fbpx

ویسا: افغان چارواکي د امریکا په موجودیت کې پاکستان ته باج ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ویسا ورځپاڼه پر ډېورنډ د معاملې اړوند په خپره کړې سرمقاله کې افغان چارواکي پاکستان ته په باج ورکولو تورن کړي دي.

د سرمقالې د لیکوال په وینا سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی او پوځي اډې ورکړل شوې دي، خو لا هم حکومتي چارواکي پاکستان یو دروند باج ورکوي.

سرچينې ډېورنډ کرښه، د دې کرښې په اوږدو کې د پاکستان مداخله، اغزن تار، خندق کېدل، د قبایلو ادغام او همدارنګه د ځينو امریکايي او انګریزي چارواکو له لوري د دې کرښې د رسمیت یو نیم غږ د باج په ډول یاد کړي دي.

«واقعيت دا دى چې موږ د همدغو بهرنيو لوريو په تېره امريكا او انګلستان د ناوړه دريځونو او موخو بيه وركوو. د چارواكو لويه جفا دا ده چې هم يې امنيتي تړون او سټراټېژيك تړونونه له دوى سره لاسليك كړل او هم د دوى په قومانده پاكستان ته په باج وركولو مجبور دي.»

سرمقاله کې چارواکي بې شهامته او بې احساسه یاد شوي او لیکي: «كه په چارواكيو كې شهامت او د وطن د برخليك احساس واى. هېڅكله به يې هم دغسې ډبل باج ته غاړه نه وه ايښې، هېڅكله هم.»

څو ورځې وړاندې ځينو پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له پاکستاني چارواکو سره د ډېورنډ پر رسمیت هوکړه کړې، چې امنیت شورا يې د رد نازکه اعلامیه خپره کړه.

یاده دې وي د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازو جوړول، د اغزن تار لګول، د خندق کېندل او دواړو اړخونو ته يې کله کله پوځي عملیات د افغان چارواکو له غبرګون پرته روان وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د