
بادغیس: د طالبانو سره په جګړه کې ۳۰ عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ غبرګولي ۱۳۹۷ل): د طالبانو له لوري د اختریز اوربند د پای ته رسیدو وروسته په یوه لوی برید کې د دولتي عسکرو ۳۰ تنه وژل شوي.
د بادغیس ولایت والي عبدالغفور ملکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اختر وروسته په خپل لومړني لوی برید کې طالبانو یوه قرارګاه نیولې او ۳۰ تنه عسکر یې وژلي دي.
نوموړي ویلي د چهارشنبې په ورځ سهار وختي طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې لومړی پر امنیتي پوستو د هر لوري څخه بریدونه وکړل چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
نوموړي وویل چې په دغه برید کې په زیات شمېر طالبانو ګډون کړی وو.
عبدالغفور ملکزي ویلي چې اوس هم جګړه روانه ده. او د طالبانو لوري ته هم تلفات اوښتي دي.
د بادغیس امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ هم ورته معلومات ورکړي دي.
بلخوا دبادغیس آب کمري کې هم جګړې روانې دي او دواړه لوري يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوي کوي.
درنو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم، له څه مودی څخه می یوه پوښتنه په ذهن کی ګرځی او را ګرځی،او دا پوښتنه له تاسو څخه مطرح کوم،لومړی یوه دینی کیسه د بنی اسراییلو د وخت،، کله چه حضرت موسی (ع)د طور غره ته د تورات راوړلو لپاره تللی وه.څه موده روسته چه بیرته د تورات سره، د طور غره څخه را وګځیده،نو ډیربنی اسراییل د سامری په لومه کی نیښتی وه.او په بنی اسراییلو باندی د الله (ج) قهر او عذاب او سزا یی دا شوه ،چه په خپل منځ کی به سره وژنی تر څو چه توبه مو قبوله… نور لوستل »
سوله او اوربند یاره السلام علیکم ! ستاسی له له لهجی داسی ښکاری چه ساده او رښتونی افغان یاست . ساده په دی معنی چه په اتلس کلو کی تاسی د جنګ اصلی عوامل په نښه نه کړل چه زمونږ هیواد اشغال او د اشغګلرو الوتکی او ټآنکونه په خپلو سترګو ګوری. رښتونی یی په دی یاست چه زړه مو د افغانانو په وژنه سوځی مهمه نه ده چه د چا او یا چا له خوا وژل کیږی . د اسراییلو په اړه ستاسی خبره سمه وه مګر مونږ داسی پوه شوی چه هغوی یو بل سره په هماغه طریقه… نور لوستل »
سوله اوربند وروره! یو دوه درې وړوکی ټکی: داسی ښکاری چه اوربند بند شو، یعنی لکه چه توقع وه همهغسی کار ئې نه وکړ. ډېر د خواشینی ځای دی چه زموږ بېګناه وړونه په غور یا هلمند یا کوم بل ځای کی ووژل شوه یا وژل کیږی. خدای پاک دی د هغوی د اولادونو او والدینو او خویندو او وړونو اوښکی پخپل یدِ بلاکیف ور پاکی کی. هغه څوک چه زما فقیر ددې فقیرانه عرض په وړاندی خښمېږی یا می تکفیروی نو زما د لاندی پوښتنی ځواب دی راکی: آیا د نن ورځی بېهوده او پردئ جنګ یو جهاد ګڼل… نور لوستل »
غ حضرت صاحب سلامونه.داسی دلایل وړاندی کوی چه زه هیڅ نه شم واییلی.زه د ستا تبصره سره بلکل موفق یم،زه داسی یم لکه اوبه چه اخیستی وم،هر څه ته لاس اچوم.اول خو سوله غواړم که سوله نه وی اور بند هم ښه دی.ما ویل چه که په ډالیزه توګه الله (ج) ته تیښته ور وکړو که مو الله ج سوال قبول کړی،د ستا دا خبره هم صحت لری چه دا ورور وژنه ده . نعمت الله ورور خو داسی ببو لالی وییلی دی،چه د وییلو نه دی،ښه په مړه خیټه یی تبصره کړی ده،جنت ته تګ ډیری لاری لری،خو په… نور لوستل »