میدان وردګ : 90 تنه دولتي سرتیري له وسلو سره طالبانو ته اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ ۱۳۹۷ل): د میدان وردګ سیمیز چارواکي د طالبانو هغه ادعاوي تأییدوي چې ویلي یې دي، وړمه شپه او تېره ورځ طالب جنګیالیو په جلرېز ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو او قرارګاوو ډله ایز بريدونه کړي چې په پایله کې یې یو شمېر دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي او لسګونه نور له وسلو سره ور تسلیم شوي.

طالبانو ویلي چې په یاده جګړه کې یې د دوو لویو بیسونو په ګډون 13 پوستې هم نیولي، او ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله یې ترلاسه کړي ده.

طالبانو پرخپله رسمي الاماره ویبپاڼه لیکلي: « د عملیاتو په لړکې د یادې ولسوالۍ خواجه محمد ولي او د یوه بل مهم بیس په شمول 13 پوستې په ټولیزه توګه فتحه شوې. د دښمن ګڼ عسکر مړه اوټپیان شول او پاتي نورو یې چې شمیر یې ۷۲ تنه ته رسیده؛ له لږ مقاومت وروسته سپین بیرغونه پورته کړل او مجاهدینو ته تسلیم شول، چې د مجاهدینو له لوري یې تود هر کلی وشو.

طالبانو همدا راز د 116 میله وسلو او ګڼ شمېر نورو مهماتو او وسایطو لیست هم خپور کړی چې دوی په یاده جګړه کې له دولتي ځواکونو ترلاسه کړي.

د میدان وردګ د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي، له سختې جګړې وروسته طالبانو د عامه نظم يوولس پوستې نيولي، نوموړی زياتوي چې څه باندي 90 تنه عسکر له وسلو او تجهیزاتو سره یوځای طالبانو ژوندي بيولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، د دغه ولايت په ګډون د لوګر، غزني او هلمند ولايتونو څخه سلګونو طالبانو په جلرېز کې پر امنیتي پوستو بريدونه کړي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

چارواکي وايي، جلرېز ته د عملياتو لپاره تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي خو طالبان بيا وايي لا هم په سيمه کې د دوی عملیات دوام لري او د کابل ــ بامیان لاره په بشپړه توګه د دولتي ځواکونو پر مخ تړل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د