ورزش

نړیوال جام: برازیل کوسټا ریکا، نایجیریا آیسلنډ او سویس سربیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام کې وړمه ورځ یو ځل بیا درې په زړه بورې سیالۍ ترسره شوې چې په کې سویس سربیا ته په ۲-۱، نایجیریا آیسلنډ ته په ۲-۰ او برازیل کوسټا ریکا ته په اضافي وخت کې په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د تېرو ورځو په څېر د نړیوال جام وړمه ورځ هم په زړه پورې وه، چې کمزورو لوبډلو یو ځل بیا تکړه لوبډلې له ستونزو سره مخ کړې وې.

برازیل د کوسټا ریکا په مقابل کې

وړمه ورځ د مازیګر په ۴:۳۰ بجې د تکړه لوبډلې برازیل او کوسټا ریکا ترمنځ مهمه سیالۍ پېل شوه، چې لوبې تر ۹۰یمې دقیقې پورې دوام وکړ او کومه لوبډله په ګول وهلو ونه توانېدله، خو په ۹۱مه دقیقه کې د برازیل تکړه ځوان لوبغاړي کواټینو په زړه پورې ګول وواهه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه، چې به ۹۷مه دقیقه کې نیمار دویم ګول وواهه او ګټه یې حتمي کړه.

د لوبې په دوران کې د لوبغاړي د ټپي کېدو له امله لوبډله یو څه ځنډېدلې وه چې له ۹۰ دقیقو نه وروسته یې زیات اضافي وخت ورکړ، برازیل له دغه وخت څخه په استفاده دوه ګولونه ووهل او سیالۍ یې وګټله.

د نایجیریا په مقابل کې آیسلنډ

له بل اړخه د مسلمان هېواد لوبډلې نایجیریا آیسلنډ لوبډلې ته په دوه صفر ماتې ورکړه، د لوبې په لومړي نیمایي کې هیڅ لوبډله په ګول وهلو ونه توانېده، خو په دویم نیمایي کې احمد موسی په ۴۹مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه، همدا ډول احمد موسی په ۷۵مه دقیقه کې دویم ګول وواهه او د لوبډلې بریا یې حتمي کړه، خو په ۸۳مه دقیقه کې آیسلنډ لوبډلې د ګول مهمه موقع له لاسه ورکړه او پینالتي شاټ یې میس کړ.

د نایجیریا په بریا سره یې دویم پړاو ته وتل اسانه شو، او سربېره پر دې د نایجیریا بریا د میسي لوبډلې ته هم چانسونه زیات کړل، ددې لپاره به راتلونکې سیالۍ کې ارجنټاین نایجیریا ته ماتې ورکوي او آیسلینډ به د کروشیا پر وړاندې ماتې وخوري.

سویس د سربیا پر وړاندې

له بل اړخه د سویس او سربیا سیالۍ هم په زړه پورې پای ته ورسېده چې د سویس لخوا ایکزانډر شکیري په ۹۰مه دقیقه کې ګټونکی ګول وواهه او د لوبډلې بریا یې حتمي کړه.

د سربیا لوبډلې د لوبې په لومړي سر کې (۴مه دقیقه) کې ګول وواهه، خو وروسته په دویم ګول وهلو ونه توانېدل، چې په مقابل کې سویس لوبډلې په ۵۲مه دقیقه کې لومړی او په ۹۰مه دقیقه کې دویم ګول وواهه او بریا یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام ننۍ ورځې سیالیو کې بیلجیم او تونس په ۴:۳۰ بجې، سویلي کرویا اومکسیکو په ۷:۳۰ بجې او جرمني او سویډن په ۱۰:۳۰ بجې مهمې سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx