
هغوی چې طالب ته د هیرامنډیي پیغور ورکوي
طالب جان
زه یو طالب یم او د غربي کفر او فساد په خلاف په جهاد بوخت یم. تاسو د قسم حق راباندې نلرئ خو زه به یې درته وکړم چې په انټرنیټ کې د امریکا له ګوډاګیانو سره له مخامخ کیدو وړاندې مې د هیرامنډیي نوم نه و اوریدلی.
دا یوازې زه نه یم. بلکې نږدې هر طالب او متدین افغان تر اوسه نه پوهیږي چې هیرامنډیي څه ده؟ چیرې ده؟ څه په کې ترسره کیږي؟ او دا چې ولې یې د ټرمپ زامن طالبانو ته پیغور ورکوي؟ خو له دې ټولې ناخبرۍ سره سره بیا هم د دیموکراسۍ هغه زوذات چې له زوړ زاني ډونالډ ټرمپ سره د دوستۍ تړون او حسبي خپلوي لري په ډیر وقاحت طالبانو ته له خبرې لاندې او باندې هیرامنډیي یادوي.
طالب خو هر څوک پيژني چې د افغانستان تر ټولو متدین، غیرتي او عفیف قشر دی. اصلا د طالبانو تحریک له همدې امله پیل شو چې پاټکیانو به له موټرو څخه باعفته ښځې ښکته کولې او په پوستو کې به یې ورسره زنا کوله، دا کار د کندهارپه سنګ حصار کې د ملا محمد عمر مجاهد او د هغه د ملګرو طالبانو لپاره له زغم پورته و، طالب د مسلمانو ښځو په ناموس ننګ وکړ، د ناموس او عفت لوټونکي ټوپکیان یې پسې واخیستل او بالاخره همدا سلسله په اسلامي تحریک بدله شوه.
نو هغه طالب چې د مسلمان د ناموس د ساتنې لپاره تر خپل سر تیر وي. په کلي او وطن کې په حیاء مشهور وي، د ښځو په لیدلو سره خپلې حیاناکې سترګې لاندې اچوي او سترګو ته شمله نیسي. هیڅوک تصور نه شي کولای چې دغسې طالب به د لاهور د رنډیو له بازار هیرامنډیي سره په یو شکل د اشکالو تعلق ولري. طالب به هر څنګه وي خو بې پته او بې ناموسه نه دی او په دې باندې ټول وطنوال اجماع لري.
مګر راشئ د کفري دموکراسۍ هغه زوذات ته چې طالب ته د هیرامنډیي پیغور ورکوي. د دوی یوه برخه خو هماغه ټوپکیان دي چې د تنظیمي جګړو په کلونو کې یې د ملي ناموس او عفت لمنه تار تار کړه. ځینو د کابل په پل آرتل کې له زبر زنا وروسته له ښځو نه تیونه پرې کړل. د دوستم ملیشو په شاه شهید او کارته نو کې بې پتۍ واړولې، د جمعیت د لنډغرو له شیطاني هوسونو خو د ناهید غوندې پیغلو له اووم منزل څخه ځانونه وغورځول. د مسعود او سیاف ټوپکیانو د افشارو د کلي له نیولو وروسته سلګونه هزاره میرمنې له زبرزنا وروسته ووژلې.
هماغه ټوپکیان چې له هلکانو سره یې نکاح ګانې تړلې، هماغه زناکاران چې د لویو لارو په پوستو کې یې له نیول شویو سپین ږیرو سره لواطت کاوه، هماغه د زبرزنا او لواطت سرخیلان چې نن سبا یو ځل بیا د امریکایي وحشیانو د الوتکو په مټ د دې ویاړلي هیواد په برخلیک مسلط شوي دي او درانه اولس یې په وړاندې د عفت ساتنې مبارزه پیل کړې، د حیرانۍ ځای دا دی چې همدغه پست ترین مخلوق اوس د طالب غوندې شریف قشر ته د هیرامنډیي پیغور ورکوي.
د هیرامنډیي بیا بیا یادوونکي دوهمه ډله هغه حکومتي منسوبین دي چې له غرب او غربي فکر سره تړاو لري. دوی که پخوا سوسیال دموکراسۍ او کمونیزم ته ژمن ول، اوس د امریکا تر بیرغ لاندې د لیبرال دموکراسۍ سربازان دي او د غربي فرهنګي د ترویج لپاره یې له افغان متدین اولس سره د قلم او ټوپک جنګ پیل کړی دی.
