لطف الله خیرخوا، لیکوال

اوربند..سمښت او تېروتنې!‏ لطف الله خیرخوا

سياسي دريځونه بايد له خپل سياق او ظروفو ونه کاږل شي، ځکه چې دريځ پسې د ‏حُکم خبره راځي. که دريځ په خپل سياق کې معلوم کړی شي او ظروف يې ملاحظه ‏شي، نو د سم حُکم احتمال ډېر وي. همدا ډول که دريځ له خپل سياقه بهر وڅېړل ‏شي او ظروف يې ملاحظه نه شي، نو بيا د خطا حکم احتمال ډېر وي.‏

يو وخت چې خواله رسنۍ نه وې، نو نامطرح عاجلانه فردي پرېکړو ته د انعکاس ‏ډېر چانس نه و، مګر اوس هر څوک خپلې هرې خبرې ته انعکاس ورکولی شي. دا چې ‏زموږ ټولنه کې يو څه د رويو د کمزورۍ نيمګړتيا هم اوج کې ده، نو د يو ‏فرد، نامطرح فردي انعکاس مو هم له زغمه وتی وي.

د دې پر ځای چې موږ د ‏موضوع په اړه د دې فرد تصور وارزوو، چې مطرح دی او که نه؟ يا پرته له ‏مطرحېدو او نه مطرحېدو لږ تر لږه ورته د تصور د واضحولو کوښښ وکړو، نور ‏يې هم ضد ته راکاږو، ان د يوه کمزوري او نومورکي تن نامطرح خبره موږ سره ‏د يوې قضيې په څېر شي. بحثونه پرې پيل شي، ننګونې او سرخوږی ترې وزيږي.‏

کله بيا مطرح خلک دريځ له خپل سياق او ظروفو وکاږي. حکم ورته له کتابونو ‏همغه مشهور هغه راخلي، خو د ده عمل بل ډول وي، له دايرې او چتې وتی وي. د ‏بېلګې په ډول زموږ د روانې هفتې اوربند و، چې د شوال د مياشتې لومړۍ درې ‏ورځې وشو.

په فيسبوک کې يو مستعار ادرس د اوربند موضوع وننګوله. په دې ‏ځانګړي وخت کې يې له مشروعيته منکر شو او پايلې يې ښې نه بللې. دا چې د ‏دې مستعار هر هدف و، په هغه او الله جل جلاله پورې اړه لري، مګر زموږ څومره فيسبوکي ‏مبارزين چې ورسره په استدلال کې وو، يوه هم دومره ځان ونه ځوراوه، چې ‏موضوع پسې ولټيږي او د مستعار سړي ننګونې ځواب کړي. بالعکس يې په خيانت، ‏منافقت او بغاوت تورن کړ!!

بل پلو بيا اوربند بهانه شو، د جهاد د ولاء او براء قانون پايمال شو، د ‏جهاد هيبت د عواطفو څپو ته وغورځول شو، د اوربند بريدونه ونړېدل او د ‏تېرې اولس کلنې سرښندنې عظمت سوال سره مخ شو!! د نوموړي مستعار تشويش، ‏زموږ د مبارزينو د دريځ کګلېچ او د اوربند په بهانه بې قاعدې حرکات د دې ‏ليکنې باعث شو. ‏

لومړی د اوربند د مشروعيت سوال دی. د اوربند په اړه چې زه څومره ولټېدم ‏او تر خپلې وسې مې کتابونه وکتل، نو د اسلامي مصلحت پر بنسټ د ټاکلو ورځو ‏اوربند په هيڅ حالت کې ناروا نه دی ګڼل شوی. د څلورواړه مذاهبو اتفاق دی، ‏چې: د ټاکلو ورځو او اسلامي مصلحت پر بنسټ اوربند مشروع دی. په دې اوربند ‏کې د اقدامي او دفاعي جهاد توپير هم نه شته، په هر حالت کې د جهاد امير ‏او زموږ پر حنفي مذهب لا هر مجاهد نوموړی اوربند کولی شي. البته که امير ‏يې مصلحت، مصلحت وبولي او تاييد يې کړي!‏

دا چې د اوربند ټاکلې ورځې له څو تر څو دي، نو ځينو فقهاء کرامو ويلي، چې ‏کمه موده يې معلومه نه ده او ډېره يې د براءت سورت پر دليل څلور مياشتې ‏ده، مګر ځينو فقهاء کرامو بيا ډېره موده د حديبيې پر دليل لس کاله ښوولې. ‏اوربند ته يې ټاکلې موده، ځکه شرط کړې، چې د جهاد حکم معطل نه شي، له دې ‏امله د فقهاء کرامو پر نظر اوربند د جهاد تعطيل نه دی، بلکې د جهاد يوه ‏وسعتي وسيله ده. امام موصلي حنفي رحمه الله خو په صريح ډول ويلي، چې اوربند ‏د اسلامي مصلحت پر بنسټ عينِ جهاد دی. ‏

