fbpx

د طالبانو اوربند او د سياسي فتحې څرکونه

ميرويس هڅاند

د اختر د ورځو اوربند د دواړه لوريو لپاره يوه غټه ازموينه وه. خو د طالبانو لپاره خورا يو غټ امتحان و. هيڅوک نه پوهېدل چې طالب مشران به څنګه وکولی شي خپل جنګيالي تر خپلې ولکې لاندې وساتي او په ټول هېواد کې يې د اوربند لارښوونه عملي شي. افغان او امريکايي چارواکو، بهرنيو رسنيو او شنونکو تل دا ويل چې طالبان يو موټی غورځنګ نه دی، او تر دې چتر لاندې لسګونه وړې او خپلسرې ډلې فعاليت کوي. دوی ته پر دغو ټولو ډلو باندې د اوربند تطبيق ناشونی ښکارېده. د ډېرو په ګومان، طالب مشرانو د اوربند په اعلان سره، هغه هم پرته له پراخ چمتووالي، يو غټ او نااړين خطر پرځان ومانه. خو کله چې د اختر ورځې يو پربل پسې تېرېدې، خلک هېښ پاتې شول چې څه ډول دا اوربند د هېواد په لر و بر کې په برياليتوب سره تطبيق شو. په ښارونو کې د طالب جنګياليو راڅرګندېدلو او عامو خلکو، او آن افغان سرتېرو ته، د سولې پيغام ورکولو د طالبانو ډېر منتقدين د خپلو باورونو بيا کتنې ته اړ کړل. ډېرو ته د لومړي ځل لپاره دا څرګنده شوه چې طالبان هم په اصطلاح د متمدن افغانستان برخه کېدلی شي، او دا چې دوی له خپلو پرونيو رقيبانو سره په ورين تندي د سبا همکاران او ملګري جوړېدلی شي.

امريکا د مذاکراتو په اړه نرمښت ته اړ کېږي

د هېواد په سراسر کې د طالبانو د دسپلين، خپلو مشرانو ته د اطاعت ښوونې او له خلکو سره د مينې او سولې څخه ډک چلند د دې غورځنګ تر ټولو سرسخت دښمن، متحده ايالات، هم دې ته اړ کړ چې له طالبانو سره د سولې په اړه خپل دريځ ته بيا کتنه وکړي. د طالبانو د کامياب اوربند په منځنۍ ورځ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير Mike Pompeo داسې اعلاميه ورکړه چې ښيي امريکا بالاخره له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره کيدای شي چمتووالی نيسي. د پومپپيو اعلاميه په افغانستان کې د مذاکرتو په اړه د متحدو ايالاتو په دريځ کې د ۱۸ کلونو په اوږدو کې ښايي تر ټولو بنسټيز نرمښت وي. په اعلاميه کې په لومړي ځل درې ټکي په نسبتا لوړ صراحت سره ذکر شوي دي:

1. امريکا ضرورتاً چمتو ده چې د بهرنيو ځواکونو په اړه مذاکره وکړي

2. د مذاکراتو په پروسه کې امريکا چمتو ده چې د نړيوالو اړخونو (متحدو ايالاتو ته اشاره) په رول بحث وکړي.

3. امريکا خپله په دغو مذاکراتو کې د فعال ګډون لپاره هم چمتو ده، (نه فقط څارنې يا شاهد په توګه)

تر دې مخکې امريکا هېڅ وخت په دغسې صراحت او ټينګار سره د خپلو ځواکونو په اړه مذاکرې ته چمتووالی نه دی ښوولی. همدا ډول په دې اړه چې په مذاکراتو کې به د امريکا نقش څه وي، تل يې دا ويلي چې امريکا يو بې طرفه اړخ دی، او په مذاکراتو کې د پارټنر يا مسؤل ګډونوال په توګه برخه نه اخلي، بلکې خبرې اترې دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي، دوی به يوازې څارونکي يا شاهدان وي. اما اوس وايي چې دې ته تياره ده چې د خپل رول په اړه خبرې وکړي. په بل عبارت، دې ته چمتو ده چې له پخواني دريځه تېره شي او د جګړې د برخه وال په توګه په مذاکراتو کې برخه واخلي.

راتلونکي ګامونه

که د امريکا نوی دريځ د طالبانو له لورې جدي ونيول شي، د سولې د مذاکراتو لپاره د پرمختګ يو لوی چانس رامنځته کيدلی شي، او د سولې په ټپه ولاړ حالت په چټکه توګه روانېدلی شي. البته دا ټول له دغه تازه راټوکېدلي فرصت سره د طالبانو د چلند پر څرنګوالي او د ځوابي غبرګون په جزياتو پورې اړه لري.

