نن ټکی اسیا

اوربند..سمښت او تېروتنې!‏ لطف الله خیرخوا

سياسي دريځونه بايد له خپل سياق او ظروفو ونه کاږل شي، ځکه چې دريځ پسې د ‏حُکم خبره راځي. که دريځ په خپل سياق کې معلوم کړی شي او ظروف يې ملاحظه ‏شي، نو د سم حُکم احتمال ډېر وي. همدا ډول که دريځ له خپل سياقه بهر وڅېړل ‏شي او ظروف يې ملاحظه نه شي، نو بيا د خطا حکم احتمال ډېر وي.‏

يو وخت چې خواله رسنۍ نه وې، نو نامطرح عاجلانه فردي پرېکړو ته د انعکاس ‏ډېر چانس نه و، مګر اوس هر څوک خپلې هرې خبرې ته انعکاس ورکولی شي. دا چې ‏زموږ ټولنه کې يو څه د رويو د کمزورۍ نيمګړتيا هم اوج کې ده، نو د يو ‏فرد، نامطرح فردي انعکاس مو هم له زغمه وتی وي.

د دې پر ځای چې موږ د ‏موضوع په اړه د دې فرد تصور وارزوو، چې مطرح دی او که نه؟ يا پرته له ‏مطرحېدو او نه مطرحېدو لږ تر لږه ورته د تصور د واضحولو کوښښ وکړو، نور ‏يې هم ضد ته راکاږو، ان د يوه کمزوري او نومورکي تن نامطرح خبره موږ سره ‏د يوې قضيې په څېر شي. بحثونه پرې پيل شي، ننګونې او سرخوږی ترې وزيږي.‏

کله بيا مطرح خلک دريځ له خپل سياق او ظروفو وکاږي. حکم ورته له کتابونو ‏همغه مشهور هغه راخلي، خو د ده عمل بل ډول وي، له دايرې او چتې وتی وي. د ‏بېلګې په ډول زموږ د روانې هفتې اوربند و، چې د شوال د مياشتې لومړۍ درې ‏ورځې وشو.

په فيسبوک کې يو مستعار ادرس د اوربند موضوع وننګوله. په دې ‏ځانګړي وخت کې يې له مشروعيته منکر شو او پايلې يې ښې نه بللې. دا چې د ‏دې مستعار هر هدف و، په هغه او الله جل جلاله پورې اړه لري، مګر زموږ څومره فيسبوکي ‏مبارزين چې ورسره په استدلال کې وو، يوه هم دومره ځان ونه ځوراوه، چې ‏موضوع پسې ولټيږي او د مستعار سړي ننګونې ځواب کړي. بالعکس يې په خيانت، ‏منافقت او بغاوت تورن کړ!!

بل پلو بيا اوربند بهانه شو، د جهاد د ولاء او براء قانون پايمال شو، د ‏جهاد هيبت د عواطفو څپو ته وغورځول شو، د اوربند بريدونه ونړېدل او د ‏تېرې اولس کلنې سرښندنې عظمت سوال سره مخ شو!! د نوموړي مستعار تشويش، ‏زموږ د مبارزينو د دريځ کګلېچ او د اوربند په بهانه بې قاعدې حرکات د دې ‏ليکنې باعث شو. ‏

لومړی د اوربند د مشروعيت سوال دی. د اوربند په اړه چې زه څومره ولټېدم ‏او تر خپلې وسې مې کتابونه وکتل، نو د اسلامي مصلحت پر بنسټ د ټاکلو ورځو ‏اوربند په هيڅ حالت کې ناروا نه دی ګڼل شوی. د څلورواړه مذاهبو اتفاق دی، ‏چې: د ټاکلو ورځو او اسلامي مصلحت پر بنسټ اوربند مشروع دی. په دې اوربند ‏کې د اقدامي او دفاعي جهاد توپير هم نه شته، په هر حالت کې د جهاد امير ‏او زموږ پر حنفي مذهب لا هر مجاهد نوموړی اوربند کولی شي. البته که امير ‏يې مصلحت، مصلحت وبولي او تاييد يې کړي!‏