عجیبه دا ده چې دغه پست ترین مخلوق هم طالب ته د هیرامنډیي پیغور ورکوي. په داسې حال کې چي دوی همدا اوس د ټرمپ معاشخواره دي. هغه ټرمپ په نړیواله کچه په فحاشۍ، زناء او جنسي سادیزم شهرت لري. د ټرمپ دغه زامن چې په فیسبوک کې له خبرې لاندې باندې طالب ته د هیرامنډیي پیغور ورکوي په دې نه شرمیږي چې د دوی فکري مرجع (غرب)ټول هیرامنډیي دی،ښارونه، تعلیمي ادارې،سیل ځایونه او هوټلونه یې د فحاشیو مراکز دي او حتی د امریکا د نیویارک ښار څلویښت فیصده اوسیدونکي حرامیان او له زنا څخه تولد شوي دي.
دغه طالب ته پیغور ورکوونکي دي پوه شي چې اصلا هیرامنډیي هم ستاسو د غربي تهذیب تولید او د پخواني انګریزي استعمار پاتې شونې ده. کله چې انګریزان په هند واکمن ول، په ټولو سترو ښارونو کې یې د بازار حسن په نوم د زنا مراکز جوړ کړي وو. دغه مراکز چې په پښتون میشتو سیمو لکه د بلوچستان کوټه کې د پښتنو ملایانو د احتجاج له امله وتړل شول، اما لاهور چې هماغه د انګریز فکري نسل اوس هم ورباندې وکمن دی او د طالب او ملا په شان متدین نسل په کې نفوذ نلري تر اوسه په کې د هیرامنډیي تر نوم لاندې د فحشاء مراکز موجود دي.
نو د ټرمپ زامنو! د هیرمنډیي پیغور موږ طالبانو ته مه راکوئ. هیرامنډيي ستاسو د انګریزي بادار میراث دی، ستاسو له فکري مرجعیت سره تړاو لري او باید تاسو ورباندې وشرمیږئ.
دوهمه خبره دا چې، نه پوهیږم تاسو په کوم مخ او پوزه طالب ته داسې پیغورونه ورکوئ. آیا موږ په دې نه یو خبر چې د هیرامنډیي په شمول په پاکستان، تاجکستان، اذرباییجان، ترکیه او ټولو نږدې هیوادونو کې د فحشاء د مراکزو اصلي خریداران تاسو رژیموال یاست. طالب به هر څه کړي وي خو تر اوسه چا ورباندې دا شک نه دی کړی چې کوم طالب دې د فحشاء په مرکز کې لیدل شوی وي. مګر ستاسو پارلمان چې رخصت شي نو وکیلان ټول تاجکستان ته روان وي. وزیران مو په میاشت دوو کې ضرور د فحاشیو د مراکزو دوره کوي، هغه ددفاع وزارت د ډګروال ویډیو مو نړۍ ته رسوا شوه خو د دموکراسۍ زامن چې شرم نلري په څه شي به وشرمیږي.
په اوس وخت کې خو ستاسو د لیبرال دموکراسۍ مهم مشران او فکري رهبران اشرف غني، خلیل زاد او څو نور غرب زده ګان دي. خلیل زاد په خپل کتاب کې لیکلي چې له خپلې یهودۍ میرمنې سره د ځوانۍ په وخت کې په بیروت کې آشنا شو، لومړی یې ورسره د ملګرتیا ( ګرل فرینډ) په چوکاټ کې کلونه کلونه آشنایي وکړه، او بیا یې ډير وروسته ورسره نکاح او رسمي واده وکړ.
دا چې د اشرف غنی ښځه عیسایۍ او هماغه د بیروت کوڅه ګښته ده، ټول پوهیږي چې اشرف غني څرنګه له دې ښځې سره لومړی اشنا شوی، د بیروت د سمندرغاړو او بیجونو یارانې یې ورسره کړې او وروسته خبره واده ته رسیدلې ده. له دې څخه ښکاري چې ستاسو ټوله فلسفه د هیرامنډیي په فرهنګ ولاړه ده. ستاسو هر لیبرال مشر د نایټ کلبونو، شرابخانو او فحش ځایونو خریدار پاته شوی. دا چې په یوه مشر کې مو د اسلام او افغانیت څرک نه لګیږي دغه غیرت یې په همدې هوسونو او فحشاوو کې بایللی دی.
