شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

د فکرونو په باران کې مې ژوندون دی
ستا د هجر په ګزران کې مې ژوندون دی

د فراق په زولنو کې بندیوان یم
د هجران په تور زندان کې مې ژوندون دی

د بېلتون سېلۍ دې یوړم بې پوښتني
د بېلتون په سخت طوفان کې مې ژوندون دی

سم راګیر یم د وختونو په آزمون کې
د حالاتو امتحان کې مې ژوندون دی

د دردونو دنیاګۍ ته مهاجر شوم
له کړاوه ډک جهان کې مې ژوندون دی

ستا یادګار ته مې په اوښکو غسل ورکړﺉ
لوند په اوښکو خپل ګرېوان کې مې ژوندون دی

رسمومه ستا انځور د زړه په کور کې
ای ارمانه په ارمان کې مې ژوندون دی

زه فتحان دې چې بې مرګه ووژلم
یم ژوندی خو قبرستان کې مې ژوندون دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x