fbpx

انګلستان په یو ورځنیو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د انګلستان ملي لوبډلې د استرالیا لوبډلې پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

انګلستان لوبډلې په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په پنځوس اورونو لوبولو سره ۴۸۱ منډې جوړې کړې او خپل زوړ ریکارډ چې ۴۴۴ منډې وو مات کړ.

د استرالیا او انګلستان ترمنځ په دغه سیالۍ کې انګلستان کولی شول چې ۵۰۰ منډې جوړې کړي خو په وروستي ۵ اورونو کې د هیڅ څلوریزې یا شپږیزې نه لګیدلو یې منډې تر ۴۸۱ محدودې کړې.

په دغه سیالۍ کې پچه استرالیا وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی د غوره اوپنرانو په توپوهنه ښه او چټک پېل وکړ.

ددوی لخوا جیسن روی ۸۲، جوني بیرسټو ۱۳۹، الیکس هیلز ۱۴۷ او ایون مورګن ۶۷ چټکې منډې کړې.

د استرالیا لخوا په توپ اچونه کې سټانلیک په ۸ اورونو کې ۷۴، ریچرډسن په ۱۰ اورونو کې ۹۲، او انډري ټای په ۹ اورونو کې ۱۰۰ منډې ورکړې.

د یادونې وړ ده چې په یو ورځنیو سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو تېر ریکارډ هم د انګلستان لوبډلې سره و چې ۴۴۴ منډې یې جوړې کړې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د