fbpx

غزني: مقر کې ۱۷ نورو اربکیانو وسلې پر ځمکه ایښې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر ولسوالۍ کې ۱۷ تنو اربکیانو وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو په لیکو ننوتي دي.

مقر ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي دې اربکیانو وروسته له هغه طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل، چې تر دې وړاندې يې ګڼو ملګرو هم وسلې پر ځمکه کېښودې.

طالبانو هم خپره کړې خبرپاڼه کې د اربکیانو د تسلیمۍ خبر ورکړی او ویلي يې دي، دوی د حقایقو په درک سره له خپلو دندو لاس په سر او «مجاهدینو ته تسلیم شول.»

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دوی لنډ شهرت هم ذکر کړی دی.

مقر چې په غزني کې له اندړو وروسته د اربکیانو مهم مرکز یادېده له تېرو څو اوونیو راهیسې د طالبانو تر بریدونو او محاصرې لاندې دی.

څو ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ ۲۳ تنه پولیس او اربکیان طالبانو ته تسلیم شول او مسلمان وژنې ته يې د پای ټکی کېښود.

د غزني ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د میدان وردګ ولایتي شورا په جلریز ولسوالۍ کې هم د ۹۰ تنو عسکرو د نیولو خبر ورکړی دی.

د دې شورا غړي شریف الله هوتک ویلي، چې پورته شمېر کسان له تجهیزاتو سره د طالبانو ګوتو ته ورغلي دي.

طالبان پخپلو لیکو کې د دعوت او ارشاد په نامه کمیسیون هم لري چې د مخابرو، لیکونو او مخامخ خبرو له لارې له بهرنیانو سره د همکارو جنګیالیو افغانانو سرونه ور خلاصوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د