فرعونه! له تا مو لس (۱۰) حکمتونه زده کړل (!)

ژباړنه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

– لومړی حکمت:

له تانه مو زده کړل دا، چې د الله جل جلاله تقدیر هرو مرو پلي کېدونکی دی، تا ۱۰۰۰۰ معصوم بچیان په دې موخه ووژل، چې موسی را نشي، و مې نه وژني، د پاچایۍ تاج او تخت را نه غنیمت نه کړي او د عزت کښتۍ مې په اوبو لاهو نه کړي؛ خو د رب جل جلاله تقدیر چې ورسېد تا په خپل لاس وپاله، وساته او ستر دي کړ، خیالي خوب دي په حقیقت واوښت.

– دوهم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې زړونه د الله پاک په واک کې دي، د انسانانو له واکه وتي دي، تا چې موسی د مور د زړه له مینې اوغېږې نه محروم کړ، الله پاک هغه ته ستا د ښځې (آسیې) د زړه په تل او غېږه کې ځای ورکړ! تا بې موره کاوه، الله پاک له هغې نه زړه سوانده مور ور په برخه کړه.

– درېیم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې یو څوک په ټول توان نشي توانېدلای، چې څوک بېلارې کړي، یایې سمې، سېده لارې ته راولي – له لوی الله جل جلاله نه پرته – په هغه دنګه ماڼۍ کې چې تا د “انا ربکم الاعلی” (زه ستاسو لوی رب یم) کرغېړنه، زړه چوونکې جمله (غونډله) له ناپاکې او ناولې خولې نه وویسته، په هغه شېبه ستا ماڼۍ ته څېرمه ستا ښځې (آسیا) دا جمله ” سبحان ربی الاعلی” ( زه د خپل لوی رب پاکي بیانوم) د زړه له تله په زوږ او جوش سره ویله!

– څلورم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې کورونه پټ رازونه دي، او دا، چې تر چت لاندې مېړه او ښځه ژوند پر مخ وړي؛ خو یو د بل له راز نه نا خبره وي، یوچت دوه تنه نشي سره پیوندولای، د پیوند، پیوستن او یو والي مزی یواځې زړه دی. فرعونه که ستا او آسیې چت یو و؛ خو زړونه مو دوه وو.

– پنځم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې یو لښکر په ټول کوښښ یو مومن، چې ایمان یې د زړه تل ته تېر شي له ایمانه نشي ویستی، نه جادوګران ستا ځواکمن پوځ و وېرول، نه “ماشطة” (د فرعون د لور د سینګار خادمه) ستا جوش کړو تېلو او نه “آسیا” ستا او ستا د ظالمو چارواکو بېلا بېلو تعذیبونو او کړاوونو!

– شپږم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې وینه په هیڅ صورت اوبه نګرځي! او دا، چې یوې وړې خور خپل ورور، و خپلې مور ته په څومره مهارت بیرته را وګرزاوه، چې دا مبارکه جمله یې یاد را تازه کوي:

{هل أدلكم على أهل بيت يكفلونه [الایة]}

ژباړه: ایا تاسو ته ښوونه و نه کړم په یوې داسې کورنۍ، چې د هغه (موسی علیه السلام) سمه پالنه وکړي؟ او دا، چې یو ویاړمن او شریف ورور چې د نبوت ستر مسؤلیت ور له غاړې وي، له دېنه باک نه کوي، چې د افتخار په توګه ووايي: (هو افصح مني لسانا)

هغه (هارون علیه السلام) تر ما د فصاحت او خلاصې ژبې څښتن دی.

– اووم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې مریان په خپلو لاسو جلادیان جوړوي، او دا، چې ته نه وې برلاسی، چې پر خپل قوم لویي او تکبر وکړې، که هغوی درته ګونډه شوي نه وای او ته یې سوور کړی نه وای!

– اتم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې الله پاک د یوه بنده ملاتړ په لکړه سره هم کولای شي، وروسته له دې، چې هغه وړاندې یواځې د تکیې او څارویو ته د پاڼو را ټکولو جوګه وه او بس. او دا، كه الله پاک وغواړي؛ نو یو څوک د خپل پوځ په زړه کې له ماتې سره مخ کولی شي.

– نهم حکمت:

له تا نه مو زده کړل دا، چې د واړه دنیوي اسبابو اغېزې یواځې په انسانانو پرېوزي، الله پاک د هر څېز له اغېز نه، منزه (پاک) دی، هغه سیند – چې دنده یې د ماشومانو په ګډون د هر څیز له ستونې تېرول دي – د هغه (موسی علیه السلام) د نجات او خلاصون لامل شو، ستا ماڼۍ ته یې د هغه ماشوم تابوت در ووړ، چې ته یې په لټه کې وې او ترې لړزېدې، او دا، چې پر هغه سیند، چې یواځې د کښتیو په مټ ترې تېرېدل شونی و، همغه الله پاک یو لوی لښکر پلي تېر کړل، وروسته له دې چې وچې لارې یې ترې و ویستې.

– لسم حکمت:

له تا نه مو زده کړل، چې الله پاک هغه ذات دی، چې ستا بیخ یې ستا په څېر په بشري فوځونو و نه ویست، بلکې ته د هغه جل جلاله په نزد سپک او ذلیل وې، په داسې څیز یې د مرګ و کندې ته ور ټېل وهلې، چې هغه د هر څیز د پنځوني سرچینه ده (اوبه)، او دا، چې هر څه چې په زمکه کې دي، هغه د لوی رب جل جلاله پوځ او لښکر دی، هغه سیند، چې موسی علیه السلام یې روغ رمټ ستا تر دره در ووړ، هغه ته، سره له دې چې ځان دي عاقل او زېرک باله له ستونې تېر کړې.

مآخذ: عربي پاڼې سره له څه تفصیله او تشریحه.

تبصرې (1)

  • دا قرآنی رښتینی داستان یو ځل بیا تکرارېدونکی دی منتهی لږ غوندی توپیر به ئې داوی چه د لوبو د پیل نه مخکی یا د لوبی په جریان کی به د موسی او د فرعون لښکری د فکری- عقیدتی موضِع او سنګر د تبادل په معادله کی را ښکیل شی مانا داچه د فرعون ځینی لښکری به موسی ته مؤمن شی او د موسی ځینی لښکری به فرعونی تفکر ته مؤمن شی.البته ددې لوبی خفیف شکل همدا نن هم تر سترګو کیږی چه توضیح ته اړتیا نشته، منظور می د فهم وړ دی.