مصري ګول ساتونکي د شرابو کمپنۍ څخه له جایزې ترلاسه کولو انکار وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام کې د مصر لوبډلې تکړه ګول ساتونکي له لوبډلې وروسته د غوره لوبغاړي له جایزې اخیستلو انکار وکړ.

د تېرې جمعې په ورځ د یوروګوای او مصر لوبډلې ترمنځ سیالۍ کې مصري ګول ساتونکي الشنعاوي د مخالف لوبډلې سختو حملو په میړانه دفاع وکړه چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

مصري ګول ساتونکي محمد الشناوي ته له لوبې وروسته Budweiser کمپنۍ جایزه ورکول غوښتل خو نوموړي له دغې جایزې اخیستلو انکار وکړ او د لاس په اشاره یې دغه جایزه او ویې ویل چې دا د شرابو کمپنۍ ده او دده لپاره یې جایزه ترلاسه کول له اسلامي اصولو سره مخالف دي.

دغه کمپنۍ «Budweiser» یوه امریکایي کمپنۍ ده چې د شرابو جوړلو او پلورلو تجارت کوي، چې اوسمهال یې د فیفا فدراسیون سره یې لوبغاړو ته له هرې لوبې وروسته د جایزې ورکولو تړون لاسلیک کړی.

همدا ډول په نړیوال جام کې د مصر لوبډلې په شمول یو شمېر نور اسلامي هېوادونه او په نورو لوبډلو کې مسلمان لوبغاړي هم شامل دي، چې شونې ده چې د محمد الشناوي په څير اسلامي اصولو ته په درناوي دوی هم له دغې جایزې لاس په سر شي.

د یادونې وړ ده چې د مصر لوبډلې پخپله لومړۍ سیالۍ کې د تکړه لوبغاړي محمد صلاح په نه شتون په زړه پورې لوبه ترسره کړه، خو په پای کې يې سیالۍ کې په یو صفر ماتې وخوړه.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د