fbpx

د جفا له کلي‎

سعادت کلیوال

په نا اشنا وطن کې یو مسافر
یو یاد، یو درد، راسره تل ګرځیږي

که هرڅو ځانته یم، همراه مې نشته
لکه سایه راسره مل ګرځیږي

په زړه مې ګرځي ستا د یاد لښکرې
ته وا چه زاڼې په کابل ګرځیږي…….

ستا بې انصافه انصافدار ثابت شو
ددې مخلوق له انصافدار نه توبه

ستا جفاکار باندې مې سر قربان شه
ددې وطن له وفادار نه توبه

د غرني، خړه کي یار نه ځارشم
ددې نازکو له رخسار نه توبه…….

په غرو فناه جانانه تا یادووم
تاته به هم چه دریادیږم که نه؟

چه مې د زړه په غوږو چیغې واورې
د زړه په کور کې دې اوسیږم که نه؟

چه له دعاوو خو مې هیر نه کاندې
د ستا په زړه به راوریږم که نه؟……..

بیا دي رنګونه ماذدیګر جوړ شوی
خو زیړ په شکل د بیمار تیریږي

دا بازاري رنګ یې له ورایه معلوم
شُغلې یې غشي له پرهار تیریږي

نګاره! زه ناول د مینې ګورم
پکې د ستا هر یو یادګار تیریږي……..

په دې دیار کې د ملنګ په څېر یم
په ځان د رحم د چا پام نه وینم

ستا د سړې هوا په طمعه مرمه
هغه د ستورو ډک ماښام نه وینم

چه به یې زه پرې رابللم ځانته
وطنه! ستا د مینې نام نه وینم…….

ګرانه دا سترې فاصلې خو ګوره
خیال مو په کوم ځای کې ګودر نیولی

په بل طرف مې نظر نه اوړي
سترګو د ستا راته سنګر نیولی

د ستا د یاد رانه لاسونه تاو دي
زه یې په غیږ کې مرور نیولی…..

د محبت او د اُلفت استاده!
ای مَلَکِي انسانه مرم درپسې

د ستا له نام نه بل څه نه یادووم
خوب ته مې راشه کنه مرم درپسې

درپسې ژاړم په دې تور جهان کې
د تورې شپې جانانه مرم درپسې…..

دلته هر څه دي بازاري وطنه!
وطنه ستا د مینې رنګ نلري

په ښکلو ډک دي دلته سمې غرونه
ښکلې وفا ستا د لونګ نلري

وطنه مینه تر مطلب پاتې ده
دلته عادت څوک د پتنګ نلري…..

دومره دې مینه لیونۍ ده ګرانه
چه څوک دې یاد کړي هغې خواته ګورم

ناقرار، ستړی د صحرا مسافر
لکه مجنون لار د لیلا ته ګورم

له یوې لاندې طبقې د سِتم
هسک منارونو د پــکـتیا ته ګورم….

لکه چه پرخه د سحر وریږي
داسې وریږي مې تل نم له سترګو

په ځان یې فیض د محبت نه وینم
محروم یم پاتې د کرم له سترګو

د ښامار خُله کې غرغرې کومه
یم فناه شوی د صنم له سترګو….

خو لاس مې ستا تر غاړې نه رسیږي
ستا په ګریوان کې دي پردي لاسونه

ارام مې نه پریږدي د ستا په څنګ کې
راته خنډ شوي فرعوني لاسونه

راته الهام د خوږ ویصال راکوي
غرونه دې ماته ښوروي لاسونه….

وطنه نور راباندې ولوریږه!
د ستا د خاورې ستا د ځان بچی یم

چه ستا په ننګ یې ځان ټوټه ټوټه کړ
ستا د عاشق ستا د جانان بچی یم

چه هیڅ ظالم ته سرټیټی نکوي
وطنه ستا هغه افغان بچی یم….

خدایه د هجر امتحان ختم کړې
راکړې ژوندون د محبت په غیږ کې

دغه زړګی هم خدایه تا جوړ کړی
مینه دې ایښې د فطرت په غیږ کې

نور سعادت له دې دیاره ځمه
مادیت پروت د معنویت په غیږ کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د