پوښتنه دا ده چې دې اوربند څه پیغام درلود؟ او د عسکرو په جګړییز مورال به یې اغیز څه وي؟

د اوربند پیغام:

د طالبانو اوربند له هیواد او ولس سره د خواخوږۍ قوي پیغام درلود. په حقیقت کې دغه اوربند د طالبانو د سوال هغه ځولۍ وه چې ښار په ښار او ولسوالۍ په ولسوالۍ يې په عسکرو پسې وګرځوله چې نور په خپل ځان او خپلې کورنۍ او بچیانو رحم وکړئ، له هغه صفه راجلا شئ چې له ماتولو پرته یې د هیواد ازادي او استقلال ګټل ناشوني دي.

اوربند د طالبانو هغه خوږمن زړه و، چې د عسکرو تر وژل کیدو وروسته د هغوی په یتیمانو او کونډو دردیږي، اوربند د عسکرو د خپلو یتیمانو بچیانو یبلې پښې او په اوښکو لامده ګریوانونه وو چې طالبانو ورپسې پوستو ته وروړل او په ښار کې يې کوڅه په کوڅه ورپسې وګرځول، ګوندې په خپل حال ورحمیږي او د ناڅیزې متاع په مقابل کې د خپلې کورنۍ راتلونکی تباه نه کړي.

اوربند د طالبانو د زاریو هغې چیغې وې چې عسکرو ته یې په واز کومې ووهلې چې دا جګړه ستاسو خپله نه ده، د پردي هدف لپاره په جګړه کې د سون توکو په څیر استعمالیږئ، طالب د امریکايي اشغال دښمن دی، تاسو یې غولولي یئ او د یو خیالي او وهمي دښمن په ځپلو پسې مو لالهانده ګرځوي.

د سولې فدایان:

د همدې پیغام د رسولو په خاطر د سنګر پرونیو طالبانو دا ځل د سولې په خاطر ځان خطر ته ورکړ، آن د کابل ښار زړه ته ورغلل، له خلکو سره یې د محبت په فضا کې د اختر مبارکي کوله او له خبریالانو سره په خبرو کې يې له بهرني اشغال څخه د هیواد په خلاصون ټینګار کاوه. عسکرو ته یې بلنه ورکوله چې د خپل هیواد په اشغال کې د امریکایانو مرسته مه کوئ، تاسو د اشغالګرو مټې او سترګې یاست، ستاسو په زور د هغوی لپاره د بقا فرصت مهیا شوی، که تاسو نه وای کلونه وړاندې به مو هیواد ازاد او د دایمي سولې له نعمته برخمن وای. او په دې سولییز حرکت سره طالبانو د روانې مبارزې هغه څنډې خلکو ته وروښودې چې مخالفو رسنیو یې تل له خلکو څخه د پټولو او په تورتم کې د ساتلو هڅه کړې.

د عسکرو په جنګي انګیزه د اوربند تاثیر:

په دري ورځني اوربند کې عسکرو او طالبانو یو بل سره ولیدل، اوربند پای ته ورسید خو د عسکرو په زړونو کې يې ګڼې پوښتنې بې ځوابه پریښودې، ایا دا هماغه طالبان وو چې مونږ یې د پنجابي او چیچنيايي په نامه وژنو؟ ولې مونږ د دوی په مقابل کې ولاړ یو؟ ولې امریکایان زمونږ هیواد ته له بمونو او ټانګونو سره راغلي دي؟ ایا هیواد رښتیا هم اشغال دی؟ که اشغال وي نو زمونږ د جګړې انګیزه څه ده؟ ګټه یې چا ته رسیږي؟ هیواد ته او که امریکایانو ته؟ ایا له امریکایانو څخه د هیواد ازادي اخیستل پکار ده؟….. دا او لسګونو نورې پوښتنې به اوس شپه او ورځ د عسکرو په ذهنو او سترګو کې د ځواب په انتظار نیغې ولاړې وي، او طبیعي ده چې د جګړې په انګیزه به یې بې تاثیره نه پاتې کیږي.

