fbpx

د دري ورځني اوربند سیاسي او تبلیغاتي مدلولات

شاهد (غزنیوال)

د طالبانو له لنډ مهاله اوربند څخه تر څو ورځو تیریدو وروسته هم لا یاد اوربند د کورنیو او نړیوالو رسنیو د سرټکی او سیاسي شنونکي یې د اهمیت او موثریت په اړه شننه کوي.

په دې کې شک نشته چې یاد اوربند زمونږ د هیواد په تیر څلویښت کلن جنګي تاریخ کې د عطف يوه داسې نقطه ده چې ډیرحقائق او واقعیتونه یې را څرګند کړل.

یاد اوربند دا ثابته کړه چې د افغانانو ترمنځ ټولې شته ناخوالې د بهرني اشغال زیږنده دي ، که بهرنی اشغال نه وي نو افغانان هم خپل منځي تفاهم ته لیوالتیا لري او هم یې وړتیا لري.

یاد اوربند دا هم شوني کړه چې که د افغان ښکیلو اړخونو ترمنځ په خپل هیواد کې د جګړې په پایته رسولو باندې واقعي توافق راشي بهرنیان هیڅ کله نشي کولای د هغه مخنیوی وکړي .

په اوربند کې د طالبانو موثریت

که څه هم چې د اوربند اعلان تر طالبانو وړاندي ګډ حکومت كړی و خو مؤثریت يي هغه وخت ښکاره شوه چې طالبانو له خپل لوري دری ورځنی اوربند اعلان کړ.

له دې اوربند سره ولس په یوه هیښوونکی ډول تجاوب وښود.

طالبانو هم له خپل لوري د اوربند په اړه صادرې شوې اعلامیې کې د اوربند لامل په آرامي سره د اختر د مناسباتو تیرول ښودلي وو چې د ولس لخوا د هغوی دغه اقدام په خورا خوښۍ او ښو ولولو سره استقبال شو.

طالبانو په یاد اوربند سره خپله هغه ادعاء چې د یرغلګرو په مقابل کې د جګړې ابتکار له دوئ سره دی عملا ثابته کړه.

همدا راز طالبانو په یاد اوربند سره د یرغلګرو او حکومتي چارواکو هغه ادعاوي په عملي ډول تکذیب کړي چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ ۲۱ نورې ډلې جنګیږي.

ځکه که واقعا هم له طالبانو پرته کوم بل پوځي جهت وای نو خامخا به یې په همدې دریو ورځو کې خپل ظهور ښکاره کړی وای .

داعش چې اصلا د جهادي مقاومت (طالبانو) په مقابل کې د اشغالګرو لخوا د یوه مزاحمتي ځواک په حیث را پیدا کړل شوی ، هغوی د خپل وظیفوي مسؤلیت له مخې په ننګرهار کې پر ولسي خلګو خپل بریدونه تر سره کړل.

خو نور د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د اختر په دری ورځني بندیز کې یوه مرمۍ هم د طلبانو او داخلي ځواکونو ترمنځ نه ده تبادله شوې.

د عامي روغتیا وزارت هم پر دې اعتراف لري چې د اختر په دریو ورځو کې له ننګرهار پرته نور په ټول هیواد کې یو فرد هم د زخمي په حیث زمونږ روغتونونو ته نه دی راوړل شوی چې دا په خپل ذات کې له طالبانو پرته د نورو پوځي ډلو د انتفا په معنی دی.

د اوربند سیاسي مدلولات

د طالبانو لخوا په یوه اعلامیه سره په ټول هیواد کې جنګ بندي امریکايي چارواکي هم دیته اړ کړل چې له هغوی سره په سیاسي معادله کې نوی باب پرانیزي.

هماغه و چې د طالبانو لخوا د اوربند له تنفیذ سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی تیار دي له طالبانو سره د سولې په مخامخ خبرو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د اوربند په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر Mike Pompe د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې داسې څرګندونې وکړي چې له ورایه ورکې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه په امریکايي سیاست کې د جذري بدلون نښې ښکاري.

په یادې اعلامیې کې لاندې ټکي واضح شوي دي:

۱. امريکایان تیاردي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په اړه مذاکرات وکړي.

۲. امریکایان تیار دي د یادو مذاکراتو په پروسه کې پر خپل رول بحث وکړي.

۳. امريکایان تیار دي په دې مذاکراتو کې مستقیم او فعال رول ولري.

پورتنی دری واړه نقاط هغه څه دي چې مخکې امریکایانو د طالبانو له غوښتنو سره سره کله هم داسې څرګند تیاری نه و اعلان کړی او هغه هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د یوه مهم چارواکي لخوا.

د اوربند تبلیغاتي مدلولات

د اوربند په دریمه ورځ د ګډ حکومت د دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش له رسنیو سره په څرګندونو کې وویل چې ۳۵۰۰۰ طالبان د اوربند په شپو ورځو کې کابل او د هیواد نورو ښارونو ته داخل شوي وو.

ښارونو په تیره پلازمینې کابل ته د طالبانو مسلح داخلیدل په حقیقت کې د طالبانو یو منظم پوځي مانور و چې د داخلي او بهرنیو ځواکونو په وړاندې یې اجرء کړ.