دا چې د اوربند ټاکلې ورځې له څو تر څو دي، نو ځينو فقهاء کرامو ويلي، چې ‏کمه موده يې معلومه نه ده او ډېره يې د براءت سورت پر دليل څلور مياشتې ‏ده، مګر ځينو فقهاء کرامو بيا ډېره موده د حديبيې پر دليل لس کاله ښوولې. ‏اوربند ته يې ټاکلې موده، ځکه شرط کړې، چې د جهاد حکم معطل نه شي، له دې ‏امله د فقهاء کرامو پر نظر اوربند د جهاد تعطيل نه دی، بلکې د جهاد يوه ‏وسعتي وسيله ده. امام موصلي حنفي رحمه الله خو په صريح ډول ويلي، چې اوربند ‏د اسلامي مصلحت پر بنسټ عينِ جهاد دی. ‏

د اوربند شرطونه

د اوربند لومړی شرط علماء کرامو د مودې ټاکل ښوولی، چې څه نا څه خبره پرې ‏وشوه. دوهم شرط يې اسلامي مصلحت ښوولی. بناءً هغه اوربند، چې يوازې د کوم ‏ضرر د دفع په خاطر وي، ناروا ګڼل شوی. په اوربند کې بايد اسلامي مصلحت ‏راجلب شي. مثلاً د جهاد د اکمال لپاره، د ستراتېژيو د جوړونې لپاره، د عامه ‏پوهاوي لپاره، د عواطفو د جلب لپاره او د جهاد د تقويې لپاره. حنفي فقهاو ‏پر دې بېلګو صراحت کړی، چې د قضيې څښتن ته د مصلحت ټاکلو لار روښانولی شي.‏

درېيم شرط علماو دا ښوولی، چې اوربند به له فاسدو شرطونو پاک وي، مثلا ‏دښمن پر دې شرط اوربند کوي، چې اسلامي نظام به نه غواړئ يا دعوت به نه کوئ ‏يا نيمو مسلمانانو سره اوربند کوو، نيمو سره يې نه کوو يا اوربند د کوم ‏حرمت د پايمالولو پر شرط کوي يا د شريعت د کوم حکم تعطيل غواړي. اوربند ‏به له دې ډول شرطونو څخه پاک وي.‏

څلورم شرط علماء دا ښيي، چې دښمن به ښکاره او پټ، په خبره او کړنه له ضرر ‏رسولو ځان ساتي، بلکې مسلمانانو سره لا پر ښه برخورد مکلف دی. مسلمانان به ‏هم ښکاره او پټ، په خبره او کړنه ضرر نه ور رسوي، خو له داسې کارونو به ‏ډډه کوي، چې د ولاء او براء قانون پايمالوي او د جهاد هيبت ته صدمه رسوي، ‏ځکه چې جهاد اصلا د «کلمة الله» د لوړولو لپاره مشروع دی، نو که د ولاء او براء ‏قانون پايمال شي، د الله تعالی د دين لوړوالی ورسره خپله پايماليږي!‏

جهادي لوري اوربند څنګه عملي کړ؟ ‏

عموماً اوربند ښه تمام شو. کوم مصلحتونه، چې زموږ پر نظر د مشرانو لخوا ‏ملاحظه شوي وو، هغه به جلب شوي وي ان شاء الله. مثلا د جهاد په اړه ويل کېدل، ‏چې پاکستان يې اداره کوي او په صفونو کې يې پنجابيان دي، دې اوربند ‏وښووله، چې په خپله اراده اوربند پيلوو او په خپله اراده يې پای ته رسوو. ‏ټولې نړۍ مجاهدين وليدل، چې افغانان دي، بل څوک په کې نه شته. ‏

ټولې نړۍ د مجاهدينو سلاح وليده، چې هماغه زنګ وهلې روسۍ هغه ده. لباس يې ‏خپل او عاجزانه دی. هيڅ ډول پرديتوب په کې نه بريښي. کومه نوې سلاح، چې ‏ورسره ده، هغه له اردو، پوليسو او اربکيانو نيول شوې. ‏

