fbpx

عسکر جان دطالب جان چانس میس کړ

بخت الرحمن شرافت

اشرف غني دي‌ ولس باندي‌ احسان نه اچوي چې د اوربند اعلان مې وکړ ولس ته مې درې ور‍‍ځي خوشحالي او خوښي‌ ور وبخښله،‌ ولس دارام او ډاډ په فضا کې داختر درې درنې او نیکمرغه ورځي ولمانځلې.

اوربند اشرف غني نه ده کړې او نه هم اوربند ددوي په واک او اختیار کې وه،‌ اوربند طالبانو کړی او اور هم طالبانو بل کړی البته دافغانانو نه، بلکې دبهرني یرغل په خلاف او تر هغه وخت به دا اور د خپل بدن په وینو بل ساتي تر څو یې خپل حق ((دهیواد ازادي)) له یرغلګرو څخه نه وي اخیستی.

که نن طالب وغواړي اوربند وغزوي د اشرف غني‌ او عبدالله اداره او‌ دادارې کارکونکي او مسؤلین به یې په پښو ښکل کړي،، ځکه اوربند ددوي‌ په ګټه ده،‌ د اشغال په صورت کې اوربند او سوله ددوي غوښتنه ده دلته خو ددوي ګټي خوندي دي، زمونږ دهیواد لوټ کړي او چور کړې شتمني یې مصؤنیت مومي‍، زه وایم که طالبان دبهرني اشغال پروا ونکړي دحکمتیار صاحب په څیر کابل زړه کې دیوې ګوټۍ په بدل کې دائمي اوربند ته غاړه کیږدي، نه یواځي دا چې ګرم استقبال به یې وشي، غیږه کې یې ټینګ کړي، بلکي د حکمتیار صاحب له ګوټۍ څخه به څوکرته ښې کوټۍ ورکړي.

کله چې اشرف غني د اوربند اعلان وکړ،، دده دخپلي ادارې جنګې قومندانانو ورته وویل چې اوربند څه ته وایې (( اوربند یعني پر دښمن باندي وار نه کول)) مونږ تیرو اتلسو کلونو کې داسي مثال نه لرو چې مونږ دي طالب باندي په یوا‍ځي سر وار کړی وي،‌ مونږ خو نه مو دښمن باندي‌ برید کړی اونه ورباندي‌ دبرید توان لرو،‌ مونږ همیشه د بهرنيو دوستانو دهوایې او ځمکنیو قواوو په مرسته او کمک باندي‌ طالبانو باندي‌ برید کړی، چې کله مو یواځي دبرید کولو کوښښ کړی اویا مو دبهرنیو دوستانو تشو وعدو باندي باور کړی ددوي‌ دمرستې د رارسیدو په تمه مو طالبانو باند‌ي دبرید هڅه کړې له سختي او شرموونکي ماتې او شکست سره مخ سوي یو.

او دا تر لمر روښانه خبره ده چې طالبان دبهرنیانو د اشغال به صورت کې له هغو سره یوه ثانیه هم اوربند نه کوي او حتی خاصو او بابرکتو ورځو کې یې په وړاندي‌ جنګ کول نور اړین ګڼي، همدار وجه وه چې طالبانو د کمکي اختر په درنو ورځو کې یواځي د افغاني حکومت په وړاندي اوربند اعلان کړ هغه هم په هغه صورت کې چې دوی به د بهرنیانو په مقابل کې دطالبانو مخه نه نیسي.

د اشرف غني‌ دادارې یوه عسکري قومندان جناب ((امین الله ‌امرخیل)) چې فعلا د هرات ولایت دامنیت قومندان دئ د اشرف غني‌ دسولي دا علان په جواب کې وویل‌ ::: ((( حیران یم چې اشرف غني‌ اوربند څه ته وایې او څه ډول اوربندول غواړي)))

نوموړي زیاته کړه مونږ خو دبهرني یرغل تر چتر لاندي دلته اوسیږو، دخارجي یرغل او تیري په برکت ددغه هیواد داصلي بچیانو پر ځالیو باندي‌ ناست یو باغ او بوستان مو قبضه کړی،‌ مڼې او میوې ښه پریمانه پیداکیږي،،،‌ که څوک راباندي‌ ‌ډز ونکړي‌ ترقیامته به زمونږ له خوا څخه ورباندي‌ ډ‌ز ونشي.

