
لس خطرناکې ناروغۍ چې له چاغوالي رامنځته کیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): دا به ټولو ته څرګنده وي چې په عمومي ډول د بدن چاغوالی له ناروغۍ څخه خالي نه وي، او ځينې مهال په بدن کې اضافي وازده او غوړوالی د بدن روغتیا لپاره هلاکونکې ثابتیږي.
د ورغتیا پوهان چاغوالی د روغتیا لپاره بې اندازې خطرناک بولي، چې د یو شمېر هلاکونکو ناروغیو لامل جوړیږي، خو دغه ناروغۍ اکثره د وخت په تېریدو سره رامنځته کیږي.
دلته هغه روغتیا وړونکې ناروغۍ په نښه کوو چې په چاغوالي سره بدن کې د وخت په تېریدو رامنځته کیږي او د اوږدې مودې لپاره وي، آن چې په پای کې د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
- د زړه ناروغي
کولیسترول بدن کې د وینې غوړ ته وایي، چې په طبیعي ډول بدن کې رامنځته کوي، یعنې د هر انسان بدن یو اندازه کولیسترول لري چې د بدن حجرې یې استعمالوي تر څو مو روغتیايي حالت ښه وي.
د کولیسترولو ځینې برخې زمونږ د خوړو څخه رامنځته کیږي، یو شمېر راپورونه زیاتوي چې چاغوالی د وینې کولیسترول او د وینې فشار زیاتوي، چې په پایله کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي، خلاصه دا چې د بدن چاغوالی بدن کې د اوږدې مودې لپاره د زړه ناروغي رامنځته کوي.
- د بندونو ناروغي
د ښپو (زنګون سترګه)، لاسونو (مړوند) او نورو بندونو دردونو رامنځته کیدل د چاغوالي له امله کیږي، د روغتیا پوهان وایي چې زیات وزن د زنګنو، ښنګرو او څنګل په بندونو فشار زیاتوي چې په پایله کې انسان ددغې ناورغۍ ښکار کیږي.
- د شکر ناروغي
انسولین په بدن کې هغه هورمونونه دي چې ګلوکوز بهر انتقالوي، خو د چاغوالي پر مهال دغه هورمونونه کله کار ورکوي او کله نه، چې په پایله کې په وینه کې ګلوکوز راټولیږي او د وخت په تېریدو سره مختلفې ستونزې په ځانګړي ډول شکر ناورغي رامنځته کوي.
- د مثانې سرطان
د مثانې سرطان په نارینوو کې زیات موندل کیږي، لامل یې په بدن کې د غوړ زیاتوالی دی، کله چې بدن کې غوړ زیات شي مثانې ته زیان رسوي، چې په پایله کې د سرطان حجرې پراخه کیږي او ورسره د سرطان ګواښ څو چنده لوړیږي.
- انسان ژر زړوي
لکه څنګه مو چې وویل چې چاغوالی د بدن پر غړو، اعضاو او بندونو باندې بې پرې فشار زیاتوي چې د هغې دردونه انسان له کړاوونو تیروي، ددې بدني بوج او فشار په پایله کې انسان ډېر ژر د بوډاوالي خواته بیايي، چې ورسره چاغ کس په متوسط عمر کې هم بوډا بریښي.
- نیمچه سردردي
نیمچه یا وقفه وقفه سردردي چې په طبي اصطلاح ورته migraine ویل کیږي، او یا دې ته ورته نښې اصل کې د اعصابو د پړسوب پایله وي، د روغتیا پوهانو وايي چې په بدن کې د غوړوالي کچه زیاتېدلو پایله کې سر ته د وینې سره پیوسته اکسیجن اغیزمن کیږي چې د سر دردۍ لامل جوړیږي.
- د یاداښت کمزوري
په بدن کې اضافي غوړ د کولیسترول کچه لوړوي چې دماغي حجرې په چټکۍ سره له منځه وړي، او ورسره یاداښت اغیزمن کیږي، بلکې د ډیمنشیا (دماغي زوال) او الزائمر په څېر ناروغۍ ګواښ هم زیاتوي.
- قبض
چاغوالی رامنځته کېدل دا په نښه کوي چې دغه کس ناسم خواړه خوړلي دي، له یوه اړخه که څه هم بدن کې د غوړوالي کچه د بدن روغتیا لپاره ښه وي، خو له بل اړخه زیات غوړ لرونکي خوراکونه کول په کولمو کې ستونزې رامنځته کوي چې په پایله کې انسان د قبض ناروغۍ ښکار شي.
- د حمل پر مهال ستونزې
هغه حاملې ښځې چې د چاغوالي ښکار وي، په دوی کې د وینې فشار، د وینې جریان ودریدل او د بچي د زیږیدو لپاره د عملیاتو ګواښ زیات وي.
- د پښتورګو ناروغي
ټوله ورځ په ناسته تیرولو عادت، چاغوالی، د قد په پرتله زیات وزن، د ملا چاغیدل یا په اصطلاح پړسیدل، په پښتورګو کې د تیږې رامنځته کیدلو ویره څو چنده زیاتوي.