د پراخ مطبوعاتي پوښښ سره سره د پرلتوالو حرکت ولي ناکام دی؟

لیکنه: زبیر احمد علیزی

د سولي ولسي حرکت په نوم د پرلتوالو حرکت هغه وخت سر راپورته کړ کله چې په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې د یوه لوبغالي څنګ ته چاودونه وشوه. د ودان افغانستان ګوند د هلمند څانګې مسؤلینو اراده لرل تر څو په هلمند کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورني د خورځنګ په ملاتړ خیمه ودروي، خو کله چې یاده شوې چادونه رامینځته شول، ګوند موقع وګڼل او د چاودني د ځای تر څنګ یې خیمه ووهل. نومړی حرکت له اره د ( طالبه! سوله به کوې) په امریه شعار راپورته شو چې ټول تمرکز یې د طالبانو لوري ته وو، خو له دې امله چې ځان بې طرفه وښيي دواړي لوري (طالب او دولت) یې تر انتقاد لاندي راویستل. په لومړیو ورځو کې دې حرکت د امریکایانو خلاف سپوڼ نه واهه، خو کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایانو پر وړاندي د چوپ پاتي کېدلو په اړه پرې سخت انتقادونه وشول، د حرکت غړو په خپلو خبرو کې پر امریکایانو انتقادونه هم ور اضافه کړل.

نومړی حرکت په لومړيو کې د پرلتوالو د حرکت په نوم مشوره وو، خو وروسته د کورني او غربي رسنیو په مټ د ولسي حرکت په نوم مشهوره شو. اقبال خیبر چې اوس ددې حرکت مشري کوي په هلمند کې د ودان افغانستان ګوند څانګې مسؤل دی، نوموړی مخکي په هلمند کې د سمون راډیو او تر هغه وروسته په سباوون راډیو کې د نشریاتي مدیر په حیث پاتي شوی دی. (دا دوې راډیو ګاني په هلمند ولایت کې په طالب ضد پالیسو شهرت لري.)

تر دې وروسته د (بدلون) په نوم د ودان افغانستان ګوند اونیزي مدیر هم پاتي شوی.

د ودان افغانستان ګوند چې مشري یې له دینه منکر پخوانی کمونست غفور لیوال کوي په هیواد کې د دیني ارزښتونو په خلاف تور تاریخ لري. ددې ګوند په راس کې د غفور لیوال، محب زغم، محمد یار یار او نورو په څیر افراطي کمونستان قرار لري چې نه یوازي دا چې هر وخت یې د ملي ارزښتونو خلاف موقف نیولی، زیات وخت یې د اسلام د سپېڅلي دین پر لویو شعایرو تعارض کړی دی چې هر وخت د افغان ولس تر سختو غندونو لاندی راغلی دی. ددې ګوند د مرکزي کمېټې غړی او د ودان افغانستان ګوند پخوانی سر پرست محمد یار یار په حجاب باندي د توهین په پار داسي لیکي:

(“دحجاب زیان:

تر هغه چي ښځي مو په تورو پوښو کي ښې کلکي پوښلي وي.

نو:

دخپلي خور، مور ماینې او پردۍ ښځي فرق به راباندي نه وي.

ځکه:

دتیاره پردې شاته ناستي مېرمني یوازي خدای توپیروای سي، څنګه چي زه خدای نه یم.

نو:

نو پر هري یوې، چي ور برابر سوم. برابرسوم.”

د محب زغم په نوم یو بل مسؤل یې ( چې د امریکايي اسلام د مبلغ او د الحادې نظریې لرونکي محمد محق د مقالو پښتو ژباړونکی دی او له زړو افراطي کمونستانو څخه ګڼل کیږي) خپل وصیت لیکلی چی دویمه شماره یی داسی ده:

۲- (ملا به مې جنازې ته نه پرېږدئ.خدای ته وګورئ دا مه راولئ.ما ته دا توره بلا مه راولئ

مینه مذهب زما او کرکه د ده.زما جنازې ته ملا مه راولئ.)

