سپینې کوترې!

سید احسان الهام

اسلام غواړو ، هېواد کې او بیا تا سپينې کوترې
سرونه ژدو د لوی خدای په رضا سپینې کوترې

ښکېلاک دی او که ګبر په یوه سلا مو وژني
ډارېږو لیري ګرزو له هر چا سپینې کوترې.

دا سپینه ده که راغلې ته به هم اور کې پخه شې
اشغال ده زمونږ ځمکه تر فضا سپینې کوترې

کڼه به یې شاید چې د چورلکو غږ نه اورې
کڼه به یې چې نه اورې غوغا سپینې کوترې

د ویښ احساس څښتن به ستا راتګ ته خوشحال نشي
هېواد کې چې مو وي، دا سره بلا سپینې کوترې

ګیله مکړه مجبور یو، انقلاب دی اوزګار نه یو
که ژوند و سره و به وینو بیا سپینې کوترې

د دېن لار کې ور کړې قربانۍ مو ضایع نه شي
الهام وایې: را نشې بې بریا سپینې کوترې

2018/06/21

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د