نو د ټرمپ زامنو! طالب ته د هیرامنډیي پیغور مه ورکوئ، د لاهور واکمن چې د هیرامنډيي واک لري، هغوی هم ستاسو په شان د غربي فلسفې شاګردان دي. هغوی هم ستاسو په شان په فکري لحاظ غربیان او لیبرالان دي چې جنسي اړیکې په روا او ناروا نه بلکې په قانوني او غیر قانوني تقسیموي. دلته مقابله د دیانت او بې دینۍ تر منځ ده. طالب د دیانت د صف استازی دی او تاسو حق نلرئ د هغو بې ناموسیو پیغور ورکړئ چې طراحان یې ستاسو په شان بې دینان دي.
دا هم د طالب د جهاد برکت دی چې تر اوسه یې سرلوړی افغانستان وطن د هیرامنډيي په شان د بې ناموسۍ له پیغور څخه ساتلې ده. کنه تاسو خو په همدې فکر روزل شوي یاست او که مو فرصت پیدا کړ نو ددې هیواد په هر ښار کې به د فحشاء مراکز جوړ کړئ. تاسو خو د همدې لپاره شپه ورځ تبلیغات کوئ. بهرني سریالونه خپروئ او ټوله هڅه مو دا ده چې څرنګه دغه ناموسداره ټولنه سپکه کړئ او د حیاء او غیرت ویاړونه ترې واخلئ.
السلام علیکم طالب جانه! زمونږ په کلی کی یو ټوکی سړی وه, هغه ته کومه ورځ د طالبانو د کوم غیرتی کارنامی خبر چا ور رسولی وه نو ده ویلی وه چی طالبه ستا له خ..,. جار شم. نو که ستا لدی ځوابه بیا اکرم اکا خبر شو نو بی له درنګه به دا خبره تکراروی. -طالب جانه تاته هغه څوک پیغور درکوی چی په دفترو کی به خارجیانو په کومه بهانه د پارټی خبره وکړه دوی یوله بله مخکی کیدل او محلی سازنده به یی راوستل او د رخصتی نه وروسته به خارجیانو کمری پلاس او دوی به ورته… نور لوستل »
طالب جانه وروره! ستا او ستا د رقیبانو په بحث می وروسته سر خلاص سو چه هیرامنډئی مانا څه. که څه هم ستاسی په بحث کی مداخله نکوم خو دا دوه ټکی می زړه نه غواړی چه تر خوله را ونه باسم. اول داچه ( یو دوست می راته وویل چه چه مه لیکه بلکه چی لیکه ) ، سمه ده چی: د استدلال او منطق نوری ښکلی او پراخی دروازې شته دی، خبره ولی باید د هیرومنډئي سودا او تجارت ته ورسیږی؟ هره نکته خپل نښان او هدف لری، ځینی فیرونه ډېر طفلانه او حتی احمقانه دی. هغه چا… نور لوستل »
دوی (دغرب کاسہ خوارہ )دی دخپلی مور خور لور سیاسری عفت دډګروال غوندی حرامی ملگری څخہ وساتی دامو ددنیا ذلالت دی دخپلو دلاسہ ھغہ دلویی ورځی ذلت خوالله جل جلاله تہ معلوم دی
ګلالیه طالب جانه! زه ستا ټولی خبری منم خو! ستا لویه بدمرغی همدغه ده چی بی خبره یی، سیاسی بصیرت نلری، آزاده مطالعه د خبرونو اوریدل د انجنیر، ډاکټر او … سره خبری د قرآن خلاف په ځان حرامی کړی دی. مونږ په کفارو لعنت وایو، امریکایان خو لا انسانان نه ګنو پاټګیان او ټوپکیان هم د الله دښمنان ګڼو سیاف او مسعود شیوخ المنافقین ګڼو د کابل وابیان هم د دی وطن دښمنان بولو ستا قربنانی ته هم سلام کوو خو ډیر داسی واقعی مسلمانان شته چی اسلام ته په خدمت بوخت دی د سرو روسانو په وخت کی… نور لوستل »
