په کراچې کې امنیتي وضعه یو وار بیا په خرابیدو ده

karachi_targetنن ټکی اسیا: داسی بريښی لکه کراچی ښارکی چی یو واربیا سیاسی اوتوکمی وژنی شروع کیږی.
تیره ورځ د کراچی د زاړه ښار په سیمه کې ټمبر مارکیټ پان منډۍ ته څیرمه دسني تحریک مربوط دوه کارکونکي دنامالومو موټر سایکل سورو لخوا په ډزو سره ووژل چې وروسته بیا په سیمه کې مسلح خلګ را وواتو او هوایی ډزی یی وکړی اودسیمی خلک یی دې ته اړ کړل چې سیمه خوشي کړي.

د عید ګاه د پولیسو لخوا ویل شوي چې دسني تحریک دواړه کارکونکي هغه وخت دنامالومو وسلوالو لخوا په نښه شول کله چی تیر ماښام دترافیکو په ګڼه کڼوکې د رنچور لاین سیمي ته نژدې د KMC ورکشاپ مخي ته د تیریدو په حالت کی وو.
له سیمي څخه پولیسو یو لوړ رتبه چارواکې خبر ورکړی دی چی ۲۸ کلن وسیم قادري او۲۹ کلن دانش قادري دواړه دسني تحریک غړي وه، وسیم دسني تحریک د بوهراپیر څانګي مربوط او دانش دکالا پول څانکي دسني تحریک سرګرمه کارکن وو.
همدا رنګه تیره ورځ دکراچی ښار ګلشن اقبال سیمه کی سپاري پارک ته څیرمه دمتحده قومي تحریک یو تن کارکن د نامالومو موټر سایکل سورو لخوا په ډزو سره ووژل شو.
عیني شاهدان وایي چې وژل شوی کس سپاري پارك مخته دسوی ګیس دکمپنۍ مربوط یو موټر کي ناست وو چې ناببره دوه موټر سایکل سواره راښکاره شول، اول یی نوموړی له موټر څخه را کښته کړی اوورسته یې پر سینه باندي په مرمیو غلبیل کړ، او تیره ورځ په ګلشن اقبال سیمه کې پټیل روغتون ته څیرمه دپیپیلز ګوند پخوانی غړی چې اوس له مسلم لیګ نواز سره یو ځای شوی وو، د نامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شو.
له بلې خوا اوس اوس دخبري رسنیو لخوا خبر ورکړل شو چې د کراچی ښار شمال ختیځ لور ته دقصبه کالوني په سیمه کی ډزي وشوې او د دوو کسانو دوژلو خبر ورکړل شو.
کراچي ښار چې یو وخت کې د رڼاوو په ښار سره یادېده او د پاکستان د اقتصاد زړه بلل کېده، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه به خلګ د لیدلو لپاره ورته راتلل، ترسهاره پوری به هوټلونه اوسړکونه دخلګو له ګڼي ګوڼي څخه ډک وه او د شپې تر ناوخته پوري به دکانونه او سوداګریځ مرکزونه خلاص وه.

خو د نن په کراچی کی له ماښام څخه وروسته تاریکه وي، ویره وي بې اطمناني وي، هرڅوک کوښښ کوي چی سر ماښام کارونه بند کړي او تر کورونو پوري ځانونه ورسوي، په ښار کې دومره ناکراري خوره وي که یو څوک په زوره دروازه هم بنده کې نو دسیمی خلګ یو دم ځير شی تر څو پوه شی چی بیا خوبه څه پیښیدونکې نه وي، که یو کس بل کس ته دوه واره پرلپسې وګوري نو هغه سره اندیښنه پیدا سي اوکوښښ کوي چی لیري ځیني لاړشي.
بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.