دا ویناوي د ودان افغانستان د ګوند د عادي غړو نه دي، بلکي ددې ګوند ټول سرکرده ددې ډول اسلام ضد عقیدو خاوندان دي. ددې ګوند زیاتره مسؤلین په شرابو روژدي دي او د شرابو څیښل یوه عادي مسئله ګڼي. په لیکونو، مجالسو او غونډو کې د (انسانیت) تر شعار لاندي د هیومنیزم الحادي نظریه پر مخ وړي او پر اسلام سخت انتقادونه کوي. زه دلته د ددې ګوند د تور تاریخ نوره یادونه نه کوم، خو دا چې اقبال خیبر ددې حرکت مشري کوي، ددې موضوع سره دده تړاو لازمي دی، ځکه دی د همدې ګوند له مشرانو څخه بلل کیږي.

په هر حال، کله چې پرلتوالو په هلمند کې خیمه ووهل، اقبال خیبر پرته له دې چې د خیمې د نورو مسؤلینو سره مشوره وکړي د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ ته ( چې په هلمند کې د طالبانو د مرکز حیثیت لري) د تګ اراده وکړه چې دې کار د پرلتوالو تر مینځ د بې باورۍ لومړۍ فضا جوړه کړه.

په کورنیو رسینو کې وخت پر وخت د پرلتوالو په تائيد راپورنه ورکول کیدل تر دې چې نړیوالو رسینو یې هم په اړه راپورنه خپاره کړل او دې مطبوعاتي پوښښ طالبان اړ کړل تر څو په اړه یې اعلامیه خپره کړي. طالبانو دوی ته په خطاب کې وویل:

(په همدې اساس موږ د هلمند له پرلت کونکو څخه غوښتنه کوو چې د مجاهدینو سیموته د راتګ پرځای باید د امریکايانو مرکزونو او بیسونو ته د اعتراض په ډول ورشي، له هغوی څخه وغواړي چې روان اشغال ته د پای ټکی کیږدي او جګړه پای ته ورسوي، اسلامي امارت خو جنګ او مقابلې ته مجبور کړل شوی دی.)

خو دا چې خیمې ولسي ملاتړ نه درلود، ځکه خو د موسی کلا تګ پاتي شو او پر ځای یې اقبال خیبر د نورو له مشورې پرته د رسنیو پر وړاندي د اعتصاب کولو اعلان وکړ.

رښتیا هم د خیمې ځینو غړو حقیقي اعتصاب کړی وو چې ځیني یې حتی تر کوما پوري ورسېدل، خو د اقبال خیبر او قیس هاشمي په څیر ځینو نورو یې هسي تمثیلي اعتصابونه کړي وه تر څو په مطبوعاتو کې پراخ پوښښ ومومي.

خو اعتصاب یې هم څو ورځو تر تېرېدو وروسته د تیري ارادې په څیر کومه نتیجه ورنه کړل.

د نجیب الله ساحل په نوم ددې پرلت یوه غړي چې د خیمې مالي مسؤلیت ورترغاړي وو ، کابل ته ددې حرکت تر سفر مخکي یې ددې حرکت زیات رازونه افشا او پر خپلې فیسبوک پاڼې نشر کړل. هغه وايي چې په لومړي کې د خیمې پرلتوال رښتیا هم ولسي ګډون وال ول، خو د ودان افغانستان د ګوند د مشر غفور لیوال لخوا اقبال خیبر ته غلطې مشورې ورکول، د اقبال خیبر او قیس هاشمي تر مینځ ددې حرکت پر مشرۍ باندي اختلافات او ددې حرکت له لاري ودان افغانستان ګوند ته کمپين هغه څه ول چې دا حرکت یې سره وپاشه. همدا لامل وو چې د احمد جان خادم هم ( چې د مشرۍ پر سر د اختلافاتو وروسته ورته د حرکت د رهبرۍ شورا مشري سپارل شوې وه) د اقبال خیبر د سر زورۍ او دده سره د اختلاف له وجې د رهبرۍ شورا له مشرۍ بې زاري اعلان کړه او له حرکته بیل شو.

