که داسي وي څنګه به ښه وي!

عبدالمالک همت

کله چې د اسلام، هيواد او خلکو دا شين سترګي وحشي بيزوګان ډوله غليمان دلته هيڅ نه ليدل کېږي، هيواد او خلک مو د پاکستان د (ای اس ای، آرمې او ګورنمنټ) له چغال جنګيو په امان وي او د دوی په اصطلاح د ” افغانی“ په ليدو يا يې د نامه په اورېدو سره يو بل ته په وارخطايي سره هغه د دوی پخوانۍ خبره کوي او وايی: ”پټهان آګيا سب مرګيا“ او چي دلته د ايرانيانو د پټو او بربنډو مداخلو او د هغو د پټو او ښکاره ګوډاګيانو او ګماشته ګانو هيڅ څرګ نه لګېږي اوچې بت پرسته، مشرک هنديان موږ ته په ”خان صاحب، خان صاحب!“ وايي او چې د پنجاب د تورلېنګيو واکمنانو تر ښکېلاک لاندي افغانستان او خلک يې د ”کريميا غوندي“ بېرته زموږ د هيواد برخه ګرځېدلې وي او دلته هيڅ تيزن دا په زړه کې لانه سي ورګرځولای چې ”من افغان نيستم او من خراساني هستم “ او يو شمېر بې ننګه او ناسيال افغانان د پردي پالني، جاسوسۍ او ګوډاګيتوب څخه لاس پر سر سوي وي، په بنديخانو کې مو د بې ګناه وګړو پر ځای د هيواد دښمنان او رښتياني مجرمان پراته وی ـــــ نو څنګه به ښه وي، څنګه به ښه وي؟

هو ! څنګه به ښه وي او څنګه ښه خوند به کوي چي په هيواد کي سرتر سري پخلاينه او امنيت وي، د پردو اشغال، پردي پال سياستونه، درواغجن تبليغات، د ګران هيواد او زموږ د پتمنو خلکو د خوارولو او لا زيات زيندۍ کولو لپاره توطئې او دسيسې نه وي، پتمن هيواد وال مو د جاسوسي شبکو د جاسوسانو تر څار او تعقيب لاندي نه وي، د جګړو او مرګ ژوبلي خبرونه نه اورېدل کيږي، د نفاق او بې اتفاقۍ پرځای ورور ولي او اتفاق وي، خلک مو په نسونو ماړه وي، ځوانان مو په علم او پوهه ښه پسوللي وی او يا د علم او پوهي پتنګان وي، دا تش په نامه ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړو ستنډرډ ښوونځيو او پوهنتونونو اوښتي وي، بې کاري نه وی، کار اهل کار ته سپارلی وی، ويرونو او غمونو کډه کړې وي، د يتيم پر سر لاس تيريږي، د کونډو اوښکي پاکيږي، هره خوا ودانيز کارونه روان وي، پرمختګ وي، وړاندي تګ وي، پر هر لوري د پوهانو کار او زيار او تګ راتګ وي، کرنه مو ميکانيزه سوې وي، حاصلات او توليدات مو بهر ملکونو ته صادريږي، برېښنا مو خپله او بشپړه وي، لاري او سړکونه مو ټول پاخه وي او ډول ډول پل لاري، د اور ګاډو پټلۍ او پر ځمکه او تر ځمکه لاندي ميتروګاني او نور وي، د څښاک اوبه مو د نلونو او له ميکرونو پاکي ، ښې خوږې، خوندوري او هر ځای وی، کوڅې او ښارونه مو صاف ستره وي، ناروغۍ راکمي سوي وی، درمل مو خپل وی او د پاکستانۍ درملو خرڅول جرم وي. په ادارو کي مو د فساد نوغۍ ايستلی وی، بيروکراسي نه وي، ماڼۍ او ودانۍ مو د دبی د ماڼيو سره سيالي کوي، هره خوا ډول ډول سټنډرډ څېړنيز مراکز وي، موږ هم لږ تر لږه په انترتیکا کې څېړنیز مرکز ولرو، ښکلي جوماتونه مو وي، لمونځونه او عبادتونه وي، د خدای شکرونه وي، ښه نيتونه او ښه اندونه وي، هره خوا خوښي وي، مينه وي، موسکا وي، د هر چا ښکلي کالي په تن وي، يو له بله جار او قربان وي او چي دا ټول وي نو دا خوار همت که نه وي، هيڅ پروا نه کوي !

زه دي وچ هډوکي شپیلم خو ولس مي دي سلطان وي

دا زما د فکر زور خو په معنا کي همایون کړه .

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

د نن.ټکی اسیا: ټولو کارکوونکو ته دتیر شوی کوچنی اختر مبارکی د زړه له کومې وایم. که داسې وشول دا به یو نړیوال ستر اتحاد اتفاق متحده افغانان به بلل کیژی او د اسلامی نړۍ یو سوپر طاقت ملت به وی په نړۍ کې تر ټولو بیوزله غریبکاره هیواد زموژ هیواد ده منم غریبی به وی خو په ټوله نړۍ کې به دا تاریخ لری چې یوه هیواد بلکې یوه وړوکې ټولګی 43 هیوادونو فووځونه مات کړل او داحمدشاه بابا او د سلطان محمود غزنوی تاریخ یې راژوندﺉ کړ او امیرالمومین ملا محمد عمر تاریخ ته دا ثابته کړه چې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

معصوم صاحب ! ستاسی نظریات سل په سلو کی سم او په حقایقو تکیه لری الله ج دی اجرونه درکړی چه تل حقایق بیانوی . هو همداسی ده لکه تاسی چه لیکلی . زه به دا هم ورسره یوځآی کړم چه د حق او باطل جګړه کی الله ج د حق اړخ کی دریږی یعنی د طالبانو سره الله ج ملتیا لری الله ج په خپلو کمزورو بندګانو د ټولی نړی لوی شیطانی او دجالی قدرتو ته پری ماته ورکوی چه نه یی شمیر ، نه یی روزنه ، نه یی وسلی او وسیلی ورسره د مقایسی وړ دی همدا… نور لوستل »

درانی
میلمه
درانی

اسلام علیکم و رحمه الله و برکات
زه نه غواړم چی ډیر وغږیږم بس دومره به ووایم دا ټولی خبری په یوه شعر کی خلاصه کوم
که الله در سره مل نوی رحمانه که لښکری در سره وی یک تنها یی
وسلام