تصویر؛ له ارشیفه

د مقر اربکیان د فرعونیت له مقامه هم ور آ خوا و

ليکنه: رحمت الله نړیوال

لکه څنګه چې بني اسرائیل، اللهﷻ د موسی علیه السلام په مټ د فرعون له وحشت او زور زیاتۍ نه خلاص کړل ؛ همداسي اللهﷻ د مقر عزت کلا او شاوخوا سیمې اوسېدونکي د طالب په مټ ددې فرعون خیلو اربکیانو له ظلم، جبر آزاد کړل.

که ووایم چې فرعون به له بني اسرائیلو سره دومره بې ناموسي نه وي کړې ؛ څومره چې دې اربکیانو له دې خلکو سره کوله هېڅ بعیده نه ده،فرعون خو به یواځې نارینه ماشومان وژل او یا به یې له ښځو له خدمتګارانو په توګه کار اخیستی؛خو دې اربکیانو یواځې د نارینوو په وژلو بسنه نه کوله،بلکې د خلکو ننګ،ناموس، عزت یې یو مخ لوټ کړي و.

د جګړې په لومړۍ ورځو کې ما په همدې سیمه کې حضور درلودی،هلته چې ما ددې وحشي اربکیانو د تېرو ۶ کلونو وحشتونه ولیدل یا مې واوریدل ؛ د هغې له جملې نه د نمونې په ډول یو څه ستاسو مخ ته ږدم.

د جګړې په لومړۍ ورځ یوه ځوان مجاهدینو ته چې کمین کې ناست و،او جګړه شروع وه ؛ اوبه، مستې او څه ډوډۍ راوړه،ځوان لاسونه او بدن ښکاره کړل،چې تغمې پرې له اوږدې مودې وروسته هم له ورایه ښکارېدې،دغه ځوان ورته کړه چې همدغو اربکیانو مو څه موده وړاندې تنکی ورور همدلته را شهید کړ،او موږ یې په وهلو ډبولو له اخ و توخه وایستل(دلته بیا د طالبانو زړه سوي ته وګوره،چې د جګړې په دې تاوده ډګر کې یې د شهید مورکۍ ته څو زره روپۍ ورولېږلې،ول چې دا مې په وس درسره پوره دي،ژر ده چې له دې ظلمه به مو ازاد کړو).

دا خو یې ادنی وحشت و،د همدې سیمې یوه سپین ږیرې بیان ته د سترګو اوښکې نه شوې تم کېدلای، سپین ږيرې ویل:

ــ چې دلته په دې ۶ کاله کې د ماخستن او سهار پر جماعت لمونځ بندیز و،هېچا نه شو،کولای چې جومات ته دې په دې دوو وختو کې راشي.

(دلته خو د ملا امامانو بېخي نېستي وه،چې و به هم،هغوی به لمونځ په قل هو الله ورکاوی)

ــ دلته دوو کسانو ته یو ځای د کینستلو اجازه نه وه.

ــ دې سیمه کې د کور او اطاقونو د دروازو تړلو اجازه نه وه،اربکیان به له شپې د کلیو په کورونو کې په خلاصه پښه ګرځېدل او چې زړه به یې غوښتل؛ هغه یې کول.

ــ د سیمې خلکو ویل: چې زموږ کم عمره هلکان هیڅ نه و محفوظ، هر وخت به یې په زور په یوه پلمه پوستو ته بیول،هلته به یې تېر ایستل او دځان ملګري کول به یې، چې په لنډ وخت کې به له هغو هلکانو چرسيان او لوپران جوړ شول.

ــ زموږ د باغونو مېوې او مواشي خو دوی داسي ګڼل تا به ویل چې له پلاره و نیکه په ميراث ورپاته شوي دي،چې کله به یې زړه وغوښت؛ همغه مهال به یې خرڅول،او ویل به یې چې د طالبانو تر لاس لاندي سیمو کې ولس طالبان تمویلوي،تاسو ولې موږ نه تمویلوی.

همدا و چې اللهﷻ ورته په قهر شو،چې د طالب په مټ یې نږدې ۱۵ پوستې د دوی له نجس حضوره پاکې او سیمه یې تصفیه کړه،چې دا لړۍ لا اوس هم دوام لري.

لیري نه ده چې الله ﷻ به ټوله هیواد ددوی له ناپاک شتون څخه پاک کړي. و ماذلک علی الله بعزیز

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلیم گوربز
میلمه
سلیم گوربز

دومره خوشحاله یم په دغه پیشه چی که لس زره مجاهدین پری شهیدان شوای وای بیا هم کمه وه چی د دغه حرامیانو له ظلم نه زما مظلوم ورونه او خویندی آزاد شول.

د اندرو مسلمانانو ته د خاص مبارک وی اوس به د آزادی په چپو کی پول ریز چکری وهی.

بریاوی مو مبارک شه

سوله،اوربند
میلمه
سوله،اوربند

ګربزه وروره،زر مه جذباتی کیږه.د فساد وخت دی رښتیا درواغ ډیر ویل کیږی،څه چه په سترګو نه وینی مه یی منه.الله ج د ټولو ته هدایت وکړی،والسلام