دا ځل که عسکر د طالب په وړاندې ټوپک ته لاس کوي د وسلې پورته کولو هغه پخوانی زور به یې نه وي پاتې، د طالب د هغې غیږې تاوده به خامخا احساسوي چې د اختر مبارکي د روغبړ پر مهال یې ترې ګیله کړې وه چې د امریکایانو لپاره مې ولې وژني؟

دا ځل به عسکر په متفاوت فکر چانټه تر ملا تړي، دا ځل چې عسکري خولۍ په سروي او د بوټان مزي ټینګوي خامخا به له ځانه پوښتي چې ولې امریکایانو له سر نه تر پښو په جنګي تجهیزاتو پوښلی؟ د چا وژلو ته یې روزلی؟

اوس چې عسکر د امریکایانو ورکړې دریشي په تن کوي، د بیرته ویستلو تر وخته به ځان د غلامۍ په پوښ کې نغښتی انګیري او ویستلو ته به یې شیبې شماري او په طالب د ډز کولو پر مهال به خپل هغه پخوانی جرئت نه محسوسوي.

اوس که بهرني مشاورین عسکرو ته وايي چې طالب ستا دښمن دی، ستا وژل غواړي، نو عسکر به هرومرو له ځان سره فکر کوي چې طالب ولې هغه وخت زما دښمن نه و چې زه په دې صف کې نه وم ولاړ؟ اوس به عسکر په دې پوهیدلی وي چې طالب یې د وینې تږی نه دی بلکې ده په لوی لاس د هغه نظام ساتنې ته سینه سپر ګرځولې چې اشغال ته یې بستر هوار کړی.

اوس به د عسکرو باور راغلی وي چې د طالبانو په لیکو کې نه کوم پنجابی ولیدل شو او نه چیچنیايي او ایراني. ټول د همدې خاورې بچیان وو او د دې وطن په ژبه یې خبرې کولې. اوس به یې هغه روسی پکتیاوال طالب هم لیدلی وي چې د خپلې سرې او سپینې څیرې له امله د طالبانو روسی سلاکار بلل شوی و، خو په اوربند کې ورسره عسکرو یادګاري انځورونه اخیستل.

اوربند د حکومتي عسکرو لپاره د سوچ بهترین فرصت وه چې په ډاډمنه فضا کې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي چې د چا لپاره او له چا سره جنګیږي؟ مخکې خو د سولې دښمنانو عسکرو ته وخت نه ورکاوه چې طالب مخامخ وویني، د دواړو ترمینځ یې د پروپاګند او تبلیغاتو غرونه درولي وو، خو د طالبانو اوربند د تبلیغاتي رسنیو دغه پرده څیرې کړه او عسکرو ته یې مخامخ ځانونه ورولیدل. طالبانو وښوده چې له خپل ولس سره مینه لري خو اشغال بیل کړي، که د سولې معمولي پلمه هم په لاس ورشي عسکر خپل ځان ته رانږدي کوي او غیږ ورته پرانیزي.

اوس چې عسکرو د مطبوعاتو له وساطت پرته په مستقیم ډول طالب له نږدې ولید نو د جګړې لپاره هیڅ منطق نه دی ورپاتې. اوس چې له امریکایانو سره په ګډه د عملیاتو لپاره وځي لږ تر لږه دې سوچ به یې ذهن نارامه کړی وي چې امریکايي عسکر د کوم وطن دی او طالب د کوم وطن بچی دی؟ زه د چا په څنګ کې د چا په خلاف جنګیږم؟

اوربند د عسکرو د جګړې انګیزه وننګوله او دا هغه څه دي چې د جګړو د لمبو په کرارولو کې اغیزمن پریوځي او د سولې او ثبات اوږد سفر رالنډوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د