
د استقلال څادر
عرفان الله عرفاني
وشلېدۀ ټولېږي د اشغال څادر
اغوندي هېواد داستقلال څادر
پېغلو، ملاليو خامک کړئ دی
نلري جوړه دا نړۍ وال څادر
تاو کړلو زلميو له سرو ځينې
ډک دی له دهشته د قتال څادر
توره د تيارو شړۍ به ټوله کړي
وبه غوړوي سپين د هلال څادر
کړي آذان د فتحې پر منبر باندې
ګران طالب اغوستی د بلال څادر
تا چې پر اوږو را اچولی دی
ښکاري د ايوب او د ابدال څادر
نشي پټېدی پکې د وخت شيطان
پېژني هر څوک د خر دجال څادر
تښتي ځان يې منډې ته جوړ کړی دی
غرب لاس کې نيولی د زوال څادر
راشه (عرفاني) ته يې لږ وګوره
تاته مې راوړئ کليوال څادر