که مو څو ک پریږدي چې د هیواد داصلي بازانو ځالیو کې پاتې هګې وشاربو دبازانو دبچوڼو پرځای دټپوس بچیان ورته راوباسو هیڅ کله به مخالف لوري ته ډز هم ونکړو.

طالبان بیا وایې زما دهیواد غولول شوی عسکره،‌تیر ایستل شوی ولس مشره دڅو ورځو په نوش اوجوش باندي لیونی شوې قومندانه،‌ ماکله ستاسره جنګ کاوو ولاړ سه کورکې ارام کښینه، ما او بهرنی یرغلګر دښمن سره پریږده چې سره مالومه یې کړو،،،‌ ته ولي دومره کم عقل شوی او لیونی شوی چې زما دهغې قیمتي او ګرانې مرمۍ مخته دي ځیګر نیولی کوم چې دبهرنی‌ یرغلګر لپاره مي‌ دټوپک په شپیلۍ منډلی او وړاندي‌ له دې څخه چې ورباندي یې فایر کړم سل ځله مي ورباندي‌ تکبیر نعر زمزمه کړې، غولول شوی او په ایمان او عقیده باندي‌ کمزوری او ضعیف شوې عسکر جانه هغه مرمۍ مي ډیر ارمانیږي چې فایر کولو څخه وړاندي مي ور باندي (( و مارمیت اذ رمیت ولکن الله رمی))‌څو ځلې ویلي په داسي‌ جذبه او ګمان یې فایر کړې ګواکې دبهرني یرغلګر کوپړۍ په نښه کوم، خو افسوس زر ځله افسوس چې چا لاک او شمتن دښمن بیاراته دڅو پیسو په مقابل کې خپل تربور وړاندي درولی وي‌،،‌هغه مرمۍ چې دده دوژلو په نیت مي دټوپک شپلۍ کې منډلی وي زما دبد بخته او کم همته تربور پر ککرۍ برابره شي.

نو دپردۍ جګړې او هیواد کې درواني غمیزي لپاره کرایه کړل شوی عسکره او ددې کرایه کړل شوي‌ عسر سرقومندان محترم اشرف غني صاحب پوه شه چې ‌ نه دي‌ جنګ بل کړی او نه یې وژلی سې،‌ او په دې باید پوه سي چې نه مي ستا سره جنګ دئ او نه دي‌ په والله که په سیال بولم چې مقابله درسره وکړم او دومره هم ډاډه یم چې نن دي له سره څخه د ((بي دوه پنځوس)) ډوله سایه لرې شي دوه پنځوس ساعت وروسته به پښې سپکوې.

خو داچې تا دبهرني یرغلګر په اشاره د اوربند منافقانه ناره وکړه او ما بیا د افغانستان دمجاهد او غیرتي‌ ولس په وجه ستا اوربند ته لبیک ووایه او ډز بندي‌ مي‌ اعلان کړ، دا د طالب جان عاقلانه او مدبرانه فیصله وګڼه، ځکه ستا د اوربند له چیغې څخه دا څرګندېدله چې ته نور دبادار په غلامي ستړی سوی او نور پوه سوی یې چې بادار غولولی یې، کله چې تا د درو شپو لپاره دبادار چوپړ پریښود هیواد کې خیر او خیرت سو،، هغه طالب چې ستا مرګ یې واجب ګاڼه غیږي ته یې ټینګ کړې او هغه ولس چې ستا په جنازه شرمیدی پرتندي ښکل کړې.

درې شپو لپاره طالب درته فرصت درکړ ترڅو وګوري چې ته څومره ازاد شوی یې، کولای شې چې طالب سر یو ځای دټوپک شپیلۍ د یرغلګر پر خوا وربرابره کړې،‌ یا کورکې ارام کښینې او طالب ته لاره خلاصه کړې تر څو ورشي‌ بهرنی یرغلګر په نښه کړي، خو متآسفانه چې ستا ناره بیاهم منافقانه وه، بیا هم ددښمن په مقابل کې دطالب دمرمۍ په وړاندي ولاړ وي.

