عبدالرحمن سدیس

له څو لسیزو ځنډ وروسته د حرمینو خطبه کې «افغانان» یاد شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ چنګاښ ۱۳۹۷ل): د شوروي اشغال پرضد د پخواني جهاد له ختمېدو سره جوخت د حرمینو له منبرونو د افغانانو د مظلومیت فریاد هم ورک شو او بیا د وروستۍ یوې نیمې لسیزې هیڅ ناخواله د دې لامل ونه ګرځیده چې له دې منبر څخه د افغان ولس په خواخوږۍ غږ پورته شي.

خو وړمه ورځ چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان موضوع یاده کړه، په مکي او مدیني حرم کې يې چوپتیا ماته کړه او نن یې خطیبانو د افغانستان خلک مسلمان ولس وباله.

د مکي حرم خطیب (عبدالرحمن سدیس) نن د جمعې په خطبه کې د سعودي عربستان حکومت وستایه او ویې ویل چې «سعودي عربستان د تاسیس له لومړۍ ورځې په هر ځای کې د اسلام او مسلمانانو په غم کې شریک دی».

ښاغلي سدیس د سعودي د پاچا سلمان ستاینه وکړه چې افغانان یې خپلمنځي روغې ته رابللي او په افغانستان کې يې د اوربند د غځیدو غوښتنه کړې.

نوموړي د خپل حکومت د ستاینو په لړ کې زیاته کړه چې «سعودي عربستان د مسلمانانو د زخمونو پټۍ او د شفقت لاس دی».

سدیس ټینګار وکړ چې پاچا سلمان د خپل «ایماني احساس او ستر اسلامي او بشري وجدان» په اساس یاده اعلامیه صادره کړې ده.

په ورته وخت کې د مدني حرم خطیب هم نن په خطبه کې ویلي چې اسلامي نړۍ د «افغانانو ترمینځ» روغې جوړې ته سترګې په لار ده او افغانان دې د وینې توییدل ودروي.

دواړو خطیبانو د پاچا سلمان د اعلان کړي دریځ په څیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ته هیڅ اشاره نه ده کړې او روانه جګړه یې د «دوه مومنانو ترمینځ» جګړه بللې ده.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ياد سعودي خطیبان به په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د بهرنیانو نظامي برید او د امریکايي ځواکونو اوسني موجودیت ته په کومه سترګه ګوري، خو وړاندې د مکي حرم امام (عبدالرحمن سدیس) امریکا په نړۍ کې «د سولې او ثبات سالاره» بللې وه.

نوموړی د تېر ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې یوې خبرې غونډې ته وویل: «د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان چې پاچا سلمان او ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مشري کوي، د نړۍ هغه دوه قوتونه دي چې د الله تعالی په فضل او مهربانۍ سره نړۍ د سولې، امنیت، نیکمرغۍ او ښیرازۍ په لور سوق کوي».

ښاغلي سدیس په خپلو خبرو کې له الله تعالی نه سوال کړی و چې د پاچا سلمان او ډونالډ ټرمپ په کوښښونو کې برکت واچوي او ثابت قدمي ورپه برخه کړي.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان (جنرال جان نیکولسن) ګوتڅنډنه وکړه چې سږ کال به په طالبانو مذهبي فشار زیاتوي، په کور دننه او بهر د یو شمیر دیني شخصتونو پام د افغانستان موضوع ته اوښتی او فعالیتونه یې ګړندي شوي دي.

د سعودي خطیبانو د وروستیو څرګندونو نه مخکې د افغانستان د سولې شورا او علماوو شورا غړو په اندونیزیا او کابل کې پرلپسې ناستې وکړې، چې د یاد امریکايي جنرال په وینا، په طالبانو د مذهبي فشارونو بېلګې بلل کیدای شي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالسلام عابد
میلمه
عبدالسلام عابد

السلام عليکم ورحمه الله الله تعالي مو موفق او کاميابه لره دي هيڅ ځاي دشک ندي چي داسلامي امارت بيدريغه قرباني دهيريدو ندي او بښونکي رب به خامخا ستره بريا ، ړوند سبا به پري راوباسي (وما ذلک علي الله بعزيز) خو ددشمن په دسيسو او منظمو پلالونو شه خبر ياست اوهمدارنګه دافغان ولس بي وزلي فقر بيکاري نه هم کاملا خبرياست اسلامي امارت دستر جهاد په نتيجه کي دشمن دي ته مجبور کړ چي بايد دسولي لاره خپل کړي او دا ناري وو هي چي موږ امن اوسوله غواړو داچي څمره پکي ريښتني دي دا به بله خبره وي… نور لوستل »

