افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد!

لیکوال: شراف الدین عظیمی

د یونیسف ادارې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، بي بي سي راډیو، له ماشومانو د نړیوال سازمان د ملاتړ ادارې، په هېواد کې د ننه موسسو او ادارو وروستۍ څېړنې او راپورونه ډېر د انديښنې وړ دي او د راتلونکې یو تور او تیاره انځور له ځانه سره لري.

ماشومان او ورته ورپېښې اروايي ستونزې هغه څه دي چې ډېر ځله د ادارو او څېړونکو سر نه پرې خلاصېږي او ډېر ځله یې ژورتوب او ګواښ نه شي لیدلی، په هر حال څو پوښتنو ته باید ځواب وویل شي او دا ستونزه باید په عملي ډول حل شی.

افغان ماشومان ولې له ښوونځي محروم دي او موږ د دوی لپاره څه کولی شو؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي شو چې زموږ په ټولنه کې بېوزلي، نا امني، بېکاري، جنګ، د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه، ناوړه اقتصادي شرایط او دې ته ورته ستونزې ددې لامل شوي چې ماشومان له ښوونځیو محروم شي، خو له نېکه مرغه په دغه برخه کې د دولت ځینې پلانونه او پروژې یوه هیله پيدا کولی شي. له بلې خوا زموږ ټولنه په کلتوري او فرهنګي لحاظ سخته ځپل شوې، د ښوونځي او لوست لپاره تراوسه هم مثبت فکر او ښه ذهنیت شتون نه لري چې له بده مرغه دا حالت یو څه نور هم دوام کولی شي. ورځ تر بلې ډېرېدونکې کورنۍ ستونزې، په نشو باندې د کورنۍ د غړو روږدي کېدل د ماشوم ژوند نور هم ننګولی شي، د ماشوم پېرل او پېرودل اوس هم دوام لري او دغه لړۍ اوس هم په پراخه کچه روانه ده. له بلې خوا افغان ماشومان په سړکونو او، فابریکو او کارځایونو کې په ډېرو سختو او درنو کارونو بوخت دي چې دا هم له یوه اړخه د دوی روان ګواښي او له بله اړخه ښوونځي ته د دوی د تګ مخنیوی کوي. خو له دې ټولو سره سره موږ لاهم په کافي اندازه وخت او وړتیا لرو که وغواړو دوی له دې اوسني حالته را وباسو شونې ده.

له افغان نجونو سره ولې بد چلند کېږي؟

په خواشینی سره به ووایم، چې تر اوسه پورې ماشوم او ماشومه یو ځانګړی تعریف نه لري، زده کړه او تعلیم لا هم یو څرګند تعریف نه لري، ډېر افغانان د نجونو لوست یوه غیر شرعي کړنه بولي او دیني علماوو هم تر اوسه پورې په رښتیني توګه دغه مسئله نه ده حل کړې، د امنیت نشتون، د کورنیو غلط دودونه، مرد سالاري، اروایي ستونزې او داسې نور ډېر موارد لا هم شته چې په افغاني ټولنه کې یې د نجونو د تعلیم مخه نیولې او د دوی پر وړاندې خنډ دي.

ولې ډېری افغان ماشومان په نیمه کې لوست پرېږدي؟

ډېر داسې ماشومان هم شته چې ښوونځی په نیمه کې پرېږدي او نالوستي پاتې کېږي. دغه ستونزه هم ګڼ لاملونه لري چې یو لوی لامل یې کم عمره او اجباري ودونه، په بدو کې ورکړه، د کورنۍ نه ملاتړ، د کورنۍ اقتصادي ستونزې، د مسلکي ښوونکو؛ په ځانګړي ډول د ښځينه ښوونکو نشتون که څه هم د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۱ کال پورې به هېڅ افغان ماشوم نالوستی نه وي او تر راتلونکو څو کلونو پورې به ۳۰ زره ښځینه ښوونکي وروزي او په ولایتونو کې به یې وګوماري، خو دا خبره ډېره عملي نه برېښي، ناامني، د پوهنې په برخه کې د کیفیت پر ځای کمیت ته ترجیح ورکول او په اوسني نصاب کې شته ستونزې، د پوهنې وزارت او نورو اړوندو وزارتونو تر منځ‎ نه همغږي، ټول هغه څه دي چې د افغان ماشوم د ښوونځي د خوشې کولو لامل ګرځي.

په ځانګړې توګه افغان ماشومان له کومو اروايي ستونزو سره مخ دي؟

افغان ماشومان نن سبا له سختو جسمي او اروايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ژورخپګان، وسواس، اضطراب، وېرې، له حده ډېر فعالیت، د مینې د کمښت احساس، پر نفس ټيت اعتماد، ځان کم ګڼل، ذهني وروسته والی، عقدې، حسادتونه، نه جوړ جاړۍ، د شپې له خوا او کله کله د ورځې د ادرارو نه کنټرول، تاوتریخوالی او داسې نور هغه رواني ستونزې او ګډوډۍ دي چې ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي او د ګوتو په شمېر ارواپوهان د دوی ټولو ستونزو ته رسیده ګي نه شي کولی.

له محرومو او معصومو افغانو څېرو سره څه کولی شو؟

افغان ماشوم باید لومړیتوب شي چې له بده مرغه نه دی، نه کورنۍ ته او نه هم دولت ته. دا په داسې حال کې دی، چې ۱۸ میلیونه افغانان شاوخوا له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري یانې زموږ ټولنه له نیمایي زیاته برخه ماشومه ده. په دې برخه کې باید دولت منظمه ستراتېژي جوړه کړي. لږ تر لږه هغه درې نیم میلیونه ماشومانو ته چې له ښوونځي بې برخې دي، د هغه نصاب په اړوند چې په پوهنې وزارت کې پلی کېږي، باید جدي پام وشي او له سره و ارزول شي، بودجه باید ډېره شي یا له هغې غټې او غوښنې بودیجې چې په دې وروستیو کې نړیوالو هېوادونو یې مرسته وکړه؛ په سمه توګه استفاده شي، د ښوونكو مسلکي کولو ته باید جدي پاملرنه وشي. که په ځینو سیمو کې امنیتی ستونزې د لنډ مهال لپاره نه حل کېږي؛ هغو محرومو ماشومانو ته دې په کابل او ښارونو کې د درس زمینه برابره شي، کورنۍ باید د ماشومانو د راوړلو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي، د ماشوم په برخه کې باید د ماشوم د حقونو او عدلي مسایلو په اړوند جدي چلند وشي، پیداګوژۍ او ارواپوهنې ته باید جدي پام وشي. لږ تره لږه هر ښوونځی باید یو ارواپوه او د ښوونې او روزنې د برخې یو متخصص ولري، دولت باید د ماشوم په برخه کې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو کارونه وارزوي او دا کار باید په جدي ډول او ژر تر ژره وشي. د ماشوم په اړوند باید د یوه معتبره او دولتي تحقیقاتي موسسې په اړوند فکر وشي، د ماشوم په اړوند له نړیوالو ادارو سره لا ډېرې خبرې په کار دي. دا ټولې خبرې تر دې رایادې شوې چې سږ کال ولسمشر د پوهنې د کال په نوم یاد کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د