ټولې نړۍ مجاهدين وليدل، چې مسلمانان په کومه ولوله ورته راځي، روغبړ ‏ورسره کوي او خوشحالي ورته کوي. ټولې نړۍ وليدل، چې افغانانو ته جهادي ‏دريځ څومره مهم دی؟ ټولې نړۍ وليدل، چې د مسلمانانو امير جګړه ودروي، ‏ولاړه ده او چې پيل يې کړي، روانه ده. ټولې نړۍ وليدل، چې له جهادي لوري ‏پرته ډلې ټپلې بهرنيانو او مسلطو ادارو ته څومره ګواښ جوړولی شي؟ او تر ‏ټولو ځانګړې خبره؛ ټولې نړۍ جهادي ښکلا وليده، چې دې موضوع ته مې کالم ‏ځانګړی کړی!‏

تېروتنې

لومړۍ تېروتنه دا وه، چې د اوربند ورځو لپاره بايد دعوت او ارشاد، جلب او ‏جذب منظم پلان لرلی، چې له بده مرغه له دې پلوه په کې هيڅ نوښت ونه شو. دا ‏درې ورځې کېدلی شو، چې مهمو ښارونو کې، مسجدونو کې علماء ګرځيدلي وی او ‏عامو خلکو سره يې ازادانه ناستې او مجلسونه کړي وی. د جهاد او مجاهدينو ‏په اړه يې د خلکو سوالونه ځواب کړي وی، د خلکو شکونه يې ختم کړي وی. همدا ‏ډول ممکنه وه، چې د قتال علتونه په دقيق او واضح ډول په ګوته شوي وی. د ‏خلکو ذهن خلاص شوی وی، چې علتونه له مينځه لاړ نه شي، جهاد به روان وي!‏

دوهمه تېروتنه، چې په خپل نوعيت کې ډېره ستره او نړوونکې تمامېدلی شي، د ‏ولاء او براء قانون پايمالول وو. په سترو ښارونو کې مجاهدين په دې ډول له ‏عسکرو او دولتي منسوبينو سره خلط شول، چې اصلا د دښمنۍ تصور يې ونړو. خلکو ‏داسې حس کړه، چې دا دوه لوري اصلا هيڅ خبره سره نه لري، خو دواړه لوري چا ‏لمسولي، ځکه سره نښتي. دا چا ونه فهموله، چې دا يو قوم دوه نظريو سره ‏وېشلی او دا خاوره د اسلامي نظريې ده، دوهمه هغه په کې بيخي نه ځاييږي. ‏مخالف لوری که له پردۍ نظريې تېر نه شي، نو له پردۍ نظريې سره به پردي ‏وګڼل شي او د پرديو په څېر به شړل کيږي.‏

ځينې مجاهدين د مسلمانانو قاتلينو سره داسې په خندا ودرېدل، چې خپل شهيد، ‏کونډه، يتيم، بندي او ځور يې هيڅ سترګو ته ونه درېد. دغه مجاهدين په دې ‏ورځ بيخي بې حافظې وبرېښېدل. دوی ته د خپل صف ځانګړتيا او جلال هم تر ‏سترګو نه شو. دوی پر ستر الهي حکم پښې کېښودې او دوی ارمانجن زړونه ‏ودردول. دوی د ماتو زړونو څړيکې راويښې کړې. دوی غمونه تازه کړل او دوی ‏خپلې قربانۍ د يوې دروغژنې نارې ځوَږ ته واچولې!!‏

د دې تېروتنې دوهم ستر تاوان دا شو، چې د جهاد او مجاهد هيبت پايمال شو. ‏هغه خلک، چې نوم يې د دښمن غوږونو کې انګازې جوړولې، داسې مفت ورترغاړې ‏شول، چې هيڅ قيمت يې ونه کړ. هغه د معنی حسين قامتونه داسې ونړېدل، چې د ‏دښمن بې قد وقامته مجسمې ترې دنګې وبرېښېدې. د جهادي هيبت غرونه لکه د ‏خپلو موسمي واورو په څېر د دښمن د فکر خوړونو او ناوونو کې ‏وبهېدل…آه..آه.. او درېيمه تېروتنه دا شوه، چې په دې بڼه اوربند د روان ‏جهاد له سياق او جهادي شرايطو پرته وګڼل شو، چې د تاريخ د زورورترينې او ‏اوږدې ترينې جګړې د اتل يو رنګ په کې ډېر تت، سرسري او بابېزه نندارې ته ‏وړاندې شو!!