اما په ټوليزه توګه داسې ښکاري چې اختريز اوربند د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره يو طلايي فرصت رامنځته کړی دی. د طالبانو هغه شرط چې تل يې پرې ټينګار کړی چې امريکا دې ورسره مخامخ خبرې وکړي، په پوره کېدو ښکاري، يا لږ تر لږه د پوره کېدو لپاره يې واټن ډېر کم پاتې دی.

داسې برېښي چې اختريز اوربند طالبانو ته د سياسې فتحې لپاره يو بې ساری فرصت په لاس ورکړی دی. په دې برخه کې پرمختګ د دواړو اړخونو په راتلونکو ګامونو پورې اړه لري، چې که په پوره دقت او همغږۍ سره پورته شي، د سولې دروازې پرانيستلی شي. که امريکا واقعا څرنګه چې يې وروسته اعلاميه ورته اشاره کوي، د مذاکراتو په مساله کې جدي وي، نو بيا پنډوسکی د طالبانو په ميدان کې دی. که هرڅه سم پرمخ ولاړ شي، ليرې به نه وي چې په راتلونکو ورځو يا اوونيو کې بالاخره د سولې يوه رښتينې پروسه را وزېږي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ولسمل
میلمه
ولسمل

کشکي طالبانو د اشرف غني په څير دا اوربند نور هم تمدید کړئ وائ خو ولي یی تمدید نکړ، ایا بهرنیو مشاورانو اجازه نه ورکول که څنګه؟

صافى
میلمه
صافى

ولسمل صاحب ستاسو په گمان غني بي له اجازه د بي بي گُلي كوتي ته هم تلي شي؟

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

ولسمل صاحب.بیلکل.بادران اوربند او سوله نه غواړی.او دجنګ دواړه فریقینو کی دومره زړورتیا نشته چه خپلو بادارانو، ته ووایی ،چه نور ورور وژنه نه کوم.بادران هم قوی (پاکستان،ایران.روسیه.امریکا ،ناټو)دی.تر اوسه یی زړونه راباندی یخ شوی نه دی.دا دری روځی اور بند هم کله چه باجوه قمر افغانستان ته راغی ،د ګل ګیډی تحفه ورکړ.او په بدل کی یی افغانستان دولت،مولوی فضل الله په کنړ کی په شهادت ورسوه.او طالیبانو د مولانا فضل آلله په شهادت پټه خوله چپ او خاموش کیناستل،جګړه اوږده او پیچلی ده.له الله ج څخه درته صبر او استقامت غواړم،

اقبال
میلمه
اقبال

ولسمل صاحب ! دا چه چا څه او څومره لوی نومونه په ځان ایښی مهمه نه ده مهمه داده چه د هغه لوی یا کوچنی نوم لرونکی د حق او که د باطل اړخ کی قصدا یا خطا شوی ولاړ دی . خطا شوو خو به هم په دی ۱۷ کلو کی اوس پوه شوی که تر دی وروسته هم ځانته خطا شوی وایی خدای او خپل وجدان خو نه شی خطا ایستل خو د مظلوم اولس ساده خلکو د تیرویستلو هڅی به لری . تاسی کشکی داسی لیکلی وی چه کشکی بلواک غنی هم د طالبانو په شان خبلواکی… نور لوستل »

ایمل
میلمه
ایمل

دا خو ډېره غټه خبره ده. کاشکي دا د سولي د بهير پيل شي.
ما د امريکا د اختر ورځو کې واوريد. ماته رښتيا هم د سولې د پيل څرکونه پکې ښکاري.

zadran
میلمه
zadran

ماشالله ،پورتنی عکس کی طالیبانو مشرانو ډیری غټی غټی خیټی ښکاری .داسی ښکاری چه په مزی کی دی.زه خو نه چاغیږم.علت یی دا دی چه زموږ کلی ته د طالیب جنازه هم راځی ،او د ملی اردو ،عسکر ،او پولیس جنازی هم راځی.ټول په قدر عزت خښوو.او هم یی غم ،ویر په موږ وی.دطالیبانو کونډی او ماشومانو هم موږ ته را پاتی کیږی،او د ملی اردو عسکر،او پولیس کونډی یتیمان اوښکی هم موږ پاکوو.نو په دی حالاتو کی به څنګه موږ چاغ شو؟