عسکر جانه طالب جان به رښتیا غیږه درکړه، او ولسه تا ولیده چې طالب جان عسکر جان ته رښتنې غیږه ورکړه،‌ داچې په عسکر جان کې دطالب جان د ملګرتیا همت نه وه،‌ طالب اړوه چې باید لاره یې ځیني چپه کړې وای، عسکر جانه طالب درته یو چانس درکړ، باید پوه سوی وای او استفاده دي ځیني کړې وای‍،‌ او ولسه تاسو باید یاد ولرۍ چې طالب جان عسکر ته چانس ورکړ،‌ عسکر یې خپل وباله،‌ ځان ته یې راکش کړ، پرتندي یې ښکل کړ،، خو عسکر جان بیاهم طالب پردی او امریکایې یرغلګر خپل ګڼي‍، پرځای ددې چې له طالب سره یوځای پر یرغلګر غږ وکړي چې مونږ وروڼه نور سره پخلا یو،‌ تاسو ته ضرورت نه لرو مهرباني وکړۍ زمونږ له هیواد څخه ووزۍ بیرته یې دهغو بغل ونیوی او دطالب جان مقابل کې یې څنګ ته ودریدی.

د افغانستان مظلوم ولسه پوه سه چې د اشرف غني اعلان ریاکارانه او منافقانه چیغه وه، او که طالب جان داشرف غني د اوربند اعلان په اوربند سره نه وای جواب کړی، ددا ډول اته شپیته نورو خونړیو پیښو شاهدان به واست لکه څنګه چې یې جلال اباد راته په وینو سور کړ.

دردیدلې او کړیدلې ولسه طالب جان هغه وخت پوه سو چې داشرف غني د اوربند اعلان هسې يو ‍درامه ده یوه منافقانه اوغولونکی چیغه ده کله چې جلال اباد کې یو په بل پسې خونړۍ چاودنې رامنځ ته سوې، او داهم درته وایم کچیري طالب درې شپې اوربند نه وای اعلان کړی،‌ داختر هره ورځ به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې دداډول خونړیو پیښو شاهدان واست او ملامتیا به یې پر طالبانو ور اړوله.

نو د طالب جان فراصت او تدبیرته مي یو ځل بیا سلام دئ، یو خو یې د اشرف غني‌ داوربند جواب به اوربند ورکړ او ورته یې وویل چې را‍ځه دبهرنیانو له ملګرتیا او حمایت څخه لاس واخله او ورور مي شه، اوبل یې په هیواد کې دخونړیو چاودنو مخه ونیوه چې خدای مه کړه که رامنځ ته سوې وای په سلګونو هیواد وال به یې دغم پر ټغر کینولي وای.

داشرف غني‌ هیڅ ګمان نه کیدی چې طالب به دده بلنې ته ښه راغلاست ووایې او ورته پریکړه به وکړي،،‌ ځکه کله چې دطالب له لوري د اوربند اعلان وسو،،،،‌سمدستي‌ د حکومت له منځه نارې سوې،،‌ مونږ د اشرف غني پریکړه نه منو دافغانستان حکومت دي له ترهګرو سره اوربند نه کوي،‌ هیڅکله به طالبانو ته اجازه ورنکړو چې ښارونو ته را شوه سي دوي غوښتو چې طالب د اوربند بلنه رد کړي ترڅو دوي اختر کې د طالب به نوم هیواد وال په وینو ولړی او دهیوادوالو د وینو په قیمت طالب ته د نړیوالو په وړاندي دملامتیا ټکی پیداکړي.

کوم چا چې له طالب سره د اوربند په خلاف نارې وهلې حقیقت کې یې اوربند ته سترګې وچې سوې،‌ که نن طالبان ورته د اوربند بلنه ورکړي بالازنې او ګردنۍ به داسي‌ له اوږو وغورځوي لکه دجهادي دور اوږدې منافقانه ږیري چې یې مخو نو څخه لري کړې.

