fbpx

د يون پر يوه اوږده ليکنه باندې لنډه تبصره

عبدالمالک همت

واه واه ! تر خدای مي جار کړې چې زموږ کوتکي هم … باسلی دی؟!

يون په دې امريکا پالو سوابقو او د پښتونولۍ د دې دروغجنو دعوو سره څنګه جرئت کړی دی چې نن ټکي اسيا ته طومار ډوله ليکنه ولېږي او په بې شرمۍ سره پکښې د طالبانو د اسلامی تحريک له خوا د اسلام پر اصولو برابر رامنځ ته کړي نظام ته خدای دې زما په خوله نه کوي ”تريخ نظام “ووايي. هو، ده ته خو واقعا اسلامي نظام تريخ دی، ده ته دا اوسنی وثني سيکولر، مافيايي او د دموکراسۍ د ډاګيز کفر نظام او د هټلر او موسو ليني پاشيستي خونړی نظام د منلو دی .

د يون صاحب دغه ببولالي مې تر يو ځايه ولوستلي، نور يې نه د لوستلو ارزښت درلود او نه مې دا حوصله لرله چي دا(ماويل او تاويل) ، (چې د یون توخالي اتلولي پکښي بيان سوې ده) په دې مصروف او تر سرو زرو لا په قژمتي وخت کې تر پايه ولولم. که څوک دا بلا طائل او تشې منځپانګې ملاطفې تر پايه وهم ولولي، څنګه چې يې ماغزه خامخا ورچپه کوي، نو خامخا به يې تر خوله ووزي چې:”آدم خان نر وو که ښځه ؟“ ههههه ؟!

يون په خپله دغه ليکنه کې کاږي: ” زه يو عادي افغان يم او پر دې وياړم چې د خپل عمر په نږدې (۴۷) کلن بهير کې مې نه د چا مال خوړلای او نه مې څوک وژلي دي، نه مې چاته ورک شه يا گم شو کله ويلي دي، خو وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه، نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي“.

دی د خدای بخښلي الفت صاحب په دې پېښو سره ښکرور درواغ وايي. په دې تر ککرۍ فاسد،امريکا جوړ کړي نطام کې نورو د ډول ډول مالونو په غلاکې نوښتونه وکړل، خو يون

د غلا په نوښتونو کې تر دې کچې مخ ته تللی چې معنوي غلاوو ته يې لاهم لاس اچولی دی. ده د پوهنتون د استاذۍ د علمي رتبې ترلاسه کولو لپاره د (کره کتنه ) په نامه کتاب ليکلی دی، خو په دغه کتاب کې يې زما له کتاب (ادب او ادبي کره کتنه) څخه يوه ډېره غوښنه برخه غلا کړې ده.(په دې اړه ما په همدغه نن ټکي اسيا کې د ” ادبي غلا: د يون پر کره کتنه باندي کره کتنه“ تر سر ليک لاندې ټول حقايق ويلي دی).

يون بل ځای بله بې شرمي هم کړې او ويلي يې دي:” د هېواد اکثريت د طالبانو د افراط قرباني شوی و“. دا خو د ده د نېشنليستي + سيکولريستي اند محصول خبري دي. خو زه پخپله په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو تر مهاله له مجبوريته لومړی په پاکستان(چې دا اسم هيڅ بامسمی نه دی، بلکې ناپاکستان دی) او بيا د هند په بتکده او تناره غوندې ځای کې اوسېدم . خو کله چې په ګلو هار کندهار او د هغه شاوخوا کې د طالبانو اسلامي نظام ټينګ سو، بې له څه ځنډه کندهار ته په کډه ستون سوم . دغه مهال واقعاً کندهار هماغه پخوانی اشرف البلاد ، دارالقرار ښکارېدی او واقعاً چې د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو غوره، سوچه اسلامي نظام پکښې حاکم وو او په سيوري کي يې د هيواد ټولو خلکو په بشپړ امنيت، ډاډ او آرامي کې ژوند کاوه .

