
د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – دولسمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. لَا يَزَالُ قَلْبُ الْكَبِيرِ شَابًّا فِي اثْنَتَيْنِ فِي حُبِّ الدُّنْيَا وَطُولِ الْأَمَلِ. صحیح البخاري
ترجمه : همېشه د مشر سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان وي د دنیا په مینه او اوږده امید کې.
۲.خذ الامر بالتدبير فان رأيت في عاقبته خيرا فأمضه وان خفت غيا فأمسك .كنز العمال
ترجمه : یو کار له فکر او سوچ سره کوه که د هغې په آخر کې درته نیکي ښکاره شوه نو مخکې یې یوسه او که درته بدي پکې ښکاره شوه نو بیا ورڅخه ځان وساته .
۳. لَا يَقْضِيَنَّ حَكَمٌ بَيْنَ اثْنَيْنِ وَهُوَ غَضْبَانُ. صحیح البخاري
ترجمه : څوک چې غصه وي د دوو کسانو په مینځ کې د فیصله نه کوي.
۴. لَا يُشِيرُ أَحَدُكُمْ عَلَى أَخِيهِ بِالسِّلَاحِ. صحیح البخاري
ترجمه : پتاسې کې د څوک خپل ورور ته په سلاح سره اشاره نه کوي (یو بل ته سلاح مخامخ مه نسیئ).
۵. الحمد علي النعمة امان لزوالها .كنز العمال
ترجمه : په نعمت باندې د الله تعالی شکر ویستل د هغه نعمت لپاره له زوال څخه امان دی (بنده چې د کوم نعمت شکر وباسی هغه نعمت به له ده څخه نه زائلیږي .
۶. من رد عن عرض اخيه ، رد الله عن وجهه النار يوم القيامة .سنن الترمذي
ترجمه : چا چې د کوم مسلمان له عزت څخه دفاع وکوله نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور دفع کړي .
۷. لَا يُقِيمُ الرَّجُلُ الرَّجُلَ مِنْ مَجْلِسِهِ ثُمَّ يَجْلِسُ فِيهِ. صحیح البخاري
ترجمه : څوک د داسې نه کوي چې یو کس له خپله ځایه پاڅوي او د هغه په ځای دی کیني.
۸. لَا يَقُولَنَّ أَحَدُكُمْ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي إِنْ شِئْتَ. صحیح البخاري
ترجمه : پتاسې کې د څوک داسې نه وایي اې الله تعالی که د خوښه شوه ماته بښنه وکوه (بلکه دعاء به په ټینګه سره کوئ او وایئ به اې الله تعالی ماته بښنه وکوه) .
۹. حفت الجنة بالمكاره وحفت النار بالشهوات .صحيح مسلم
ترجمه : جنت په تکلیفونو کې پټ شوی دی (که ته جنت ته تلل غواړې نو تکلیفونه به برداشت کوې) او اور په شهوتونو کې پټ شوی دی (که ته په شهوتونو کې اخته کېږې نو اور ته به ورځې) .
۱۰. حفظ الغلام الصغير كالنقش في الحجر وحفظ الرجل بعد ما يكبر كالكتاب علي الماء .كنز العمال
ترجمه : د ماشوم حفظ داسې دی لکه په کاڼی لیکل او د لوی سړی حفظ وروسته له دې چې هغه لوی شي داسې دی لکه په اوبو باندې لیکل .