fbpx

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره: افغانستان کې میشت استرالیايي ځواکونه باید محاکمه شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱غبرګولي ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي، استراليايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال سخت بشري جنایتونه ترسره کړي، چې له امله یې باید سزا وویني.

د افغانستان د بشري مسایلو د څارلو لپاره د یادې ادارې استاځي، پتریشیا ګوسمین ویلي: استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په ارزګان ولایت کې سخت ناوړه بشري جنایات ترسره کړي.

د نوموړې په وینا دوی ان د ملکي وګړو په وژلو کې له یو بل سره سیالي کړې ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې له نږدې هټیو به یې توکي اخیستل.

نوموړې په یوه مقاله کې ویلي، چې استراليايي ځواکونو ډېر کله ملکي وګړي او قومي مشران په بې رحمانه توګه وژلي دي.

د ګاسمن په خبره دوی په افغانستان کې له خلکو سره داسې چلند کاوه، چې ګواکي هر ډول قضايي مصؤنیت لري او څوک یې د جنایتونو مخه نه نیسي. هغې د استرالیا پر حکومت غږ کړی، چې په دې برخه کې دې عدالت تامین کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

ډیر دلګان سوله په اشغال کې غواړي ! یانې مسلمانان د بېرحمه وژل کیږي دالر د اوریږي سوله دکیږي
هر څوک چې د اشغالګر په حضور او پاتې شون کې سوله کوي او غواړي یې هغه خائن دی
او هغوی اسلام ، اسلامي عقیدې ، نظریاتو او علماؤ ته لوی سپکاوی کوي !!

حرکت
میلمه
حرکت

پټنګ صاحب ! ستاسی د خبری په تایید ، دغه کسان د ډالرو د بهیر تمدید او دوام ته سوله وایی ، چه د څربی امریکا غواله غولانځی شدی وچښی خیر دی که اشغلګر یی په کورنو د ساتنی وخت کی د قضایی مصونیت څخه په استفاده هر څه تر سره کوی . دوی ته شرم او غیرت ډالر دی حتی د########، ښه مثالونه یی ع او ع او غ دی دواړو ته ښه په غور وګوری چه په لیاره ځی د #### روان وی . د اول ځل د پاره چه غنی د ترمپ سره په جلا جلا کرسیو… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

حرکت صاحب! په محمدی اذان سوګند چه زه د غنی یا ع طرفدار او خواخوږی نه یم البته د ټاکنو د ګرما په درشل کی می د دوستم سره د کرکی پخاطر زړه نه ؤ چه پښتون قام خپله رایه د غنی په لمن کی ور واچوی چه دا د عبدولا د شخصیت د تائید معنی هم نه درلوده بلکه فقط آرزو می وه چه د خبیث دوستم پښه په ارګ کی ونه لګیږی. په هر حال عرض می دادی چه: ۱- تبصره او د نظر ښکارنه ستاسی مسلّم حق دی هیڅوک پدې هکله اعتراض نلری. ۲- لطفاً تبصرې په… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

غ،حضرت صاحب سلامونه او نیکی هیلی.په جرمنی کی یو ډیر ښه دوست لرم.اختر په ورځ می ورته تېلفون وکړ،تر څو د ده او کورنی د صحت او عافیت پوښتنه وکړم.دا هم دخپلی ټولی کورنی د صحت اطمینان راکړ،خو د خپل والد صاحب په باره کی راته وویل چه یو قسم عصبی تکلیف ورته پیدا شوی چه د جرمن ډاکترانو اوس تشخیص کړ،او عجیبه مریضی ده.ما ور څخه پوښتنه وکړه چه څنګه مریضی ده.هغه راته وویل هره خبره چه زما والد صاحب ته وکړی ،نو هغه خبره د هغه ماغزه سر چپه کوی.مثال،چه زما پلار ته ووایی چه زه بازار ته… نور لوستل »