عبدالله، غلام حضرت او ځدراڼ ته دومره وايم چه ښه مقرر شوي تبليغاتچيان ياستي. دلته دفلسفو وخت ندي، بلکي سوال دادي چه د امريکائي بادارانو وتل دافغانستان څخه غواړي او که نه؟ واضيح ده چه ځواب مو نه ده، څکه چه بيا تبليغاتي دالر درباندي دربږي. تاسو دپاکستان رنډي څه کوي، اول خپلي دکابل رنډيخاني ورکي کړي او بيا نورو ته ګوته ونيسي. ستاسي مزدور حکومت خو دپاکستان سره يوځاي استخباراتي کار کوي او دديورند کرښه ئي هم پري خرڅه کړه. د وطن خبري مه کوي ، ځکه تاسي دالر خواره ياستي چه هره ورځ مو دبادارانوله لاري دافغان ملت… نور لوستل »
سلام ستا غیرت ته طالب جانه جار دې شم قربان دې شم یوه ځواب زما په زړه ځواب شوې مې زخم ته پټۍ بلا دې واخلم څه خوه ګه شوې جداﺉۍ بلا دې واخلم زه له غم او غم زما سره خوشحال دﺉ خفه نشې خوشحالۍ بلا دې واخلم موژ له مرګ سره د مینې لوؤز کړﺉ خفه نشې زندګۍ بلا دې واخلم د وطن په کاڼو بوټو دې ميﺉن کړم مجاهدې ستومانۍ بلا دې واخلم ورک شه ورک شه اې د سروزرو پیزوانه اې د اوښکو غاړه کۍ بلا دې واخلم زه مفتون دې دجهان له پاچاهانو بې پرواکړم… نور لوستل »
زما په اند : طالبانو نه یواځی زمونږ هیواد ته د لویو قدرتو د هدیری ویاړنه بیا ور کړه بلکه ټوله اسلامی ڼړی او مظلوم بشریت ورباندی افتخار کوی او د هیلو غوټی یی سپړل شوی چه د نړیوال استعمار وحشت ختم او نور به مظلوم بشریت د سولی او هوساینی په رنا او د الهی نظام د سیوری او عدالت لاندی ژوند کوی. طالبانو ته چه څه مهم دی هغه د خاوری، خلکو او خپلواکی څخه به نره دفاع وه هغه یی په پوره مړانه او بریالیتوب ترسره کړه چه له امله یی دخالق لایزال رضا ترلاسه کړه همدغه… نور لوستل »
محترمو لوستونکیو، یو څو پوښتنی،ایا د لندن څخه په ټول تاریخ کی د اسلام خدمت شوی؟ایا انګریز موږ همیشه سره جنګولی نه ییو؟ایا انګریز په مفته چاته دا اجازه ورکوی چه لندن ښار کی اوسیږه ،خوره ،څښه ،حساب کتاب مه منه،او بیا زما په ضد تبلیغ هم کوه؟ایا انګریز په لندن کی چاته مفته تنخوا ،کور کرایه،بیمه هر څه په مفته ورکوی؟نه انګریز پیسی درکوی باید مقابل کی یی څه وکړی، اسحق چه څو نمونه نور هم لری،په لندن کی استوګنه لری،په مفته هر څه تر لاسه کوی او کار یی دا دی افغانستان کی په جنګ نور هم تیل… نور لوستل »
ځدراڼه ډير دالر د دناجاأيزه تبليغاتو له لاري ترلاسه کړل او دالله په قهر به ګرفتارشي. دمزدوردولت او امريکايانو په ټولو جناياتو په رڼا ورځ سترګي پتوي. داسحق په ليکنه کي خو ما څه پيدانکړل چه هغه د دانتقاد وړ وي، اما ته دخپل عدت له مخي بي ځايه تورونه په خلکو لګوي. زه فکر کوم چه ستابي احساسه او په دالرو خرڅه شوي ځيره اوس ډير افغانان پيژني. فکر کوه څوک چه د خپل ملت سره جفا او خيانت کوي دهغوي به هميشه مخ توروي. نور دتبليغات بس کړه، بيدون ددالرو څخه هم له لوږي نه مريي. اخلاقي ژوند… نور لوستل »
