fbpx

او کله چې د هېواد ۹۹.۴ سلنه وګړي د فوټبال سیالۍ لیدو ته ناست وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام روانې سیالۍ له یو شمېر نویو ریکارډونو او حیرانونوکو بریاو سره پېل شوې چې جرمني له مکسیکو څخه ماتې، برازیل د سویس او پرتګال د اسپانیا سره سیالۍ مساوي شوې.

همدا ډول د تیرې شنبې په ورځ د آیسلنډ او ارجنټاین ترمنځ سیالۍ ته د آیسلنډ هېواد ۹۹.۴ سلنه وګړي ناست وه، دغه سیالۍ د آیسلنډ هېواد په نړیوال جام کې لومړۍ سیالۍ وه.

آیسلنډ لوبډله په لومړي ځل د فوټبال نړیوال جام ته لار وموندله چې د لیونل میسي لوبډلې «ارجنټاین» پر وړاندې یې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او سیالۍ یې یو-یو مساوي کړه.

ددغه هېواد هغه وګړو څخه چې د تلویزون ناسته یې عادت و، ۹۹.۴ سلنه یې په دغه ورځ د خپل هېواد تاریخي سیالۍ ته ناست وه، او د نړۍ په کچه یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د آیسلنډ هېواد فوټبال فدراسیون پخپله ټویټر پاڼه ویلي چې ددغه هېواد ۹۹.۴ سلنه وګړي د شنبې په ورځ د آیسلنډ او ارجنټاین ترمنځ سیالۍ لیدو ته ناست ول.

ددغه هېواد ټوله ابادي درې سوه ۳۴ زره ده، چې له دې څخه ددوی په وینا یې یوازې ۶ سلنه دغې سیالۍ لیدو ته نه وه ناست، او نورو ټولو دغه سیالۍ د تلویزون او یا په روسیه هېواد کې مخامخ وکتله.

آیسلنډ لوبډلې په لومړي ځل نړیوال جام ته لار وموندله، چې یوه تکړه لوبډله نه بلل کیږي، خو بیا یې هم د مشهور ستوري لیونل میسي په شمول د ټولې لوبډلې د ګول وهلو مخه ونيوله، او د میسي لوبډله ونه توانېده ګټونکی ګول ووهي او په پای کې سیالۍ یو-یو مساوي شوه.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیالۍ کې میسي ته د نوورو چانسونو سربېره د پينالتي چانس هم په لاس ورغی خو د آیسلنډ لوبډلې ګول ساتونکي د میسي پینالتۍ مخه ونېوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د