
جنرال مراد علي مراد د کابل ګارنیزیون قومندان شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): جنرال مراد علي مراد نن رسماً د کابل ګارنیزیون عمومي قومندان او د کابل په امنیتي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو.
د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د هغه د معرفۍ په مراسمو کې د نوموړي د تېرو دندو ستاینه وکړه او ډاډ يې ښکاره کړ، چې د کابل ګارنیزیون د مشر په توګه به هم ښه دنده ترسره کړي.
بهرامي ومنله چې د کابل ښار هیڅ نقطه هم خوندي نه ده، خو په وینا يې د مسؤلینو په بدلولو سره غواړي وضعیت سم کړي.
کابل ګارنیزیون د کابل ښار د خوندیتوب لپاره هغه قطعه ده چې په امنیتي برخه کې په جلا ډول دنده پر مخ وړي.
مراد علي مراد چې څلور ستوریز جنرال یادېږي، څو اوونۍ وړاندې د کورنیو چاو وزارت له مرستیالۍ لرې کړل شو.
هغه وړاندې تر دې د ملي پوځ د مرستیال او د قول اردو د قومندان په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
کابل ګارنیزیون تر اختر وړاندې اعلان وکړ، چې د اختریزو مراسمو د ترسره کېدو لپاره کابل ښاریانو ته ډاډ نه شي ورکولی، خو د طالبانو د اوربند اعلان يې اوږې سپکې کړي.