د شپې لخوا غوږ کې د هوږې ټوکړه کیږدئ او ګټې یې وګورئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): هوږه یو له داسې ګټورو خوړو څخه ده، چې د زړه سربېره د ډېرو خطرناکو او هلاکونکو ناروغیو مخه نیولو کې مرسته کوي.

په تیرو وختونو کې ټولو پیژندل شویو حکیمانو د زیات شمیر ناروغیو لپاره هوږه د درمل په توګه کاروله، اوسني ساینس هم ثابته کړې چې هوږه د خوراک ترڅنګ بې شمیره نورې حیرانونکې روغتیايي ګټې لري.

د هوږې له یو شمېر نورو ګټو څخه یې یوه د غوږ درد په حیرانونکي ډول ارامول دي، چې ددې لپاره مختلفې لارې په کار اچول کیږي، لکه دوه پلیه هوګه چې په شړشمو تېلو کې ګډه کړئ او بیا یې په اور کیږدئ، تر څو هوږه یو اندازه رنګ بدل کړي، خو پام مو وي چې توره نشي، بیا یې یخه کړئ او څو څاڅکي په دردونکي غوږ کې واچوئ.

خو دلته د هوږې له لارې د غوږ درد ارامولو لپاره یوه بله لاره ښودل کیږي، چې ډېره اسانه او اغیزناکه ده، د روغتیا پوهان وایي چې هوږه داسې طبیعي انټي بیټک antibiotic دی چې د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي، او ددې په استعمال سره پړسوب هم له منځه ځي.

که چیرې تاسې د غوږ درد څخه کړیږئ، یا مو غوږ پړسوب کړی وي نو د شپې لخوا غوږ کې د هوږې یوه ټوکړه کیږدئ، سهار له بیداریدو وروسته به تاسې حیرانونکې پایلې وګورئ، چې د غوږ درد، پړسوب او هر ډوله ناروغي به ښه شوې وي، او تاسې به د ارام احساس کوئ.

تاسې به هم حیران یئ چې هوږه څنګه کولای شي د غوږ درد بلکل له منځه وړي؟ ددې وجه په هوږه کې د داسې مکروب کش موادو شتون دی چې له بدن څخه هغه مکروب چې د انفیکشن لامل جوړیږي له منځه وړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د