fbpx
طالب سرتېري

طالبان: د امریکايي بمبار سره سره مو لغمان کې د داعش جرړې وایستې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۱غبرګولي ۱۳۹۷ل): په لغمان ولایت کې طالبانو د داعش د بیخکنۍ په موخه عملیات کړي او د امریکايي ځواکونو د لالهانده هوايي ملاتړ باوجود یې سیمه د داعش له شتونه جارو کړې.

طالب ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له څه مودې راهیسې د داعش فتنه اچوونکي په دې هڅه کې وو چې د الینګار ولسوالۍ په ګندګل درې سیمه کې ځاله جوړه کړي، چې د طالبانو د څو ځلي دعوت په ردولو سربېره یې خپل شرارت او د خلکو ځورولو ته دوام ورکاوه.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، بالآخره وړمه ورځ طالبانو په یادو داعشي عناصرو عملیات پیل کړل او سره له دې چې امریکايي الوتکو یې په ملاتړ سخت بمباري کوله، طالبانو نن ټوله سیمه د هغوی له شرارته پاکه کړه.

نوموړی وايي په خپلو دوه ورځنیو عملیاتو کې يې د داعش «فتنه ګرو» جرړې ایستلي، لسګونه افراد یې وژلي او جسدونه یې په سیمه کې پراته دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د داعش د احتمالي پاتې شونو د موندلو پسې تصفیوي هڅې روانې دي.

طالبانو په ټوله جګړه کې د خپلو پنځو تنو وژل کیدل منلي، چې یو تن له داعشیانو سره په مخامخ جګړه کې او څلور نور د امریکایانو په بمبار کې وژل شوي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، که څه هم امریکايي الوتکو د طالبانو جنګي کمربند تر هوايي بریدونو لاندې نیولی و، خو طالبانو خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او سیمه یې د داعش له وجوده پاکه کړه.

ښاغلي مجاهد د داعش او امریکايي ځواکونو ترمینځ غځیدلی د یارانې پټ تار یو ځل بیا رابرسیره کړې او څرګنده کړې يې ده چې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې چې کله هم طالبانو د داعش په خلاف عملیات پیل کړي، امریکايي الوتکې رارسیدلي او د هغوی په حمایت کې يې طالبان بمبار کړي دي.

د داعش په اړه له پیله داسې باورونه موجود دي چې د امریکا او افغان حکومت مشترکه پروژه او د اربکیانو د سیکې دوهم مخ دی، چې د ولسي خلکو د وژنو په قیمت د سیاسي او نظامي اهدافو لپاره استعمالیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د