فوټبال نړیوال جام: د ګول په خوشحالۍ لمانځلو هېواد کې زلزله رامنځته شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام په ستره سیالۍ کې د مکسیکو هېواد فوټبال مینوالو د ګول په خوشحالۍ کې په دغه هېواد کې زلزله رامنځته کړه.

د تېرې یکشنبې په ورځ د اروپايي هېواد جرمني، او امریکایي هېواد مکسیکو ترمنځ سیالۍ کې مکسیکو لوبډلې په حیرانونکي ډول جرمني لوبډلې ته په یو – صفر ماتې ورکړه.

د مکسیکو لوبډلې لپاره دغه بریا حیرانونکې وه، ځکه چې د جرمني لوبډله د تېر ۲۰۱۴م نړیوال جام ګټونکې ده، او په روان نړیوال جام کې هم له خوښونکو او غوره لوبډلو څخه ګڼل کیږي.

یو شمېر راپورونه وایي چې د مکسیکو لوبډلې د ګول وهلو پر مهال هېوادوالو او په ځانګړي ډول مینوالو د ګول وهلو خوشحالي په داسې جوش کې ولمانځله چې له امله یې ټول هېواد ولړزیده.

ددغه هېواد د زلزلې څارنې سازمان سیمسا «SIMMSA» وایي چې دوی ددغه سیالۍ پر مهال د زلزلې جټکې کشف کړې، او هغه وخت چې دوی معلوم کړ د مکسیکو لوبډلې د جرمني پر وړاندې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د ګول وهلو وخت و.

د یادونې وړ ده چې مکسیکو لوبډله له دې وړاندې د جرمني لوبډلې پر وړاندې درې ځل مخامخ شوې ده، چې دریواړه ځل جرمني لوبډلې بریا خپله کړې ده.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د