په دې پوځي مانور سره طالبانو هم امریکایانو او هم داخلي ځواکونو ته ډیر مهم پیغام ورساوه.

ځکه کوم طالبان چې د کابل په شمول نورو ښارونو ته داخل شول هغوی ټول مسلح او هغه شوبلې یې له ځان سره لرلې کومې چې يي له دولتي ځواکونو څخه په جګړو کې غنیمت کړې وي.

دغه طالبان په داسې منظم پوځي وضعیت کې ښارونو ته ننوتل چې هلته له میشتو امریکايي ځواکونو څخه له کومو سره چې دوي هیڅ ډول اوربند هم نه و اعلان کړي هیڅ ترس په زړه کې نه ور تیریده .

طالب ځواکونو په خپل همدغه پوځي مانور سره د امریکایانو، دولتي ځواکونو او تبلیغاتي رسنیو هغه ټول تبلیغات تکذیب کړل چې ګواکي طالبانو له روسیې او نورو هیوادونو څخه نوې وسلې تر لاسه کړې.

همدا شان طالبانو په دغه پوځي مانور سره په خپلو لیکوکې د بهرنیو وسله والو شتون او په دې اړه ټول تبلیغات ناسم ثابت کړل.

ښارونو ته د طالب وسله والو مسلح داخلیدل د کابل او نورو ښاریانو په زړه کې له طالبانو سره داسې بي کچې مینه را ژوندۍ کړه چې له امله یې ډیرو ورباندې ګلونه وشیندل او ډیرو ورسره د خوښۍ اوښکې توي کړې.

دا چې خپله جنرال راد منش هر ښار په تیره کابل ته د ۳۵۰۰ طالبانو پر داخلیدو اعتراف وکړ ، خو د دغومره لوی شمیر طالبانو داخلیدل دومره منظم و چې په کابل کې زرګونو رسنیو او خبریالانو له همدومره زیات شمیر طالبانو څخه یو فرد هم داسي پیدا نه کړ چې له هغه څخه دې د جنګ او سولې په اړه د طالب پالیسي خلاف یوه معمولې خبره تر لاسه کړي.

بلکې همدې زیات شمیر طالبانو د کابل ښار په دننه کې له ژور نالیستانو سره د خبرو په مهال هم اداري مقررات په ټینګه رعایتول.

د بیلګې په توګه کوم طالب چې د بي بي سي خبریالې ملایکه احمدزۍ ورسره مرکه کول غوښتل هغه تري ځان ګوښه او خپل بل ملګري چې ممکن ساحوي مسؤل به یې و د خبرو لپاره ور په ګوته کړ.

مرکه کوونکی کس چې یو کشر عادي طالب ښکاریده د بي سي خبریالې مسلکي پوښتنې په داسې طرز او ترتیب ځوابولي لکه نوموړی چې مستقیما همدې صحنې ته د مطبوعاتي کنفرانس ورکولو لپاره وظیفتا لیږل شوي وي.

ښارونو ته د طالبانو ورتګ ښاري اوسیدونکو په تیره کابل ښاریانو ته د طالبي معصومیت او سپیڅلتوب داسې تأثر ورکړ چې نور به کله هم د هغو مغرضو رسنیو پر تبلیغاتو چې همدا سپیڅلی طالبان یې ورته بدشکله او سړي وژونکي انسانان معرفي کړي وو هیڅ باور و نه کړي.

ښارونو ته د طالبانو ورتګ یوه عُشوايي (بي نتیجې) منظره نه بلکې یو منظم پوځي مانور و چې ګډ حکومت یې په رواني او تبلیغاتي لحاظ دومره تر اغیز لاندې راوست چې حتی د پارلمان او کابینې په سطحه یې د هغوی په منځ کې د دې پوځي مانور په اړه سخت انتقادونه او اختلافات را وپارول.

د طالبانو تر اوربند پوره کیدو وروسته بیرته خپلو جهادي مورچلونو ته د ټولو طالبانو برګشت او د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو خلاف د الخندق عملیاتو عملیاتي فعالیت له سره پیلول د جهادي اطاعت هغه معجزانه کردار و چې ټول پوځي محللین او سیاسي شنونکي یې په تعبیر او تحلیل کې پاتې راغلل.

خلاصه :

د طالبانو دری ورځني اوربند په حقیقت کې د هغوي د ۱۷ کلن جهادي فعالیت یو ژوندی تمثیل و چې تر سره يي کړ.

په دې تمثیل کې یې په پوځي ، سیاسي او تبلیغاتي لحاظ خپل هویت او ماهیت په بشپړه توګه د عمل په ډګر کې خپل ولس او نړیوالوته څرګند کړ.

په دې اوربند کې د صف یووالی ، د قومندې یووالی ، او د قیادت یووالی له پوره اطاعت او کامل استقلال سره په ټوله معنی ثابت شو او دا هغه څه دي چې د همدي اوربند لپاره د شرعي مبرر او مصلحت په حیث تلقي کیدای شي. پای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د