کاروان صاحب،نه دولت ،نه د طالیب طرفدار او نه خواخوږی یم،یو ولسی عام سړی یم،هر تبصره می په سوله ،په اور بند او د الله ج څخه همیشه خیر غوښتونکی یم،طالیب می ځیګر،ملی اردو عسکرمی زړه،ملی پولیس می مغز دی،د یوه مرګ هم نه غواړم،هر یو چه مړ شی ویر غم ماتم یی زه تیروم،په کلی کی چه مخ اخوا دیخوا واړوم ،ډیر واړه یتمان وینم ،چه هم د طالیب یتمان دی ،او هم د ملی اردو عسکرو یتیمان،هم د طالیب یتمان هم د عسکر یتمان په یوځای لوبی او کر کیت سره کوی.زه په دا یتمانو ډاریږم چه لوی… نور لوستل »
ځدراڼ صاحب، نه غواړي چه زما پوښتني ته ځواب راکړي. زه وايم چه دغه مشترک وطن مواشغال دي او په افغانانو ډيرسخت ظلم کيږي. تاسو شاهيد دحال ياستي چه امريکايان او دغه داخلي غلامان دعملياتو پروخت څومره خلک شپه او ورځ قتلوي. افغانان په خپل مينځ کم مشکل لري او هغته هميشه دحل لاره شته . سوله به هم راشي. مشکل په دي کي دي چه څنګه دولت او مخاليفين کولي شي چه اشغالګر خپل کور ته وليږي. دحکومت بعضي حلقي نغواړي او ممکن ځدراڼ صاحب ئي هم ونغواړي؟ زه يواځي دانه وايم بلکي ډيري خلک دا وائي چه داشغال… نور لوستل »
ځدران صاحب ! یو کار چه ستاسی خوښوم شکاره کنځل یا توهین نه کوی، د تهمتونو لویه برخه دی دا ده چه څوک په یو او بل هیواد په هستوګنه ملامت کړی . [ که عقیده مو هر ډول وی مګر افغان خو یاست ] د یو افغان په حیثیت د ورورۍ توصیه کوم او هغه دا چه: دا ټوله زمکه د الله ج ده، دغه پولی هم نړیوالو استعمارګرو را جوړی کړی کله زیږول کیږی، کله ورکیږی، کله لوییږی او کله وړیږی خیالی او موقتی پولی دی زمکه نه زمونږ او نه د انګریز مالیکت دی د الله ج… نور لوستل »
بیانزی صاحب.زه همیشه الله ج څخه د خیر .سولی غوښتونکی یم.،دوه نسلونه په جنګ کی را لوی شول.هر هغه څوک چه خپلی تبصری کی جنګ اوږدیدل غواړی ،نو زه مجبور یم ،چه ګرانو لوستونکیو ته د هغه استوګنه ځای وښایم .چه لوستونکی په اسانی سره قضاوت وکړی شی،مثال ،مولوی صاحب عبدالمالک په افغانستان کی اوسیږی او دهغه ټولی تبصری او لیکنی د ولس په ګټه ،نرمی،صلح امیزی.او په محمدی شریعت برابری دی.ته (بیانزی صاحب)په لندن کی استوګنه لری ،هر تبصره د په جنګ تیل پاشل دی .تا په پاچا سلمان ته د یهودی خطاب وکړ،هم د غ،حضرت،عبدالله،او په ځدران لعنتونه… نور لوستل »
زه وایم دا ځمکه زما، ځمکه وایي ته زما
دې مقابله کې زما پلار نیکه بایللې ده
پشه چه بیده شی،نو د وسی کټوه په خوب وینی،د پاکی خاوری ،د ستا قدم تحمل نه کړ،دومره نفرت یی در څخه وکړچه په غرب یی وویشتی،نو دا خاوره د ستا څنګه کیدای شی؟
عبدالله وروره!
خدای خو العیاذبالله ریمونټ کنټرول ندی چه د استعمال اراده ئې ستا غوندی احساساتی خلګو پلاس کی وی. خدای خو خپله دانا او بصیر او حکیم او حَکَم او عادل او مَرید دی ،خپله اراده او تشخیص ئې تر هر چا عالی او لوړ دی او پوهیږی چه څوک د رحمت او څوک د لعنت وړ دی، پر مؤمن لعنت ویل د غیر مؤمن کار دی.
زما منظور عبدالله خان ورور نه بلکه کاروان یا ووایم کار وران ؤ. مننه.