غزل – الهام

سید احسان الهام

پوه په اشارو نه وه شپونکۍ ته مې حال ووایو
ستوري را خبر نکړي سپوږمۍ ته مې حال ووایو

خود به کس ناکس ته د ترخو سوالو جواب وایم
زه ولې ناپوه شوم چې کوچنۍ ته مې حال ووایو

څنګه دي څپو کې بلا زړونه نفس تنگي کړل
ټینگ شه سمندره و بېړۍ ته مې حال ووایو

ښه شو زړه مې تش سو که څه هم څوک را خبر نه شوه
ټنکده غرمه وه سرې ګرمۍ ته مې حال ووایو

نور به د الهام ناره د رب په در قبوله شي
اوس یې راته و وېل چې مورکۍ ته مې حال ووایو

2018. 06. 23

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom
میلمه
masoom

ډیر شاﺉسته ډیر په زړه پورې الهام صاب : ستوري راخبرنکړی سپوږمۍ ته مې حال واویو