د اوربند شرطونه

د اوربند لومړی شرط علماء کرامو د مودې ټاکل ښوولی، چې څه نا څه خبره پرې ‏وشوه. دوهم شرط يې اسلامي مصلحت ښوولی. بناءً هغه اوربند، چې يوازې د کوم ‏ضرر د دفع په خاطر وي، ناروا ګڼل شوی. په اوربند کې بايد اسلامي مصلحت ‏راجلب شي. مثلاً د جهاد د اکمال لپاره، د ستراتېژيو د جوړونې لپاره، د عامه ‏پوهاوي لپاره، د عواطفو د جلب لپاره او د جهاد د تقويې لپاره. حنفي فقهاو ‏پر دې بېلګو صراحت کړی، چې د قضيې څښتن ته د مصلحت ټاکلو لار روښانولی شي.‏

درېيم شرط علماو دا ښوولی، چې اوربند به له فاسدو شرطونو پاک وي، مثلا ‏دښمن پر دې شرط اوربند کوي، چې اسلامي نظام به نه غواړئ يا دعوت به نه کوئ ‏يا نيمو مسلمانانو سره اوربند کوو، نيمو سره يې نه کوو يا اوربند د کوم ‏حرمت د پايمالولو پر شرط کوي يا د شريعت د کوم حکم تعطيل غواړي. اوربند ‏به له دې ډول شرطونو څخه پاک وي.‏

څلورم شرط علماء دا ښيي، چې دښمن به ښکاره او پټ، په خبره او کړنه له ضرر ‏رسولو ځان ساتي، بلکې مسلمانانو سره لا پر ښه برخورد مکلف دی. مسلمانان به ‏هم ښکاره او پټ، په خبره او کړنه ضرر نه ور رسوي، خو له داسې کارونو به ‏ډډه کوي، چې د ولاء او براء قانون پايمالوي او د جهاد هيبت ته صدمه رسوي، ‏ځکه چې جهاد اصلا د «کلمة الله» د لوړولو لپاره مشروع دی، نو که د ولاء او براء ‏قانون پايمال شي، د الله تعالی د دين لوړوالی ورسره خپله پايماليږي!‏

جهادي لوري اوربند څنګه عملي کړ؟ ‏

عموماً اوربند ښه تمام شو. کوم مصلحتونه، چې زموږ پر نظر د مشرانو لخوا ‏ملاحظه شوي وو، هغه به جلب شوي وي ان شاء الله. مثلا د جهاد په اړه ويل کېدل، ‏چې پاکستان يې اداره کوي او په صفونو کې يې پنجابيان دي، دې اوربند ‏وښووله، چې په خپله اراده اوربند پيلوو او په خپله اراده يې پای ته رسوو. ‏ټولې نړۍ مجاهدين وليدل، چې افغانان دي، بل څوک په کې نه شته. ‏

ټولې نړۍ د مجاهدينو سلاح وليده، چې هماغه زنګ وهلې روسۍ هغه ده. لباس يې ‏خپل او عاجزانه دی. هيڅ ډول پرديتوب په کې نه بريښي. کومه نوې سلاح، چې ‏ورسره ده، هغه له اردو، پوليسو او اربکيانو نيول شوې. ‏

ټولې نړۍ مجاهدين وليدل، چې مسلمانان په کومه ولوله ورته راځي، روغبړ ‏ورسره کوي او خوشحالي ورته کوي. ټولې نړۍ وليدل، چې افغانانو ته جهادي ‏دريځ څومره مهم دی؟ ټولې نړۍ وليدل، چې د مسلمانانو امير جګړه ودروي، ‏ولاړه ده او چې پيل يې کړي، روانه ده. ټولې نړۍ وليدل، چې له جهادي لوري ‏پرته ډلې ټپلې بهرنيانو او مسلطو ادارو ته څومره ګواښ جوړولی شي؟ او تر ‏ټولو ځانګړې خبره؛ ټولې نړۍ جهادي ښکلا وليده، چې دې موضوع ته مې کالم ‏ځانګړی کړی!‏

تېروتنې

لومړۍ تېروتنه دا وه، چې د اوربند ورځو لپاره بايد دعوت او ارشاد، جلب او ‏جذب منظم پلان لرلی، چې له بده مرغه له دې پلوه په کې هيڅ نوښت ونه شو. دا ‏درې ورځې کېدلی شو، چې مهمو ښارونو کې، مسجدونو کې علماء ګرځيدلي وی او ‏عامو خلکو سره يې ازادانه ناستې او مجلسونه کړي وی. د جهاد او مجاهدينو ‏په اړه يې د خلکو سوالونه ځواب کړي وی، د خلکو شکونه يې ختم کړي وی. همدا ‏ډول ممکنه وه، چې د قتال علتونه په دقيق او واضح ډول په ګوته شوي وی. د ‏خلکو ذهن خلاص شوی وی، چې علتونه له مينځه لاړ نه شي، جهاد به روان وي!‏