احمد جان خادم او د پرلت نورو غړو په حقیقت سره ددې حرکت د ولسي پاتي کیدلو کوښښونه کول، اقبال نه یوازي دا چې د پرلت د نورو غړو له احساساتو سره لوبي کولې، بلکي د ټول ولس احساسات یې مجروح کړل. د اقبال خیبر دا ډول سرزوري او د خپلو ملګرو په ناخبرۍ کې فیصلې کول دا شک نور هم یقیني کوي چې دی د کوم لوري لخوا رهبري کیږي او یا د مخکنیو پړاوو په اړه مشورې ورکول کیږي.

نجیب الله ساحل یو ځای داسي یادونه کوي:

(بل طرف ته غفور لیوال د امریکا د سفارت سره اړیکه ټینګه کړي وه او د هغوی سره يي په مخفي ډول ناسته کړی وه او زیات کوشش يي دا هم کړی وو چي باید خیبر له ریس جمهور سره کښينوي خو کامیابه سوی نه وو.)

ساحل هم وروسته د اقبال خیبر پر اړیکو شک څرګندوي او وايي:

(خو بلخوا ده ( اقبال خیبر له کابل څخه) یو داسي نوی ماډل خیمه راوړه چي حتي ما په ټول افغانستان کي دچاسره نه وه لیدلې، ما ورته وویل خیبره دا خیمه دي د کمه کړه، ویل دا یو چا مرسته راسره وکړه خو نوم يي نه اخستی. کیدای سي تاسي هم داډول خیمي دلته ډيري کمي لیدلي وي.)

ساحل وايي چې د قومونو چارو رئیس نوید احمد نظري او دده یو ملګري ته غفور لیوال او محمد یار یار دده په مخ کې زنګونه ووهل او غوښتنه یې ترې وکړه چې له اقبال خیبر سره مرسته وکړي.

ساحل د خپل مالي مسؤلیت ټول حساب کتاب وړاندي کوي او وايي چې د خیمې مشرانو ( اقبال او قیس) پیسې دده بې اجازې مصروفولي او په ځینو ځاینو کې یې پټولې هم. هغه د مثال په ډول وايي:

(یادونه باید وکړم چي په ولسي جرګه کي دهلمند دخلکو استازي عبدالجبار قهرمان هم شل زره افغاني رالیږلي وي خو هغه بیخي معلومي لانه سوي.)

دا چې د پرلتوالو تیرو ټولو پلانونو هیڅ نتیجه ورنه کړل، اقبال خیبر یو ځل بیا د نورو غړو په ناخبرۍ ، کابل ته د پلي تګ اعلان وکړ.

خو دې تګ هم له څنګه چې ګمان کیده هسي نتیجه ورنه کړه، د ۳۰ ورځني اوږده سفر وروسته یې غړي ایله د اویا شاخوا ته ورسېدل. دلته غواړم پر هغو عواملو لنډ بحث وکړم چې له امله یې یاد حرکت بې نتیجې شو:

۱-د اشغال پر وړاندي سوړ موقف:

اشغال د هیواد د ټولو بدبختیو مور ده چې په شتون کې یې د سولي په نوم ټولې هڅې بې معنی او د وخت ضیاع ده، دا ځکه چې که سبا طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي او دولت ته تسلیم شي، امریکایان به د خپلې ورانۍ او اسلام او هیواد ضد پالیسۍ پر وړاندي هیڅ خنډ ونه ویني، دلته به فحشا، ډیمکراسۍ، الحاد او بې دینۍ ته په پوره زړوتیا کار کوي. د مثال په توګه د امریکایانو په خلاف د فشار د الې د شتون سربیره په هیواد کې په لسګونو کلیساوي او عیسایت ته د تبلیغ مراکز فعاله دي، څه فکر کوئ چې ددې فشار تر پورته کیدلو وروسته به دا شمیره سلګونو ته پورته نه شي؟

د خیمې پرلتوال له اوله سره د اشغال پر خلاف سوړ موقف لري او د دولت او امریکا په نسبت یې د انتقاد تمرکز پر طالبانو زیات وي. په لومړي کې خو یې یوازي انتقاد ګوته د طالب طرف ته وه، خو کله چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې انتقادونه زیات شول په دې ا نتقاد کې یې د جګړې بل اړخ ( دولت او امریکایان) هم شامل کړ.

