سعودي، له طالبانو او حکومت نه د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱غبرګولي ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز د اختر په شپو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخیز مؤقت اوربند ستایلی، او غوښتنه یې کړې چې دغه اوربند د اوږدې مودې لپاره وغځول شي.

د سعودي پاچا، سلمان بن عبدالعزیز په یوه اعلامیه کې هیله ښودلې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند به د سولې د خبرو پیلامه شي.

د سعودي رسنیو د راپور له مخې د سعودي پاچا تمه ښودلې چې افغان حکومت او طالبان به د زغم او سولې خبرو نوي پړاو ته ننوځي، څو ۱۷ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

باید وویل شي چې د نورو کلونو سره په توپیر سږ کال د روژې مبارکي له اوویشتمي نیټي څخه د اختر تر پنځمي ورځي پوري د ملي وحدت د حکومت له لوري یو لوریز اوربند اعلان شو چې ویلي یې پر افغان طالبانو به دولتي ځواکونه په یاده موده کې هیڅ ډول تعرضي برید نه کوي، چې وروسته بیا همدا اوربند د لسو نورو ورځو لپاره د ولسمشرغني له لوري وغځول شو.

بل خوا وسلوالو طالبانو هم له خپله طرفه د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

طالبانو زیاته کړه چې اوربند به يې په ټول افغانستان کې عملي شي چې تنها پر افغان ځواکونو به له تهاجمي بریدونو ډډه کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې بهرني ځواکونه له اوربنده مستثنا بلل شوي، خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړي وه چې پر بهرنیو ځواکونو دې بریدونه نه دروي.

وسلوالو طالبانو د اوربند موده تمدید نکړه او بیرته یې د دولت او بهرنیانو پرضد تهاجمي بریدونه پیل کړل چې اوس د هیواد له زیاترو برخو د سختو جګړو راپورونه ورکول کیږي،

نن هم چارواکو تأیید کړي چې تېره ورځ او شپه بادغیس، فاریاب او غزني ولایتونو کې د طالبانو بریدونه دوام درلود، چې له امله یې 44 سرتیري وژل شوي.

4
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرحیم
میلمه

سعودی وهابی تکفیری خپله د امریکی گوداکی او دیهودیانو حامی دی او افغانستان هم هغوی خراب کری دی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا هم ورته امریکا دستور ورکړی چه افغانستان کی د سولی هیله او غوښتنه وکړی دحرمینو د حرمت له مخی به خلک د یهودی سلمان بی سعود بلنه ومنی امریکا اوس د شوروی اتحاد د برخه لیک سره شوی سیند اخستی هر خس او خاشاک ته لاس اچوی

zadran
میلمه
zadran

بیانزی صاحب.پا چا سلمان په لس کلنی قران شریف حفظ کړ،په لس کلنی ته #### ګرځیدی،اوس ته پاچا سلمان ته یهودی وایی؟

شهاب
میلمه
شهاب

د حرمینو علماء سوء دا دومره وخت ولی مونږ ته دعا نکوله…په مونږ خو قیامتونه تیر شول. د امریکا او ناټو په ظلمونو خو دلته د واشنګتن جینکو هم مظاهری وکړی. دوی تر اوسه چیرته وو.دوی زمونږ لپاره هغه وخت مړه شول چی د فرعون ترمپ په غاړه یی په خپلو ذلیلو لاسو هار ورواچاوه. دوی دی اوس خپلو ځانو ته دعا وکړی.مونږ د الله بندګان یو او مونږ تری خپله سوله غواړو رسول الله فرمایلی چی داسی وخت به راشی چی قران به د قاری له ستونی نه تیریږی.او کماال قال الله پاک فرمایی چی مسلمانان اشداء علی الکفار… نور لوستل »