ځکه د اوربند او سولیز حل په صورت کې دوي کولی شي دملي شتمنیو او دهیواد والو دوینو په مقابل کې دموندلي جایداد ساتنه وکړي‍، کولی شي دکابل د ودونو قصرونو، پنځه ستوريز هوټلونه او شاهانه محلونو باندي په ارامه باندي شخوند ووهي،، او دوي به دې ښه پوهیږي چې طالب په زور نه ماتیږي او تاریخ ثابته کړې چې بادار دهمیش لپاره له غلام سره وفادار نشي پاته کیدلی او نه به دهمیش لپاره طالب خالي لاسی او دده پرسر به د ((بي دوه پنځوس ډوله سایه خوره وي)).

هو هیواد والو تاسو باید پوه سۍ چې نه اشرف غني هیواد کې د اوربند اوسولي کولو واک لري اونه یې عبدالله لري،،‌ دلته بهرنیان مسلط دي او طالبان یې دناروا تسلط په خلاف مقدسه او سپیڅلې جګړه وړاندي‌ بیایې، دلته که اوربند کیږي او که مذاکرات دا به دیرغلګرو ځواکونو او یر غلګرو په مقابل کې د ازادۍ د ننکیالیانو ترمنځ کیږی.

داچې طالب ولي دې اختر کې داشرف غني له لوري د اوربند بلنه منله دې کې ستر حکمت پروت وه او طالب دا پریکړه له دوو وجوهاتو وکړه.

۱: ځیرګ،‌ او هوښیار طالب پوه سوو چې اشرف غني او ډله یې د اور بند د اعلان ترشا کومي کرغیړنې ارادې لرلې، زما ټپي ټپي ولسه اشرف غني غوښتو داختر په درنو ورځو کې دطالب په نوم د هیواد په ټولو سیموکې دننګرهار په څیر چاودنې وکړي، هیوادوال په وینو ولړي او پړه یې پرطالبانو ور واړوې او هیوادوالو ته یې داسې وانمود کړي چې هیوادوالو طالب ستاسو دوینو پروا نه لري ما ورباندي د اروبند غږ وکړ خو دوی رد کړ، داده و ګورې اختر په ورځوکې یې دخلګو ګڼه ګوڼه کې چاودنې وکړي اوهیواد وال یې په وینو ولړل…..

دوهم طالبانو په وار وار ویلي چې زمونږ جګړه دیرغل په خلاف ده،،‌ داخو دوی دې چې یرغلګرو د څو پیسو په مقابل کې دځان مخته سپر ګرځولي،‌ کله چې اشرف غني د اوربند اعلان وکړ، طالبانو به طبعا د اوربند اعلان کاوو ځکه طالب چیغي‌ وهي چې زما جګړه له عسکر سره نه ده، اوس چې داشرف غني‌ دادارې غولول شوی عسکر نور په دې پوه سوی چې دناروا جګړې په مقابل کې ورڅخه دقربانې دچرګې کار اخیستل کیږي، نور به طالب ته ورور وایې که ورسره ملګرتیا نسي کولی د یر غلګر په مقابل کې د جګړې مخه به یې نه نیسي، طالب یې حقیقت کې ددغه شعار استبقال وکړ،‌ورته یې وویل عسکر جانه داچې ته پوه سوي هیواد اشغال دئ او د اشغالګر په مقابل کې که خپله جنګ نسم کولای دنورو ننګیالیو مخه به هم نه نسیم نو راځه ورور مي یې غیږه کې نیسم او پرتندي دي ښکلوم.

طالب په دې ګمان وه چې اشرف غني او ادارې یې ومنله چې دلته نور واکمن دي او عسکر یې اتلس کاله وروسته اعتراف وکړ چې هیواد یې اشغال دئ، هغه وه طالب مو ولیدئ چې عسکر جان یې غیږ کې ټینګ کړ،‌ تندي یې ښکل کړ،‌ په ګډه یې ورسره اختریزو میلو کې برخه واخیسته.

