د طالبانو د لنډ مهاله اوربند لاسته راوړنې!

لیکنه: م. حمد الله دانشمند

ښايي دا هغه پوښتنه وي، چې د هر ویښ انسان په غوږ کې یې انګازې انعکاس موندلی وي. زما په آند د ډېرو نورو لاسته راوړنو تر څنګ یې یو ځانګړې هغه دا وه، چې طالبان و خپل مشرتابه او دهغه و فرامینو، سپارښتنو او غوښتنو؛ ته د امکان له پولې زیات متعاهد او ژمن دي، په یوه پیغام یې د درې ورځني اوربند په ترڅ کې له ټول لښکر نه، ګوتې د ماشینګڼو له ماشو نه لري او د ټوپکو شپېلۍ یې ګونګي کړې. و سمې او غر ته په لږو شیبو کې د ډز بندۍ فرمان ورسېد او سم دلاسه یې عملي بڼه خپله کړه، یوه فرد هم تر ټاکلي مهال وېشه له یاد فرمان نه سر و نه غړاوه.

دا تر لمر سپینه ده، چې هر لښکر د خپل مشر، امیر او رهبر و وړاندیزونو ته د عمل په ډګر کې تر ډېره بریده ژمن وي؛ خو ډېری یې یو لړ مادي امتیازاتو او په شمار ګټو دې ته اړ ویستي وي، چې خپل زعامت او مشرتابه ته احترام ولري، درناوی یې وکړي او د هغه له غوښتنو نه سر و نه غړوي. یاده پیروي یواځې د مادي ګټو پر محور راڅرخي، عقیدوي او اخروي صبغه (رنګ) نلري، د همدې موخې پیروان د دې فاني ژوندانه په درشل کې د خپلو کړنو او ښندنو ثمره او بدله غواړي؛ له همدې امله هغوی د مرګ له لومو نه ځانونه ژغوري، صفوف یې له بې باورۍ او بې اعتمادۍ سره مخ وي، په ښکاره یو موټی؛ خو “قلوبهم شتی” (زړونه یې سره متفاوت او متفرق وي)، فکري او نظري نوښتونه یې یو له بل سره بېل وي او هدفونه یې یو له بل سره توپیر لري…

ځیني نور بیا د خپل مشرتابه غوښتنې او پیشنهادونه په عقیدوي او باوري توګه مني؛ په ورین تندي یې و عملي کولو ته ور دانګي، د تلپاتې هوساینې سوکالۍ او ښېرازۍ په موخه خپل سرونه ښندي؛ نه له مرګ نه وېره لري، نه له درد او کړاو نه؛ بلکې په دې لاره کې د پتڼ په څېر لولپه کېدل د ځانونو له پاره تر ټولو زرین ویاړ ګڼي. د خپل امیر اطاعت او پیروي ورته د الله جل جلاله او د هغه د پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) اطاعت او پیروي برېښي، صفونه یې منسجم، منتظم، (كانهم بنيان مرصوص) او له فکري او نظري پلوه په دیني او مذهبي ښکلاوو پوښل شوي وي، د واړه دیني، مذهبي او کلتوري ارزښتونو نه ورته دفاع او حمایه له هر څه نه لو مړیتوب لري او…

د حدیبيې د صلح (سولې) پر مهال “عروة” نبي علیه السلام ته کړه: زه باوري یم، چې له تانه را تاو د بېلا بېلو قومونو خلک به له تانه وخوځي، وتښتي، تا به یواځې پرېږدي. ابو بکر الصدیق (رضی الله تعالی عنه) یې په ځواب کې وویل:
” امصص بظر اللات، أنحن نفر عنه وندعه؟” .

اې د لات … در و زبېښې، ایا مونږ به له هغه (علیه السلام) نه تښتو او هغه به یواځې پرېږدو؟

… عروه چې کله و خپلو ملګرو ته ور و ګرځېد، ورته یې کړه: اې قومه په الله قسم پاچایانو ته تللی یم، قیصر ته تللی یم، کسری او نجاشي ته تللی یم، په الله قسم که د یوه پاچا خپلو ملګرو دومره درناوی کړی وي، لکه چې د محمد (صلی الله علیه وسلم) درناوی خپلو ملګرو کاوه! په الله قسم، چې هغه (علیه السلام) به لاړې نه وې توپ کړې، بیا به یوه لاس ورته نیولی و او هغه به یې په خپل مخ او ځان موښلې. کوم وخت به چې هغه (مبارک) ورته یوه سپارښتنه وکړه؛ نو هغوی به په بیړه عملي کوله، کله به چې هغه اودس وکړ له هغه (مبارک) نه په پاتې اوبو به سره د شخړې تر پولې رسېده، کله به چې هغه (مبارک) ګایېده؛ نو هغوی به چپ او خوم وو، هغه (مبارک) ته به یې د درناوي له امله نېغ نه کاته، او هغه (مبارک) تاسو ته ډېر ښه وړاندیز کړی، باید ویې منئ.

فتح الباري لیکلي، چې د صحابه وو یاد حالت د حال په ژبه د عروه پوښتنه ځواب کړې وه؛ ځکه د هغوی له دومره بې سارې مینې سره – سره تېښته په هیڅ مانا د توجیه وړ نه وه.

تفسير ابن كثير، ط: العلمية، ٣٢٧/٧، المواهب اللدنية: ۱/ ۳۲۰، البداية والنهاية: ط هجر، ٢٣٣/٦.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د