دوهمه تېروتنه، چې په خپل نوعيت کې ډېره ستره او نړوونکې تمامېدلی شي، د ‏ولاء او براء قانون پايمالول وو. په سترو ښارونو کې مجاهدين په دې ډول له ‏عسکرو او دولتي منسوبينو سره خلط شول، چې اصلا د دښمنۍ تصور يې ونړو. خلکو ‏داسې حس کړه، چې دا دوه لوري اصلا هيڅ خبره سره نه لري، خو دواړه لوري چا ‏لمسولي، ځکه سره نښتي. دا چا ونه فهموله، چې دا يو قوم دوه نظريو سره ‏وېشلی او دا خاوره د اسلامي نظريې ده، دوهمه هغه په کې بيخي نه ځاييږي. ‏مخالف لوری که له پردۍ نظريې تېر نه شي، نو له پردۍ نظريې سره به پردي ‏وګڼل شي او د پرديو په څېر به شړل کيږي.‏

ځينې مجاهدين د مسلمانانو قاتلينو سره داسې په خندا ودرېدل، چې خپل شهيد، ‏کونډه، يتيم، بندي او ځور يې هيڅ سترګو ته ونه درېد. دغه مجاهدين په دې ‏ورځ بيخي بې حافظې وبرېښېدل. دوی ته د خپل صف ځانګړتيا او جلال هم تر ‏سترګو نه شو. دوی پر ستر الهي حکم پښې کېښودې او دوی ارمانجن زړونه ‏ودردول. دوی د ماتو زړونو څړيکې راويښې کړې. دوی غمونه تازه کړل او دوی ‏خپلې قربانۍ د يوې دروغژنې نارې ځوَږ ته واچولې!!‏

د دې تېروتنې دوهم ستر تاوان دا شو، چې د جهاد او مجاهد هيبت پايمال شو. ‏هغه خلک، چې نوم يې د دښمن غوږونو کې انګازې جوړولې، داسې مفت ورترغاړې ‏شول، چې هيڅ قيمت يې ونه کړ. هغه د معنی حسين قامتونه داسې ونړېدل، چې د ‏دښمن بې قد وقامته مجسمې ترې دنګې وبرېښېدې. د جهادي هيبت غرونه لکه د ‏خپلو موسمي واورو په څېر د دښمن د فکر خوړونو او ناوونو کې ‏وبهېدل…آه..آه.. او درېيمه تېروتنه دا شوه، چې په دې بڼه اوربند د روان ‏جهاد له سياق او جهادي شرايطو پرته وګڼل شو، چې د تاريخ د زورورترينې او ‏اوږدې ترينې جګړې د اتل يو رنګ په کې ډېر تت، سرسري او بابېزه نندارې ته ‏وړاندې شو!!

3
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

خیرخواه صاخب ستاسو لیکنه په تول (تیورۍ) برابره ده. که مو باور دا وي چې زمونږ مقاومت ولسي دی، نو وولس خو په یاده تیورۍ سمول له شاملې فتحې او خپلواکی وروسته په لسیزو لسیزو وخت ته اړتیا لري چې مطلوب تعلیم، تربیه او ملي/اسلامي/سیاسي بصیرت یې د هر عملکرد برخه وګرزي. یو مثال: ایا زمونږ اربکیانو ته امریکایانو د بد اخلاقی او وحشت تعلیم ورکړی کنه له ځایه همداسې په څلورو روان ځناور دي؟ زما له نظره همدا خلک زمونږ د وولس ټولنیز محصول او اکثریت دي (دا یو تریخ حقیقت دی)، دا چې اقلو پکې سمه لاره نیولې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب تل راته ژوندی او ګړندی اوسی !

ستاسی تبصری چه ګورم زما د زړه خبری تا لیکلی کله فکر کوم چه دا تبصره به مونږ لیکلی وی مګر بیا چه ستاسی ښکلی ادبیاتو ته وګورم نو زما له وړتیا پورته بریښی الله ج دی اجرونه او لا ډیر توفیق درکړی

غوربندي
میلمه
غوربندي

عزتمند استاد بيانزی صاحب

السلام علیکم و رحمة الله …

ستاسو له نېکو پېرزوینو څخه یوه دنیا مننه کوم او له خدای ج څخه تاسو ته د اوږد، خوشحاله او صحتمند ژوند دوعا کوم.

په دې هیله چې هېواد مو د خپلواکۍ او دایمي سولې جوګه شي.

ښاغلی خیرخواه صاحب که هر څو هم کمې لیکنې کوي خو د محتوی او پیام لېودولو په لحاظ ډېرې مفیدې او فیضیابه دي.

!