آخ زما په زړه سپینه او په وعده متینه طالب جانه تا خو عسکر جان رښتنی فکر کړی وه هیڅ باور دي نه کاوو چې عسکر جان به بیاهم بیرته دبادرا دروازه وان وي، خو ته باید ډاډمن اوسي‌ چې بریا ستا ده، سوبه ستا په برخه ده ځکه رښتنی یې او عسکر جان ته دي د اخلاص غیږه ورکړه او عسکر جان باید پوه سي چې طلایی چانس یی له لاسه ورکړ، طالب ورته د تیرو اولسو کلونو تیروتنې ور وبخښلې او بلنه یې ورکړه چې راځه په دواړو دهیواد اصلي دښمن وشړو، خو عسکر جان یو ځل بیابی همتي ښکار کړه او دطالب له لوري زرین چانس یې له لاسه ورکړ.

زه پوهیږم د طالب جان ځینی ملګري جذباتیان سوو،‌ له عسکر جان سره غیږه په غیږه کیدل او په ګډه ورسره اختریزي میلې لمانځلو ورباندي بد اثر وکړ،،‌ هغه طالبان چې عسکر جان یې له دې ستر او عظیم اعتراف څخه وروسته غیږکې ټینګ کړ او تندي باندي ښکل کړ ناسم عمل وګاڼه.

زما مؤمینه او په زړه سپینه ملګری طالب جان عسکر ته له ستر اعتراف څخه وروسته غیږ ورکړه،،،‌عسکر جان له اتلس کاله وسلوالې مبارزې څخه وروسته ایله اوس پوه سوو چې دطالب په وړاندی جګړه یې له اشغالګر سره مرسته ده، هیواد یې اشغال دئ،‌ ولسمشر یې لاس پوڅی،‌ طالب د ازادئ او خپلواکۍ جګړه کوي او وړاندي دریدل یې ناروا عمل دئ،‌

زما جذباتي او پاک زړې ملګری طالب جان هغه وخت عسکر جان په غیږکې ټینګ کړ کله چې عسکر جان خپلو کړو وړو باندي پښیماني څرګنده کړه،‌ ته ښه خبر یې چې طالب جان په وار وار ناره کړې چې زما جګړه له عسکر جانه سره نه ده که عسکر جان دبهرني یرغلګر له بغل څخه لري شې، ټوپک په ځمکه کیږدي بیا زما ورور دئ،‌ څرګند حقیقت دئ چې ورور او ورور اخترونو کې بغل کشي سره کوي او پر تندیانو سره ښکلوي.

داچې دعسکر جان چیغه منافقانه وه، او بیرته لاړ د بهرني یرغلګر او دطالب د اصلي دښمن په څنګ کې ودرید اوس به یې طالب پر هغه ښکل کړی تندي‌ باندي په مرمۍ ولي.

البته دطالب جان هغه شعار او نارې، چې وایې که عسکر د بهرني یرغلګر له مرستې او ملګرتیا څخه لاس واخلي زما ورور دئ یوځل بیا پخلی وسو او یوځل یې بیا عسکر جان ته چانس ورکړ خو عسکر جان چانس میس کړ.

والسلام

بخت الرحمن ((شرافت))

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اصلزی
میلمه
اصلزی

رشتیا ھم که چیری طالبانو اوربند نوی کڑی نو د هواد په هر ولایت کی به د ننگرهار په شان اور بل وی، زکه هغه حملی چی چا وکڑی هغه په اوربند کی نه وو داخل، او بل دا ھم شدی چی تا پخپلو خبرو کی یادونه کڑی او مثال د ھم وڑاندی کڑی چی که چیری په افغان عسکرو حمله ونشی نو دوی به هیسکله پر چا ڈز ھم ونکڑی، لدی سخه دا واضح شوه چی افغانستان کی سومره خلک مری د هغی ابتکار ستاسو طالبانو په لاس کی دی، او له دی 3 ورزو اوربند سخه دا ھم… نور لوستل »

اصلزی
میلمه
اصلزی

ستاسو ناپییلی او خپواکه ورزپانه تبصری ولی نه نشروی