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

عابد صاحب،هر څومره چه نوم او تخلص بدل کړی لوستونکی د پیژنی چه له د ګنج الفساد (لندن)څخه تبصری لیکی،که ته رښتیا د طالیب او یا عام ولس خواخوږی وای ولی د لندن ته پناه وروړه؟ولی د الله ج ته پناه نه د وروړی؟تبصره خو د طالیبانو په نمایندګی لیکی،طالیبان په لندن.او واشنګتن کی نمایندهګان نه لری.په هر څه کی پوزه مه چخوه.هسی نه چه پوزه د پیشو ګانی وخوری،په خپل نوم تبصری لیکه.له چا ډاریږی؟

شرافت
میلمه
شرافت

اوربند خانه! زه باور لرم چه عبدالسلام عابد همدا خپل او یامستعار نوم دی ، مونږ اوتاسی او ډیر لیکونکی او مبصرین مستعار نومونه لری داد هر چا خپله خوښه چه په کوم نوم ځآن معرفی کوی ځینی به د یو او ځینی به د بل دلیل له مخی مستعمار نومونه خوښوی دا مهمه نه ده چه څوک په خپل یا مستعمار نوم تبصری لیکی مهمه دالده چه هغه تبصره یا لیکنه کی یی څه لیکلی د حق او که د باطل اړخ کی قرار لری د خپلواکی که دبلواکی پلویان دی . مونږ چه د عابد صاحب او ستاسی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

ځدران صاحب له خپلو عینکو لیدل مه کوی!

Nooruddin
میلمه
Nooruddin

سدیس پہ الٰھی وحیو تراعتبار دسلمانی وحیو اعتبار ګټور ښیی

عبدالوکیل سیدی
میلمه
عبدالوکیل سیدی

سلامونه اودرود دمحمدص۔۔دوی پر مجاهدینو لکه څرنګه چی داڅوورځی کیږی چی دسولی لپاره حرکتونه پیل شوی نو افغانان دسولی لپازه دهرڅه نه زیات ارمانجن دی نوالله ۔ج۔ یی دراولی سوله دهرچا خوښیږی اوله جنګ جګړی بهتره ده اماافغانان چی کوم تعریف له سولی کوی چی ټول ډیر زر احساساتی کیږی اودهغه چاچی مخالف لوری ته دګوزار په حالت کی وی ددی مظلوم اوجذبیی ملت نه کټه پورته کوی ای افغانانو داسی سوله نه غواړو چی دنورو په اشارو وی داسی اوربند نه غواړو چی پکی لاس دنورو وی مونږملت ته داسلامی امارت رهبری داوښوده چی تر یوامر لاندی مجاهدین لری… نور لوستل »

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د سدیس خبرو ته په پاملرنی یا نه پاملرنی، سوله زموږ د هیوادوالو او هر جنګ ځپلی بشر پاکه غوښتنه ده چه هیله لرو زموږ په وطن کی کومه ورځ ښکلې سوله رامنځته او د ورورۍ فضا حاکمه شی. امّا د سُدیس سره مختصر د زړه خواله!!! ښاغلې سدیس خانه! ستا قباء طلائي ده، مکروفون دی هم طلائي دی، حنجره دی هم طلائي ده، معاش دی هم حتماً طلائي دی خو داسی ښکاری چه معاد به دی طلائي نه وی ځکه تاسو او ستاسو فکری انډیوالانو د امپریالیزم او صهیونیزم په همکاری او ملاتړ ، دین او انسانیت ته ډېره… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

د مسلمانانو هر هیواد او یا هم زموژ ګران هیواد افغانستان او مسلمه امت چې نن دومره ذلیل او خوار دربدره او هره ورځ د غم په ټغر سره راټول وی او په ټوله نړۍ کې مسلمانان وژل کیژی او له هرې خوا کفارو مسلمانان راښکیل کړی هغه که د جنګ له لوري او یا اقتصاد له لوري او یا د هنر او یا ده د تعلیم له لوري اول کفار د خپلې خوشې له لارې خپل هر قانون درباندې منی او که دې نه ورسره ومنل نو بیا دې په مرګ ګواښی امریکایان او یا د هغوۍ ملګری دې… نور لوستل »