د بشري حقونو د څار نړیواله اداره: افغانستان کې میشت استرالیايي ځواکونه باید محاکمه شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱غبرګولي ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي، استراليايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال سخت بشري جنایتونه ترسره کړي، چې له امله یې باید سزا وویني.

د افغانستان د بشري مسایلو د څارلو لپاره د یادې ادارې استاځي، پتریشیا ګوسمین ویلي: استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان په ارزګان ولایت کې سخت ناوړه بشري جنایات ترسره کړي.

د نوموړې په وینا دوی ان د ملکي وګړو په وژلو کې له یو بل سره سیالي کړې ده او هغه کسان یې په نښه کړي چې له نږدې هټیو به یې توکي اخیستل.

نوموړې په یوه مقاله کې ویلي، چې استراليايي ځواکونو ډېر کله ملکي وګړي او قومي مشران په بې رحمانه توګه وژلي دي.

د ګاسمن په خبره دوی په افغانستان کې له خلکو سره داسې چلند کاوه، چې ګواکي هر ډول قضايي مصؤنیت لري او څوک یې د جنایتونو مخه نه نیسي. هغې د استرالیا پر حکومت غږ کړی، چې په دې برخه کې دې عدالت تامین کړي.

تبصرې (4)

  • ډیر دلګان سوله په اشغال کې غواړي ! یانې مسلمانان د بېرحمه وژل کیږي دالر د اوریږي سوله دکیږي
    هر څوک چې د اشغالګر په حضور او پاتې شون کې سوله کوي او غواړي یې هغه خائن دی
    او هغوی اسلام ، اسلامي عقیدې ، نظریاتو او علماؤ ته لوی سپکاوی کوي !!

    • پټنګ صاحب !
      ستاسی د خبری په تایید ، دغه کسان د ډالرو د بهیر تمدید او دوام ته سوله وایی ، چه د څربی امریکا غواله غولانځی شدی وچښی خیر دی که اشغلګر یی په کورنو د ساتنی وخت کی د قضایی مصونیت څخه په استفاده هر څه تر سره کوی . دوی ته شرم او غیرت ډالر دی حتی د########، ښه مثالونه یی ع او ع او غ دی دواړو ته ښه په غور وګوری چه په لیاره ځی د #### روان وی .
      د اول ځل د پاره چه غنی د ترمپ سره په جلا جلا کرسیو ولیدل شو غنی به هرو څو دقیقو کی ځان داسی اړوو او راړوو چه ######

  • حرکت صاحب!
    په محمدی اذان سوګند چه زه د غنی یا ع طرفدار او خواخوږی نه یم البته د ټاکنو د ګرما په درشل کی می د دوستم سره د کرکی پخاطر زړه نه ؤ چه پښتون قام خپله رایه د غنی په لمن کی ور واچوی چه دا د عبدولا د شخصیت د تائید معنی هم نه درلوده بلکه فقط آرزو می وه چه د خبیث دوستم پښه په ارګ کی ونه لګیږی. په هر حال عرض می دادی چه:
    ۱- تبصره او د نظر ښکارنه ستاسی مسلّم حق دی هیڅوک پدې هکله اعتراض نلری.
    ۲- لطفاً تبصرې په خپل اصلی نوم او هویت لیکی چه بیا هم دا ستاسی حق دی، البته ستاسی د لیکنی سبک به ستاسی د مستعار نوم د تثبیت سره کومه مرسته ونکړای شی ځکه ټول ګران لوستونکی پوهیږی چه لیکنه د چا ده.
    ۳- لږ غوندی چه علمی ولیکې ښه به وی.
    که څه زه خپله هم ډېر سپک خولی یم او اکثراً بې حیا جملې لیکم خو ستا ځینی جملې د انسانی کرامت خلاف او بعضاً کرکجنی دی.
    ۴ او پنځم- صحبت به سره کوو خو سره خښمېږو به نه، برادرانه توصیه مشر او کشر نه غواړی.

    • غ،حضرت صاحب سلامونه او نیکی هیلی.په جرمنی کی یو ډیر ښه دوست لرم.اختر په ورځ می ورته تېلفون وکړ،تر څو د ده او کورنی د صحت او عافیت پوښتنه وکړم.دا هم دخپلی ټولی کورنی د صحت اطمینان راکړ،خو د خپل والد صاحب په باره کی راته وویل چه یو قسم عصبی تکلیف ورته پیدا شوی چه د جرمن ډاکترانو اوس تشخیص کړ،او عجیبه مریضی ده.ما ور څخه پوښتنه وکړه چه څنګه مریضی ده.هغه راته وویل هره خبره چه زما والد صاحب ته وکړی ،نو هغه خبره د هغه ماغزه سر چپه کوی.مثال،چه زما پلار ته ووایی چه زه بازار ته ځم،نو هغه فکر کوی چه دا ځنګل ته ولاړ،مطلب هره خبره سر چپه کوی.او هغه زیاته کړه چه په خپل وخت ډاکتر ته هم نه ځی.دوا هم نه خوری او وایی چه زه بیلکل ښه یم.او زما ملګری زیاته کړه چه جرمنی ډاکتر راته وویل چه دا مریضی په ډیر خلکو کی شته،خو دوی فکر کوی ښه صحت مند یوو.
      نو زما هیله دا وه چه د حرکت صاحب څخه ته مه خپه کیږه،فکر کوم حرکت صاحب چه نور ډیر نومونه لری هم دا مرض لری،نو که چیری حرکت صاحب لندن کی هیلته سنتر ته وورشی ځان په معاینه کړی ،د مریضی علاج به یی وشی،د حرکت ماشومان هم هسپتال کی کار کوی،د دی مرض نوم یی ماته په انګریزی کی را وښود،خو زه شپون سړی یم هیر می شو،کومه غلطی چه تبصرو کی کوم د یوه ورور په شان نصیحت راته کوه،والسلام