طالبانو څه اشتباوي هم وکړې، خو د دغو څو اشتباوو په ليدو سره داسې نه سي کېدای چې پر ټول نظام او د هغه پر بې پايه مزاياوو د بطلان کرښه راکش کړه سي او يا ”تريخ نظام “ ورته وويل سي. د هغه چا خوله دې ماته، بيا له خاورو ډکه او ګَل سي چې دغسي ناروا الفاظ ورته کاروي.

دا د امريکايانو د شوم نيواک (اشغال) له امله بې له استحقاقه او بې د لاسونو له تڼاکو او زيار او زحمته د پانګي، استاذۍ، ګوند، ټلويزيون، د مېرمني د پارلماني غړيتوب، ارګاه او بارګاه او د امريکايي غليمانو په پالش او آرايش او مادي صوري اتوريتې ورکولو سره په مفلس او له چلوله ډک باطن او طينت د مسلمانو او اتلو او شريفو افغانانو د مشرۍ دعوه کوونکی د خپلي دې اوږدې ملاطفې په يوه بله برخه کې داسی درافشاني کوي:” زه د هغو افغانانو له جملې څخه يم چې له تېرو (۳۰) کلونو او په تېره بيا د تېرو (۱۳) کلونو په بهير کې د روس، ايران او پاکستان دې شيطان مثلث ته ښه په ځېر سره متوجه وم او څه چې مې له واکه شوي، هغه مې د هېواد د ملي ګټو او ملي هويت د خونديتابه لپاره کارولي دي.“.

واه ! واه ! دغه دی نابغه چې په (۱۷) کلنۍ کې، يعنې په کوچنيوالې ”د روس، ايران او پاکستان شيطان مثلث ته ښه په ځېر سره متوجه و“. دی په خپله دغه ليکنه کې وايي چې اوس د ۴۷ کالو دی، چې که دېرش کاله ځنې منفي سي، نو د ۱۷ کالو وو چې ” د روس، ايران او پاکستان دې شيطان مثلث ته ښه په ځېر سره متوجه وو “. پر دې د شرق اوسني نابغه که څه نور عمر تېر سي بېخي به شيطان لا پښې ورته ټينګې نه کړای سي او هغه دندې چې د شيطان دي دی به يې پخله ترسره کوي ؟!

ښه ، ښاغلی یون ! په دغو کلونو کې د امريکې او ناټو شيطاني اشغال او په ګران هيواد افغانستان کې د هغو ځناورانه ظلمونو، ته هم متوجې وې که څنګه؟

زما په خپله چې په ياد دي يو وار تا او ستا يوه ملګري ستا د ټلوېزيون په دفتر کې داسې دلايل ويل چې نژدې وو ستا او ستا د ملګري دې بې احساسۍ او د غليم دې کلکي پلوۍ ته وژاړم. په دې هکله ما نن تکي اسيا ته تر دغه سرليک لانې مقاله ورکړې ده ويې لولئ”الهي ! دوی خو د خپلواکۍ او آزادۍ په خوند نه دي پوه“.

او بل زما ښه په ياد دی چې په دانش خپرندویه ټولنه کې د محکوم افغانستان د يوه سپين ږېري ليکوال ښاغلي سعدالله جان برق ، افغانستان ته د راتلو په مناسبت ناسته جوړه سوې وه، ته څه ناوخته راغې او زما څنګ ته کښېنستې، کله چې غفور لېوال خبري کولې دايې هم وويل چې: که مي زړه شو دا کار هم پرېګدم او بېرته به هغه مشبه او مشبه وايو . دغه مهال ما پر ناري کړه چې:” او د غليم پر ضد به مبارزه هم کوو“. خو تا سمدستي را غبرګه کړه چې : دا ته کوه، دا مونګ نه کوو !

بل څای دغه جناب وايي:” پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شپږ مياشتې منتظر شوم چې د هويت د تذکرو په باب ورته خپل نظر ووايم، سره له دې چې دده د دفتر په لس مترۍ کې مې دفتر و“.