۲- د اسلام پر ځای د ډیمکراسۍ د اصولو پلوي:

پرلتوال ددې پر ځای چې د قضیې حل په اسلامي تګلاره راوباسي د ډیمکراسۍ پر اصولو روان دي. د پرلت خیمه، اعتصاب، لاریون او نور هغه څه دي چې په اسلامي ۱۴۰۰ کلن تاریخ کې یې تر اوسه ساری نه دی لیدل شوی، بلکي دا تګلاري په غربي ولسونو کې په کار وړل کیږي چې د تر امریکايي اشغال وروسته افغانستان ته هم واردې شوې.

زما په ګمان ددې کار لامل یې ممکن دا وي چې که چیري دوی د قضیې د حل لپاره د اسلامي شریعت ټاکلې تګلارې غوره کړي په خپله دوی پړ راځي، دا ځکه پر اسلامي خاوره د تجاوزګر تر تجاوز وروسته ددې خاورې پر ټولو اوسېدونکو جهاد فرض ګرځي، که کوم څوک دا جهاد جګړه او یا وینه تویونه وبولي، دا په اصل کې د تجاوزګر قوت سره غیري مستقیمه مرسته ده او افغانان ټولو هغو کسانو ته چې د تجاوزګرو سره هر ډول مرسته کوي د پردي په نظر ګوري او تر شا یې نه دریږي.

۳- په رأس کې یې علماؤ نه شتون:

افغانه ټولنه یوه مسلمانه او عالم پروره ټولنه ده، هغه طرف حق ګڼي چې د علماؤ تأئید ولري او یا دا چې سوچه اسلامي تګلاره عملي کوي. خو د پرلتوالو په رأس کې هیڅ دیني عالم قرار نه لري بلکي خلاف یې رهبري کوي او مشورې ورکوي چې هغه خو یا له سره له دین څخه منکر دي او یا د دین په اړه یوازي یو کمزوری اعتقاد لري.

که چیري ددې حرکت مشري د مخلصو او باوري علماؤ په لاس کې وای، په پوره ضمانت ویلای شم چې ټول ولس به یې ملاتړ کړی وای، خو دا چې علماء یې رهبري نه کوي ځکه خو ولس ترې لاره بیله کړې ده.

د پرلتوالو له اخیرني جریان ته که فکر وشي، داسي ګمان کیږي لکه د دولت لخوا چې یوه تبلیغاتي پروژه ورسپارل شوې وي. د دولت د استقلال موضوع، جګړه بین الافغاني بلل او امریکایان ترې ایستل، د امریکایانو پر ځای د دولت سره د طالبانو خبري کول او نور ټول هغه څه دي چې له کلونو راهیسي یې د ملي وحدت حکومت زمزمه کوي، خو ددې شعارونو بدرګه اوس د ولسي حرکت په نوم دې پرلتوالو ته ورکړل شوه ده.

دا چې پرلتوالو طالبانو ته درې ورځي ضرب الاجل ټاکلی وو او هغه ضرب الاجل ته ایله څو ساعته پاتي دي، ګمان نه کیږي چې طالبان دي د هماغې لومړۍ اعلامیې بغیر په بلې اعلامیې وخت ضایع کړي. خو ددې سره سره زما مشوره ددې حرکت مشرانو ته دا ده چې په خپل حرکت کې دي پورتني درې عوامل له مینځه یوسي، د اشغال پر خلاف دي سخت موقف ونیسي، د ډیمکراسۍ د اصولو پر ځای دي اسلامي تګلاري انتخاب کړي او د حرکت رهبریت دي مخلصو علماؤ ته ورکړي، په پوره باور سره ویلای شم چې هم به یې ولس ملاتړ کوي او هم به د کامیابۍ پر لور ګړندي ګامونه اخلي. که نه بیا خو به،

( هندو ستړی خدای ناراضه)

د اشغال د خاتمې او د یوه سوچه اسلامي نظام د نفاذ په هیله.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د