نو جنابه ته ووايه چې د کابل په زړه کې، په يکه توت کې دغه دفتر، یعني ستا د ټلوېزيون او د هغه شاوخوا دولتي ډېر بيه ځمکه تاته چا درکړه، تا په خپلو پيسو رانیول او که امريکايانو کرزي ته امر وکړ چې دغه ځمکه تاته در کړي؟

او د دغه ټلوېزيون د ودانۍ او سامانونو پيسې تا له کومه کړې او د هغه د چلولو لګښتونه تر دې اوسه له کومه کوې؟ او د ملي تحريک ګوند دې د چا په اشاره او پيسو جوړ کړی دی؟ اگر در خانه کس است يک حرف بس است.

یادونه: د اسماعیل یون لیکنه ډېره پخوا په نن ټکی اسیا کې نشر شوې، په لاندي ادرس:

بيا هم افغانيت او ملي هويت – اسماعیل یون

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب السلام علیکم ! د یون په اړه مو چه کومه لیکنه لیکلی اوس هم کمه ده په روانه پشتو کی خو د [[ یون ]] په نامه نوم لرو . هو د هغه اریانا پشتو کی که وی چه فاشیستان نازیی جرمنیان هم ارین او لا یهودان وایی چه پشتانه د یهودو ورک شوی قوم دی نو کیدی شی چه یون هم د یهودو پشتنو له قاموس څخه رااخستل شوی نوم وی زه فکر کوم چه ټول افغانستان کی دا یو نوم دی چه اسمعیل یون یی لری لا به د بیټ نیکه د کوم زوی نوم وو.… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الحاج استاذ بيانزی صاحب ډېره مننه! الله دي اجر در کړي.

حمید بریا
میلمه
حمید بریا

مخکی می شک وه چه یو تعداد داسی انترنیتی آن لاین نشریه کابل نیوز تلویزیون او یو تعادا نشریات چه د ایرانی مشرکو اخندانو جاسوسانو له طرفه اکمال او د کرزی په شان لوی غل داله مار مرتد او د عیسویانو او یهو دیانو او د شورای نظار غول خور سپورت کیزی او بیا د او ژواک غوندی دا کوچیانی سپی د غنی غول خور اوبیا نوری نشریه همیشه داسی احمقانه او ابلهانه نظریات تبصری چه نشروی دادی یون صاحب دا د پشتون مشر چه هغه واقیعاْ یو لوی ادیب او د پشتون قوم غم خور دی هیځ کله به… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

حميده وروره تخلص خو دی د يوه ښه ليک لوستي سړي پر ځان ايښ دی، مګر ليکنه دي مطلق نالوستی ښيي. نو که ښه کوې هر څه چې وايې په يوه بل چا يې وليکه او بيا يې راته ولېږه مننه؟!

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

حمید بریا صاحب!
همت صاحب ښه وائي.
بله داچه یو انسان کېدای شی مُرده ګو وی خو …. خور ندی ځکه……. چندان خوند او هاضمه نلری.
بله داچه ته د یون صاحب خواخوږی ښکارې، دا ستا حق دی خو دې پوښتنی ته ځواب لږ سخت دی چه مثلاً یون صاحب د غنی جان فکری انډیوال دی او یا حد اقل مخکی ئې انډیوال ؤ او د رأیو راغونډولو لپاره ئې په یوازی سر د ځولۍ څلور واړه کونجونه نیولی وه بناً باید د یون صاحب په احترام ، غنی …..خور ونه بولې ځکه یو ډول تناقض رامنځته کیږی.

صاف
میلمه
صاف

حميده وروره ته خو د يون نه هم كم عقل يي

دا‌ؤد افغان
میلمه
دا‌ؤد افغان

د قدر وړ استاد همت صیب په ګوتو مو برکت سه د یون په اړه باید دومره ووایم چي یونه! تاته به هم خلګ ډیر په دقت سره ګوري او د یو وتلي پښتون په سترګه به درته ګوري، خو زه دي نه پښتون بولم او نه د پښتانه په سترګه درته ګورم،ځکه چې پښتون ته الله تعالی ډیر خلصتونه ورکړي دي، له هغوی څخه په تا کښې یو هم نسته، هسي دي نوی نسل غولولی دی، ته هغه سړی يې چې څو کاله مخکي امریکايي سپیشل فورس چې د حامد کرزي ساتونکي وو، د کرزي په وړاندي وډبولې، بې… نور لوستل »